Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu

نن زه آزاته یم.

د فرشتې غنی له خوا دنیلا دروشر ته - ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۵ مه

Übersetzung: Dr. Lutz Rzehak

"Now I spend a lot of time writing." © Freshta Ghani
„Now I spend a lot of time writing.“ © Freshta Ghani

ګرانې دنیلا
ماته ستاسې لومړی لیک راورسېد. نن عجیبه احساس لرم. نپوهیږم ولې مې په سترګو کې اوښکې راټولې شوې. شاید یو دلیل یې دا وي چې پخوانۍ خاطرې را یادې شوې یا شاید دا چې وروسته له ډېرې مودې ماته یو لیک راغلی. ځواب غواړي او په ځواب لیکلو کې یې باید بیخي له زړه لیکل وکړم. نن آزاده یم، لکه آزاده کوتره چې پرواز کوي. هماغه چې تا د سولې کوتره بللې او په لور دې هم د هغې نوم ایښي. که ریښتیا ووایم د لور نوم مې دې خوښ شو.
په دې ښه پوهېږم، چې تاسې هم لکه زما په څېر د ژوند سختې زیاتې ګاللي، خو معلومیږي چې سخت هوډ مو درلود. یوه ښځه چې دوه ماشومان لري، سخته ده ورته چې مدني فعالیتونو ته هم ادامه ورکړي، خو تاسې لا هم لګیا یې او خلکو ته کار کوئ. نړۍ داسې ښځو ته اړتیا لري. ریښتیا یوه خبره درته وکړم، هغه ملګرې چې په لیک کې دې ترې یادونه کړې، کټ مټ زما د ملګرې په څېر ده. هغه هم له ماسره ډېره صمیمي ده. هغه په اروپا کې او زه په آسیا کې یم. تل چې په کومه ستونزه کې بنده پاتې شم، یا مې څوک زړه وځوروي نو هغې ته زنګ وهم. زما ډېر رازونه د هغې سره دي او هغې هم ډېرې کیسې ماته کړي دي. ما تر اوسه ورته دو لیکونه لیکلي دي، خودې کله هم ماته لیک ونه لیکو. هغه وایې چې ته یې ښه لیکې. احساسات ښه پکې بیانوې زه بیا له ادبیاتو سره جوړه نه یم. په دې توګه ما چې ټول لیکونه نورو ته لیکلي، نو ځواب یې نه دی راغلی.
زه یو وخت چې به ډېره یوازې پاتې شوم، نو له ځان سره مې خپل حالت بیانولو او یو نا آشنا کس ته مې د زړه حال ویلو. دغه لیکونه مې دغسې له ځان سره ساتل، خو وروسته تر دې چې پلار مې مړ شو، نو ما مې خپل پلار ته لیلکونه لیکل. کله به مې په دې لیکونو هغه غوښته او کله به مې ترې ګیلې کولي. زما پلار مذهبي زده کړې وې. هغه ملا و. ملا معلولاً هغه کس ته ویل کیږي چې مذهبي اسلامي زده کړې یې کړي وي او په مسجد کې د رهبر یا ملا امام په توګه کار وکړي، خو د خواشینی ځای دادی چې ځینې یې بیا ډېر افراطي چلند کوي. زما پلار هم افراطي و. ټول ژوند یې همدا بللو چې اسلامي زده کړې وکړو. حجاب مراعات کړو او په کور کښینو. بخصوص د هغه په نظر نجونې نباید، له کوره دباندې ووځي. درس ووایې او کار وکړي. لیکل خو بلکل جرم ګڼل کېده. بخصوص که هغه شاعري یا کیسه لیکل وي، ځکه ډيری دغه اسلامي ملایان شعر لیکل حرام بولي.
زما مور بیا اصلن سواد نه درلود، آن اسلامي زده یې هم نه وې کړې، خو تر پلاره مې ډېر په مونږ پام کاوه. ډېر کله د پلار د پریکړو پر وړاندې درېدلې او مونږ یې ژغورلي یو. هغه یوه قهرمانه مور وه. په داسې حال کې چې پلار مې یوازې په عبادت بوخت و او نور ژوند او مسوولیتونه یې ترې هېر و، خو مور مې زحمت ایسته او زمونږ د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې له ټولو پټ کار کاوه. د هغې کار بیخی سخت و. سیم بافي یې کوله. یوه کمپنۍ وه، چې د اوبو د بندونو لپاره یې له سیمونو اوبدل شوي څلور کنجه چوکاټونه برابرول، نو مور مې دغه سیمونه سره اوبدل. ځینې وخت به یې آن لاسونه هم وینې شول.
مور مې وتوانېده مونږ ښوونځي ته واستوي. د ښونځي اووم ټولګي کې وم، چې ما شعر لیکل پیل کړل. دغه شعرونه به مې پټ لیکل. وروسته بیا په نهم ټولګي کې مې لنډو کیسو لیکلو ته پیل وکړ. لومړنۍ کیسه مې د (وینه) په نوم په یوه کتاب کې چاپ شوه. دغه کار داسې تصادفي و. یوه ادبي ټولنه وه، په کابل کې چې د ښځو له خوا اداره کېده، د هغې له یوې غړې سره مې ولیدل او کله چې یې واورېدل چې زه کیسې لیکم نو له ما یې غوښتنه وکړه، چې خپله یوه کیسه هغې ته ورکړم، چې په هغه کتاب کې یې چاپ کړي. ما هغه کیسه په قلم لیکلې وه. دغسې مې ورکړه. کمپیوټر مې نه درلود چې ټایپ یې کړم، نو ځکه مې په قلم ولیکله، خو هغوی کیسه خوښه کړه او چاپ یې کړه. هغه وخت مې کیسه پټه د کورنۍ له غړو چاپ ته ورکړه، نو ځکه مې خپل تخلص بدل کړ او د لومړي ځل لپاره د غني په تخلص یاده شوم. تر ننه په دغه تخلص پیژندل کیږم. هغه وخت آن زما مور هم نه خوښېده، چې لیکل وکړم، هغې ویل، بس دی چې تاسې ښونځي ته پریږدم، اړتیا نشته بی ځایه لیکنې وکړئ.
تاسې پوښتنه کړې وه، چې اوس مو کورنۍ د لیکلو په اړه مو څه نظر لري. زما کورنۍ تر هغه وخته چې ما دنده واخیسته، نو سختی یې کوله، خو وروسته لیکل ورته عادي چاره بلل کېده او نور یې ممانعت نه کاوه، خو له نورو خپلوانو مې پټ کار کاوه، کوم چې په کنړ ولایت کې اوسېدل. اوس زه باید ووایم، چې متاسفانه ما ۵ کاله مخکې خپل پلار او سږ کال خپله مور له لاسه ورکړه. درد یې بیخي سخت و.
دنیلا، ته پوهېږې چې کله د یو چا لومړی کیسه چاپیږي نو څومره ډېره خوشحالیږي؟ بله. البته زه دومره خوشحاله وم، چې کله مې کتاب ترلاسه کړ او خپل نوم مې پکې ولید، نو له ځان سره مې چیغې کړې او سر مې په دروازه ولګېده. ډېره ژوبله شوم خو بیا هم خوشحاله وم.
ما خپلې ډېرې لیکنې هغه وخت وکړې چې کله مې په یوه راډیو کې رسمي دنده واخیسته. هلته کمپیوټر و، خو په کور کې مې لا هم کمپیوټر نه و. هغه وخت مو اقتصادي حالت اصلن ښه نه و. ما دومره پیسې نلرلې چې کمپیوټر واخلم. خپل میاشتینۍ معاش مې د کور په مصارفو لګېده، نو ځکه همدا چې په دفتر کې مې وخت پیدا کولو، نو لیکل مې کول. ددې لپاره چې د باندې غږونه وانه ورم، او نارامه مې نکړي، نو په غوږونو کې مې آرامه موسیقي اورېدله.
له کله چې تاجکستان ته راغلې یم، بیخي یوازې شوې یم. اوس له لیکلو سره ډېر وخت تېروم. لپ تاپ مې د تنهایی ملګری دی. کله چې مې زړه ډېر په تنګ شي، نو خپل د زړه حال لیکم. یا چې خپه شم، نو نا آشنا کس ته لیک لیکم او دغسې یې له ځان سره ساتم. زه په یوه یو اطاقه کرایې خونه کې اوسم. د کار میز نلرم، دغسې په ځمکه کښینم، لپ ټاپ په پښو کیښيږدم او لیکل کوم. کله کله دومره په لیکلو کې غرقه شم، چې ورمېږ مې په درد شي. دلته لمر شته، چې کله هوا سړه شي، نو هغې خواته کیښینم چې د لمر وړانګې راباندې ولږي.
تاسې پوښتلي دي، چې ولې په کنړ ولایت کې د ښځو لیکوالې خطرناکه بلل کیږي؟ تاسې پوهېږئ هلته لیکوالي لا څه کوئ، په کړس خندل او په لوړ آواز خبرې کول هم د ښځې لپاره شرم او خطرناکه بلل کیږي، خو زما په اند ددې لپاره چې ډېر کله ټولنه د نارینه و په واک کې وه، دوی ډاریږي چې که ښځې لوستې شي او لیکل وکړي نو له هغو ظلمونو به پرده پورته کړي چې دوی یې هلته ترسره کوي. هغه وخت به نرواکي هم له منځه لاړه شي.
ما ډېر کله د اوریانا فالاچي کتابونه لوستي دي. هغې په جنس ضعیف کتاب کې د ښځو ژوند بیخي په ښه انداز بیان کړي دی. هغه ښیې چې ښځو څنګه په ځینو ټولنو کې د تاوتریخوالي پر وړاندې ملا وتړه او مبارزه یې وکړه. زه هم باور لرم چې دغه حالت به یوه ورځ بدلیږي. زما اډیاله لیکواله اوریانا فالاچي وایې: یوازي هغه کسانو چې ډېر ژړیدلي دي، خندیدل زده کړي). زه به هم یوه ورځ په لوړ آواز وخاندم.
په درنښت
فرشته

پروژه «نه ویلی (Untold) نور هم لیکل – افغانستان» د KfW د خیریې موسسې یو ابتکار دئ چی له پروژو Untold – Write Afghanistan او Weiter Schreiben سره په ګډه عملی کېږی

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner