Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Freshta Ghani & Daniela Dröscher > Ich liebe die Herbstblätter nicht mehr - Brief 4

نور د خزان له پاڼو سره مینه نلرم

Übersetzung: Dr. Lutz Rzehak

„I don’t love the autumn leaves anymore. I no longer see them dancing. All I see is hopelessness and that hurts me very deeply.“ © Freshta Gani

ګرانې دنیلا؛
دلته هوا سړه شوې. خزان ټولې پاڼې ورجولې. زما په نظر خزان تل له نا امیدیو سره مل وي، خو ماته د دې فصل زیړو پاڼو خوند راکاوه. زما دا پاڼې ځکه خوښېدې، چې که څه هم پوهیږي د ژوند وروستۍ ورځې یې دي، خو بیا هم نڅیږي. د هر لاروي د پښو له تګ سره نڅا کوي. خپل امېد له لاسه نه ورکوي. مخکې مې خوښېدل، چې داسې لارو کې وګرځم چې ښې ډېرې وچې پاڼې پکې پرتې وي، د خوښې موسیقي مې واورم او په موسکو شونډو له ونو او بوټو سره خدای پاماني وکړم، خو نن سبا بیخي بل ډول یم.
دنیلا! تا کله داسې احساس کړی چې کوم څيزونه چې دې مخکې خوښېدل، یو دفعه ای درباندې بد ولږي او ټوله لېوالتیا دې د هغه څېز په مقابل کې له مېنځه ولاړه شي؟ زه دغسې شوې یم. نور د خزان له پاڼو سره مینه نلرم، نوره یې نڅا نه وینم، یوازې نا اميدي پکې تر سترګو کیږي، چې دا ما ډېره ځوروي.
ته پوهېږې یو انسان کله له پښو لویږي، کله چې له هغه نه د هغه هویت واخیستل شي. زه او کورنۍ مې جګړو او فقر سخت وځپلو، خو بیا هم یوه خاوره مو درلوده چې خلکو د هغه له لارې مونږ وپیژندلو. هغه شېبه مې نه هیریږي، چې وطن مو تروریستانو ونیوه. زه او میړه مې تلویزیون ته ناست و، چې د افغانستان په اړه خبرونه واورو، یوځل هرڅه بدل شول. آن د تلویزیونونو نشرات بدل شول. وا مو ورېده، چې ټول افغانستان طالبانو تر ولکې لاندې راغی. دا ډېر درد لري، چې ته په پردي مملکت کې د خپل هېواد بربادي ووینې.
زه او میړه مې سره ناست و. دواړو په چیغو چیغو ژړل، نه ما او نه هم هغه جرات کولی شوی چې یو بل ته تسلي ورکړو. دا ډېر بد حالت دی. په سترګو مې تیاره شوه. نور ټوټې ټوټې شوم. مخکې مې فکر کاوه، که ژوند مې په تاجکستان کې ونشي، نو بیرته به افغانستان ته لاړه شم، خو نوره بیخي نا امیده شوم. نه د مخکې تګ او نه هم د شاته تګ لاره راته پاتې شوه. دلته د تل لپاره اوسېدی نشم، ځکه دا هیواد مهاجر نه مني، نورو هیوادونو مې غوښتنې نه دي منلي او افغانستان ته خو بیخي تلی نشم. نور هغه خاوره له لاسه وتی ده. تروریستانو خپل تور قانون پلی کړ.
یوې ماشومې د خپل پلار په غېږه کې ساه ورکړه، څو نور ماشومان د هوایی ډګر په ګڼه ګوڼه کې له پښو لاندې شول. ښځې په کورونو کې بندې شوې. هغو چې وطن سره له زړه مینه کوله، مجبوره شول، په نیمه شپه وتښتي. موسیقي حرامه وګڼل شوه. نور به شور زمونږ په ښار کې نه وي. بهرنۍ الوتکو بیړني پروازونه پیل کړل. ځينې په طیارو کې پورته شول او لاړل، ځینې نور چې له وحشته په وېره کې و. د طیارې په بالونو کې یې ځان کلک کړل، چې ګوندې له دې ماتمه به یې وباسي. طیاره پورته شوه، ټول ترې راولوېدل. د چا لاس د چا پښه، د چا ورمېږ مات شول، خو ځینو بیا دغلته ساه ورکړه. درې تنو ځانونه تر نورو کلک کړل. د لوړې فضا نه، نه و خبر، چې باد څومره تېز چلیږي او آکسیجن بندیږي. لا یې هیلو په زړونو کې موجونه وهل، چې لکه چې وژغورل شول، خو قاتل باد هغوی له طیارې را خوشي کړل. په ځمکه یې وویشتل. په داسې مرګ یې ووژل چې هیچا خیال نه کاوه. ددوی په کورونو کې د غم دسترخوان خور شو، خو نړېوالو ددوی په مجبورۍ وخندل. بی عقلي ته یې پوزخند وکړ او ټوټې شوي بدن ته یې د احمق کلمه وکاروله.
دنییلا باور وکړه، دوی احمق نه و، کله چې دې هېواد وحشي تروریستان ونیسي، هره لاره امتحانوې چې ترې وتښتې. دا زما د هیواد وضعیت دی. زیاتره خبریالانې چې زما ملګرې وې، راسره په تماس کې شوې چې دندې یې له لاسه ورکړي او کورونه یې د طالبانو له خوا تالاشي شوي، سختې وېرېدلې دي. ژوند یې په خطر کې دی. ما یوازې دوی ته ژړل. د ورځو او هفتو په تېرېدو ځینې یې له افغانستانه ووتې او ځینې لاهم همالته دي. دوی هم په کورونو کې بندیوانې دي.
زه اول څه درته ولیکم؟ کله انسان دومره غمجن وي چې هیڅ نه پوهېږي خپل درد په کومو کلمو بیان کړي، تا ویلي کله چې ته لیکل نشې کولی بهر ته وځې او یا نندارتونو ته ځې، خو زه چې لیکل نشم کولی له ځان سره هم خپه وم، د باندې نه وځم، فیشن نه کوم او دغسې په فکر کې غرقه وم. له همدې لپاره ډېر کله هڅه کوم، که هر ډول وي، باید د زړه خبرې په کاغذ ولیکم. اجازه ورکړم چې له ذهنه مې بهر شي، زما په ګمان تا ښه ویلي زه باید زړوره شم او په احساساتو د غلبې چل زده کړم.
تا په لیک کې د اوریانا فالاسي یادونه کړې، چې څومره جرات یې درلود او ډیری کسان یې تر اغېزې لاندې راتلل. زه باید اعتراف وکړم، چې ته تر ما ډېره اوریانا فالاسي پیژنې خو زه درسره وعده کوم، چې زه به مې هم د هغې په اړه مطالعه ډېره کړم. ډېره مننه چې دومره ښه موضوعات دې راته په لیک بیان کړل.
له ټولو دردمنو خبرو چې تېره شم، یو ښه خبر ماته دادی چې زه حامله یم. اوس مې ماشوم د ۷ میاشتو دی او زه ډېره خوشحاله یم، چې هغه یوه نجلۍ ده. په دې افتخار کوم، چې وجود کې مې د یوې نجلۍ زړه درزیږي. که مونږ مېندې نجونې داسې وروزو چې زړورې وي. له هېڅ شي ونه ډارې شي. ځانته منحصر اهداف ولري. لوړو مقامونو ته ورسیږي. په نړۍ کې مینه او عدالت پلی کړي نو خامخا به دغه نادودې او هغه څه چې د نرواکۍ او پلار واکۍ په نوم کلمې شتون لري نورې له مېنځه ولاړې شي. زما هیله داده چې زه مې لور داسې وروزم، چې په نړۍ کې د یوه مثبت بدلون ډېوه شي. هغه ډېوه چې هېڅ کله نه مړه کیږي او تل به د تاریخ په پاڼو کې روښانه وي. ما هغې ته د اوریانا نوم ټاکلی. ستا په نظر څنګه دی؟
ریښتیا را یاده شوه، چې تا له ما پوښتلي چې که زه د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې ښځو ته څه ولیکم. زه د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې بوختو ښځو ته وایم« زه په تاسې افتخار کوم، تاسې د هغه څه لپاره چې نن یاستئ سخته مبارزه کړې ده. دا د نړۍ ټولو ښځو ته د افتخار وړ موضوع ده، تاسې خوشبخته یې، چې هېواد مو آرامه دی او د پرمختګ لپاره هڅې کوئ، خو له تاسې هیله لرم، مونږ مه هېروئ، افغانې ښځې هم ستاسې په څېر بریالیتوب غواړي خو که لاس یې ونیول شي».
په پای کې باید ووایم، کوم لیکونه چې ما پټ خپلې مور یا پلار ته لیکلي دي، هغه ډېر محرم دي، شاید یوه ورځ مې زړه وشي، چې چاته یې په اړه څه ووایم او یې خپاره کړم، خو اوس لپاره مې د ذهن سربېره په کمپیوټر کې هم پټ ساتلي دي، نو ځکه له تاسې بخښنه غواړم چې د هغه په اړه څه درته لیکلی نشم.
مونږ یوه اصطلاح لرو چې وایې غرونه یوبل ته نه شي رسېدلی خو انسان، انسان ته رسېدلی شي. شاید زه او ته هم یوه ورځ سره ووینو او دا ولاړ دېوال مو چې تر منځ دی ونړوو. زه باور لرم.
دنیلا؛ زه نن ډېره وغږېدم، خو اجازه راکړه په پای کې یوه خبره درته وکړم، مننه چې ماته دې د لیکلو موقع راکړه. دا چې تاته لیک لیکم، نو د آرامۍ احساس کوم او ډېر څه مې له تا زده کړل.
له مسکا سره،
فرشته غني

پروژه «نه ویلی (Untold) نور هم لیکل – افغانستان» د KfW د خیریې موسسې یو ابتکار دئ چی له پروژو Untold – Write Afghanistan او Weiter Schreiben سره په ګډه عملی کېږی
Nächster Brief:

Ich liebe die Herbstblätter nicht mehr - Brief 4

Hier ist es kalt geworden. Der Herbst hat alle Blätter von den Bäumen gefegt. Ich denke, der Herbst geht mit Hoffnungslosigkeit einher. Dabei haben mir die gelben Blätter dieser Jahreszeit immer gefallen. Ich mochte diese Blätter, denn sie tanzen, obwohl sie wissen, dass es die letzten Tage ihres Lebens sind. Sie tanzen mit den Füßen einer jeden Person, die vorübergeht. LesenText im Original

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner