Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Freshta Ghani & Daniela Dröscher > Was macht schreibende Frauen so gefährlich? – Brief 1

لیکونکی ښځی ولی خطرناکې دی؟

دنیلا دروشر فرشتې غني ته - ۲۰۲۱ کال د جون ۱۴ مه

Übersetzung: Ibrahim Hotak

Schmetterling und Schneekugel von Daniela Dröscher © Daniela Dröscher
„What might be important for you to know from me?“ © Daniela Dröscher

ګرانې فرشتې،

له کومه ځایه یې پیل کړم ؟ ښایي  له هغو لیکونو څخه ، چې ته یې په تیلیفون کې یادونه کوی او د یوی ځوانې په توګه تل ورته په بی صبري سره سترگي په لاره یې۰
ایا غواړی په دی هکله یوځل بیا یو  څه وضاحت ورکړې، چې دا څنګه خبره ده ؟
د لیک په هکله ، د یو ادبي قالب  په توګه، موږ دمخه هم په لنډ ډول بحث کړی دی۰ زه فکر کوم د لیکونو لیکل  خورا په زړه پورې ډول له موده وتلی او زوړ کار دی۰
ماته زما د ښوونځي لومړني ورځې را یادوي. که څه هم موږ هره ورځ په ښوونځي کې له یو بل سره لیدل ، خو بیا هم ما او زما ملګرې هره ورځ یو بل ته لیکونه لیکل او دهغو د سپارلو لپاره ، موږ د یو بل دروازی ورټکولی۰ په برلین کې زه یوازې یوه ملګری لرم چې بي له دی چې مخکی له مخکی احوال را کړی زما د دروازې زنګ راوهي ۰ که زه بیا ووایم ، چې له بده مرغه دا اوس مناسب وخت نه دي او زه وخت نه لرم ، هغه نه خواشینې کیږي او په ارامه ډول غبرګون ښیې. هغه لیکي، هغه هم زما په څیر مور ده ، او  پوهیږي چې زه واقعآ هیڅکله وخت نلرم۰
ما دمخه فکر وکړ: زما په هکله به څه مهم وی چې ته  تری خبره شي ؟ او بیا په دی فکر شوم:
شاید لومړی دا چې زه ماشومان لرم. دوه ماشومان، زما زوی څوارلس کلن دی او لور مې یولس کلنه . همدارنګه فکر کوم هغه ځای هم مهم دی، له کوم څخه چې زه دا کرښې در ته لیکم . البته زما مطلب په عامه توګه ( برلین /المان ) نه،  بلکې په ځانګري توګه هغه مشخصه خونه ده۰
زموږ کرایې کور د ودانۍ په اخیر پوړ کی  دی ۰ دا کور په یوه له ګڼې ګوڼې څخه ډکه سیمه کې پروت دی، خوزه  د چت له کړکۍ څخه په سرک هیڅ څوک نه شم لیدلی، ٬٬ یوازی ٬٬ اسمان. وینم۰

زه کله کله د پخلنځي په میز  لیکنې کوم، او کله  هم د ماشومانو په یوه خونه کې (که چیرې تشه وي) ، او بیا ځینی وخت د اوسیدو خونې په یوه کونج کې د زاړه چرمی کوچ په سر، په پسرلي او دوبي کې بیا بام ته خیځم۰

د خپل ځان په ویډیویي انځور کې تاسو ویلی وه  چې د لیکلو په وخت کې مو سترګې د اسکندرکول  د غرونو خواته وي . همدارنګه تاسو په فلم کې هم یادونه کوئ چې ستاسو لومړي متنونه په دفتر کې لیکل شوي وو۰
ما ته تل ډیره په زړه پوری ده چې څنګه څوک لیکواله کیږي. تاسو د معنوی تړاو په اړه خبرې کوئ چې تاسو یې تل د لیکلو او کتاب سره لري اواحساسوﺉ او دا چې ستاسو کورنۍ په پیل کې نه غوښتل ستاسې د دې کار ملاتړ وکړي۰
اوس له ما سره دا پوښتنه ده: چې اوس څنګه ده : اوس ستاسو مور او پلار  ستاسې د کار په باره کې  څه  فکر کوي ؟ (زه دا خورا شخصی ګڼم چې له چا څخه د دوی د کورنۍ په اړه وپوښتي . د هغوی د مور او پلار ، خویندو او داسی نور و… په اړه۰ ډیر ځله ځواب د درد یا زیان سره ملکری یا حتی د شرم او پرديتوب احساس را مینځ ته کیږی ) . اما شاید تاسو و غواړئ د دوی په اړه یو څه راته ووایاست…؟
زما مور تل زه په خپل کار او لار کې هڅولي یم . زما پلار لا تر دې دمه هم زما د لیکلو په اړه یو څه شک لري ۰ زه فکر کوم چې دا  هغه ته چندان رښتینی کار یا مسلک نه ښکاري. او شاید دا ریښتیا هم وي. ایا لیکوالي د نورو کارو په شان یو مسلک دی او که یوازې عصري توب او ځان مهم ښودل دی؟ زه زیاتره وخت له ځانه دا پوښتنه کوم۰
زه  په خپله کورنۍ کې لومړی کس یم چې د لیسې شهادتنامه لرم. زما د پلار مور – یو کوچنی بزګره – لاهم نالوستې وه ، او په ډیرو نادره شیبو کې کله چې هغې په خورا زحمت او ډیر تمرکز سره خپل لاسلیک په کاغذ کاوه ، نو موږ ماشومانو ته به یې په ټوکه ټوکه کې ویل : غلي اوسئ! ابۍ باید تمرکز وکړی. ابۍ خپل نوم لیکی٬٬. “
کله چې زه لیکنه کوم ، زه په دی پوره پوهیږم چې زه به په کورنۍ کې لومړی کس یم چې لوړو زده کړو ته لاسرسی لرم . تر نن ورځې پورې ، په ځینو ټولنو کې میرمنې له دې څخه لیرې پاتي شوې دي ۰د ماشومانو  پالنه او د کور کارونه  د دوی دنده بلل شوې ده ۰

ستاسو لنډه کیسه  ٬٬ اتمه لور ٬٬ د کور د ښځې او مور د سختیو او کړاوونو دردونکې کیسه بیانوي ۰

زه هغه صحنه د زړه له تله خوښوم چې ستاسو د کیسې  راوی خپله غوسه د هغو پالکو پر  پاڼو سړوي چې د ودي په حال کې دي۰
هغه ، چې دا مهال د خپل اتم ماشوم سره امیندواره ده ، ویره لري چې هغه به ٬٬بیا ٬٬  ٬٬ یوازی ٬٬ یوه لور دنیا ته راوړي . هغه د دې ٬٬ بیا ٬٬  په اړه د قهر او آن د ویرې احساس کوي ۰

تا ویل ، په کونړ کې ، چېرته چې تاسو را لوی شوي یاست ، ډیری نجونې لاهم د لیکلو اجازه نلري . څه فکر کوئ چې څه شي دا لیکوالي میرمنې دومره خطرناکه کوي؟
زه باور لرم ، کومه ښځه چې لیکنه کوي په دوه ډولونو کې پلارواکي ګواښوي. هغه د هنري تولید اود بیا ځلي تولید قوت سره متحد کوي. دا ډیر زیات دی ۰ دا د پلارواکي اقتصاد هغه کړۍ ورماتوي کوم چې د ښځو نه دا یا هغه غوښتنه کوي ۰
دا عجيبه ده. د هنرنه بهر ، د یوې مور په توګه ، زه د نورم استازیتوب کوم  د هنر په داخل کې یوه استثنا یم ۰
له همدې امله له ډیری مودي څخه ځان راته د یو اجنبی یا ( اوفو ) په شان ښکاریده ۰
۰  نن ورځ زه دا حقیقت خوښووم چې زه د هغه چا په پرتله چې ماشومان نه لري ، متفاوت لیکل کوم

زه د کار خپل طرز، خپل معیارونه لرم . ما نور بس کړي چي په یو یا بل ډول د نیمګړتیا احساس وکړم ۰ په بیلا بیلو ټولنو کې ، میندې د ماشوم د هوساینې لپاره خورا مهمی ګڼل کیږی چې په دی اساس  سره دوی اصلا ناکام کیدای شې ۰

 یو مشهور سړي یوځل ویلي وه ،  د نړۍ د میندو دنده ده چې خپل اولادونه سوله ایز و روزي ۰ زه فکرکوم چې  دا هم سمه ده او هم سمه نه . یوازې یوه مور کافی نه ده. دا کار یو بشپړ کلي ته اړتیا لري. پلرونه. ملګري او ملګرۍ ۰ سمې بیلګی یا الګو ته ۰

ایا تاسو کوم ادبي الګو لرئ؟ که داسې وي ، نو تاسو به راته ووایاست؟ زما یوه الګو ویرجینیا وولف ده ، یوه برتانیایی لیکواله ده چې په 19 مه پیړۍ کې په لندن کې اوسېده. هغې لاندې جمله لیکلې : ٬٬ که یوه ښځه وغواړي

 کتابونه ولیکي د ځان لپار پیسو او یوې خونې ته اړتیا لري ٬٬  ۰

 په دی ورستیو کې مې پام شو چې ما می خپله لور د هغې  دزیږیدو سره سم دوه برابره  له سولی سره اشنا کړي ده  ۰ ( د هغی نوم فریدا ده (کوم چې په حقیقت کې  په زړه آلمانی کې د سولې لپاره کارول کیده   ۰
د هغی دویم نوم  پالمه ده ( یعنی ٬٬ تاوبه ٬٬ چي په هسپانیوی کې ٬٬ کوتره ٬ معنا لري)
هغه کله ناکله په حیرانتیا او یا هم شک سره وايي : ٬٬ زه د سولې کوتره یم ٬٬ ـ‎؟
څوګ غواړي د سولی د کوتری په رول کې په نړۍ کې وګرځي۰۰۰۰۰۰؟

او له دی کبله چې زه په خپل فکر کې پاس په هوا کې یم : داسی انګیرنه ده چي ویرجیناوولف خپلو همکارانو ته په  خپلو لیکونو کې اکثرآ دا جمله کارولي یا لاسلیک کړي۰

„له پتنګ څخه ، پتنګ ته

* From butterfly to butterfly /  Vom Schmetterling zu Schmetterling )

ډنیلا

پروژه «نه ویلی (Untold) نور هم لیکل – افغانستان» د KfW د خیریې موسسې یو ابتکار دئ چی له پروژو Untold – Write Afghanistan او Weiter Schreiben سره په ګډه عملی کېږی

 

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner