Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu

ټول تاوتریخوالی خاموشي غواړي«

برلین، د نومبر ۶مه، ۲۰۲۱

Übersetzung: Ibrahim Hotak

„The Berlin winter usually lasts a long time and is very cold. But the sun still comes out reliably.“ © Daniela Dröscher

ګرانې فرشتی !

دا څومره ښه ده چې موږ خپلې خبرې یو ځل بیا پیلوو! ما ډیر ځله ستا په اړه فکر کړی دی. او بیا هم ما ونه شو کولی تاسو ته ولیکم. زه ډیره په احساساتوکې وم. او په عینی وخت کې زړه نا زړه وم او لویه دلهره می درلودله . خو غواړم هڅه وکړم چې زموږ د اړیکو دا تار یو ځل بیا وپییو۰
ستاسو د وروستي لیک او زما د اوسني لیک تر منځ زموږ د هیلو بر خلاف وحشتناکه پیښه وشوه. د ګڼ شمیر خلکو مړینه دغه وخت په „مخکې“ او „وروسته“ ویشي. نه هیڅ زړورو میندو، نه شعرونو او نه د سولې هیڅ کوتري ، چې موږه „مخکې“ له دی په خپلو لیکونو کې سره تبادله کړې، د دې مخه ونیولی شوه.
ډیری هڅې، چې د دې په مخنیوي کې یې مرسته کولای شوای، بې ځایه شوي. مګر بی ځایه څه مانا لري؟ هر هغه څه چې څوګ یي د کولو کوښښ ونه کړی بې ځایه دي. زه باید په دې باور وکړم، زه پوهیږم ۰
تر ګواښ لاندی ژورنالیستانو سره چې زه ورسره په اړیکه کې یم ، زما د ټولی ویرې سره سره ، په ژوند باندی یو
ډول اړین باور احساس کوم . زه د دې میرمنو له زړورتیا او باور څخه متاثره شوی یم.
ما پدې وروستیو کې زده کړل چې زړورتیا یو تش په نامه „میټا احساس“ دی. یو بی احساسه، احساس . او هو، شاید دا رښتیا وي ۰ کله چې زه زړوره یم، زما د سترګو په وړاندې روښانه لاره وی . زه هغو احساساتو ته چې ما له خپلې لارې باسي ، ډیر ځای نه ورکوم . زړورتیا هغه احساسات ماتوي چې ګټور نه وي۰
زه ډاریږم چې له تاسو څخه د اوسنيو( ورځنیو ) چارو په اړه ډیرې پوښتنې وګړم . شاید دا به ښه وي چې اوس د دې لیک متن په بل څه ډک شي ؟ زه نه پوهیږم۰
داسې ویل کیږي چې هر تاوتریخوالی د چوپتیا د رامیځ ته کیدو لپاره تر سره کیږی ، او لیکنه – څومره جې په سوله او چوپتیا کې ترسره کیږي ، هڅه کوي تاوتریخوالی په الفاظو کې را ونغاړی ۰ د هغه د محوه کیدو او شنډولو لپاره
نو. د دې لیک د مودې لپاره به زه هڅه وکړم چې د „مخکې“ وخت په در شل کې پاتی شم۰
ستا ليک مې ډېر په زړه ښه ولګیده ! ایا تا ته می وویل چې زما لور هغه ولوست ؟ هغې د خپل نوم په یادولو دا چې ته د هغې نوم خوښوې، ویاړ کاوه۔
لور مې وایي چې ستا ژبه څومره په زړه پوری او ښکلې ده. او هو، زه هم ورته احساس کوم … او ستاسو د لیک په روح کی یو څه وه چې زه یې په ژوره توګه محسوسوم۰
زه غواړم له تاسو څخه مننه وکړم چې تاسو د خپل مور او پلار په اړه په ښکاره ډول خبرې کوې. اوس زه د هغو دوو کسانو په اړه یو تخمینی انځور لرم چې تاسو ورسره لوی شوي یاست. زه ډیر خواشینی یم چې هغوی نور ژوندي نه دي. یقینا چې تاسو به په هغوې پسی ډیر خفه یاست .
دا عجيبه ده، که نه ؟ په یو چا خپل پلار ډیر ګران وی او ورپسی خفه وی ، که څه هم حتی هغه د هر هغه څه لپاره ودریږي چې سړی یې په وړاندی مبارزه کوي -.
هغه څه چې تاسو د خپلې مور په اړه وایئ زه یې ډیر متاثره کړم ۰ په فابریکه کې د هغې د کار په اړه، د کور کار. همدارنګه څنګه چې هغه ستاسو لپاره ، ستاسو د پلار د ارادې خلاف، ودرېده.
زما مور هم تل هڅه کوله چې ما ژوند او لیکلو ته وهڅوی۰ ډیری پلرونه لاهم هڅه کوي چې خپلې لوڼې له لیکلو منع کړي. ځینې وختونه زه فکر کوم چې ، حتی په آزادو هیوادونو کې، میرمنې لاهم د لیکلو له بندیزونو سره ژورې ریښې لري کومی چې د پلارواکي لخوا لګول شوې دي۰
تا له ډیر پخوا نه شعر لیکل پیل کړي! او ستاسو لومړۍ لنډه کیسه! „وینه“. څه یو سرلیک ! ما تر اوسه په دې نوم هیڅ بله کیسه نه ده لوستې. ایا تاسو هغه ساتلی ده؟
او دا زما لپاره خورا په زړه پوری دی چې تاسو د اوریانا فالاسي یادونه کوئ. ما ستا سو د لیک تر لوستلو پوری ، له اوږدې مودې راهیسی د هغې په اړه فکر نه کاوه.
نوموړې په اروپا کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه د خپلو څرګندونو له امله ډېره جنجالي شوه. هغی په خپلو څرګندونو کې اسلام له اسلامیزم سره یو شان ګڼلی . مګر په هر حال ، هغې له نارینه وو څخه د عجیبو او نا خوش اینده پوښتنو په کولو کې د نه منلو وړ مهارت درلود. له دې امله ډېرو مشهورو سیاستوالو له هغې سره له مرکو څخه ډډه کوله . حتی دیکتاتورانو لکه معمر القذافي او ایت الله خمیني.
او دا سړي د هغې له تیزي ژبی نه سخت په ویره کي ول ۰!
ما لوستلی چې فالاسي د فاشیستانو ضد کورنۍ کې لویه شوی. ویل کیږي چې مور یې یوه ډیره زړوره ښځه وه. په یوه مقاله کې، اوریانا فالاسي د „ماتیدونکې زمري“ په توګه یاده شوې. زما دا انځور خوښږی .
زما مور د زمری د ستوري په دایره زیږیدلې وه؛ او هو، هغه یقینا یوه زمرۍ ده.
پلارواکي دوي مات کړل، دوی یې و ځورول ، خو له مینځه یو نه وړلای شوای. دا یو لوی توپیر دی
تاسو په خپل وروستي لیک کې د هغو لیکونو یادونه کړې چې تاسو هیڅکله نه دي لیږلي. د بیلګې په توګه ستاسو پلار ته لیک. او یا هم ستاسو ملګرې ته لیک. ایا ستا مور ته هم یو لیک شته – اجازه ده زه دا پوښتنه وکړم؟ ته به هغې ته څه لیکې؟
له څه مودې راهیسې زه ددی تصور لرم چې له نورو ښځینه لیکوالو سره یوځای د ځواکمنو میرمنو په مینځ کې میرمنو ته لیکونه و لیکلم . شاعرانه ليکونه. زه باور لرم چې لیکوالان کولی شي ژبه په داسې طریقه وکاروي چې په واک کې کسان بیا غوږ ونیسي . رښتیا یې واورئ۰.
د زورواکو ښڅو زړونو ته څنګه ورسیږو؟ د مثال په توګه، تاسو به د آلمان د بهرنیو چارو په وزارت کې ښځو ته څه و لیکئ؟
تاسو وایی چې تاسې اکثرا یوازې یاست، او ستا لپ ټاپ ستاسو د یوازیتوب ملګری دی. دا یو ښکلی انځور دی. ایا تاسو اوس مهال یو څه لیکئ؟ ایا تاسې د وجود دننه او بهر پوره ارامتیا لرئ؟ او په غوږونو کې مو سم میوزیک انګازې کوي؟۰
هرکله چې زه پوه شم چې زه لیکل نشم کولی، دباندی چکر ته ځم او یا هم نندارتونونو ته ځم۰
په برلین کې یوه هنرمنده اوسی ، چې مشتري هلال نومیږی او په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه را مهاجره شوې ده۔
هغې د افغان توکمه هنرمندانو تر منځ د اړیکو یوه اغیزمنه شبکه جوړه کړې ده ۰ نوم یې ۰۰۰۰۰۰۰
AVAH :https://avah.info
ده۰د مشتري د عکسونو څخه یو زما دخوښي عکس ٬٬ لمس کول په جامو کې) ده ۰
زما په اند دا د هغې په نندارتون کې
https://www.moshatri.de/selected-work-1
٬٬ ګرم بالښت زما مور وه. کمبله زما پلار٬٬
نومیږی ، وه۰
The warm pillow was my mother. The blanket my father
„ښځه چیرته خوشحاله ژوند کوي؟“ تاسو دا پوښتنه کړی ؟ زه نه پوهیږم
ایا موږ به یوه ورځ واقعأ سره وینو؟زه دا هیله لرم۰ ډیره !
ما له تاسو سره له اړیګو نه ډیر څه زده کړل، او له دی کبله ډیره منندویه یم . زه غواړم ستاسو او ستاسو د هیواد په اړه ډیر نور څه هم زده کړم ۰ نور هم ولولم ، نوره پوه شم۰
په برلین کې لا دمخه ډیر یخ دی. زما احساس راته وايي: لومړۍ واوره به ژر ووریږي. له هوا نه خو داسی معلومیږی . په برلین کې ژمی معمولا اوږد او ډیر سوړ وي. مګر لمر په هر حال کې په یقینی توګه راښکاری . نه هره ورځ، نه هر ساعت. مګر هر ځل بیا، بیا ۰
زه تاسو ته دزړه له کومی سلامونه وړاندی کووم او په بی صبرانه توګه ستاسو د خبر په انتظار یم۰

دانیلا

پروژه «نه ویلی (Untold) نور هم لیکل – افغانستان» د KfW د خیریې موسسې یو ابتکار دئ چی له پروژو Untold – Write Afghanistan او Weiter Schreiben سره په ګډه عملی کېږی
Nächster Brief:

Ich liebe die Herbstblätter nicht mehr - Brief 4

Hier ist es kalt geworden. Der Herbst hat alle Blätter von den Bäumen gefegt. Ich denke, der Herbst geht mit Hoffnungslosigkeit einher. Dabei haben mir die gelben Blätter dieser Jahreszeit immer gefallen. Ich mochte diese Blätter, denn sie tanzen, obwohl sie wissen, dass es die letzten Tage ihres Lebens sind. Sie tanzen mit den Füßen einer jeden Person, die vorübergeht. LesenText im Original

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner