Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Naeema Ghani & Heike-Melba Fendel > Ich erlaube mir, Dir das zu erzählen - Brief 3

زه ځان ته اجازه ورکوم چې تاسو ته دا ووایم

برلین او مونیخ،  د اکتوبر۲۳  مه ،۲۰۲۳

Übersetzung: Ibrahim Hotak ins Paschtu

© Heike-Melba Fendel

ګرانې نعیمې !

ستاسو له ارزښتناکه کرښو مننه. دوی ما په بیلابیل ډول هڅوي. د مثال په توګه، د غرور او شرم په ښکاره خورولۍ کې چې تاسو یې ترسره کوئ.

څوک په حقیقت کې د ویاړ کولو لپاره اصلي هڅونه لري او څوک دواړه – غرور او شرم – د احساساتو په توګه ګوري چې دواړه ارزښتناک او په عیني حال کې ویجاړونکي وي ۰

لکه څنګه چې ما مخکې لیکلي، شرم زما همیشنی ملګری دی. له بلې خوا وياړ ما ته يوازې د يو لنډ تحرک په توګه راځي. یو تحرک چې ماته تفریبا حرام ښکاری ، که څه هم زما په یاد نه دي ، چې دا به کله هم زما لپاره منع کړشوی وي

زه په خپل ځان ویاړ کول بې ځایه ګڼم او په بل چا باندې فخر کول د برید یا تجاوز ترحده راته ښکاري .

 اوس، کله چې زه دا لیکم، زه له ځان نه دا پوښتنه کوم  چې آیا زما لور شاید دا هیله درلوده، یا حتی اوس به هم دا هیله ولري چې زه په هغې وویاړم. یوازې د دې لپاره هم چې دا ویاړ هم د مینې په توګه درک کیدای شي.

البته نه د پرون یا پخوا په څیر، چې پلرونو به خپل احساسات یوازې د خپلو اولادونو د فعالیت او بریا پر وخت څرګندول . او له دریم کس سره به په دې هکله نه چې ماشومان څنګه دي ، بلکې په دی هکله ،  چې دوی په مسلکي توګه څه ترلاسه کړي دي، غږیدل۰

ما په حقیقت کې هیڅکله ددی پروا نه درلوده چې زما مور او پلار زما او زما د ژوند په اړه څه فکر کوي.

ډیر وروسته زه دی ته متوجی شوم  چې  زما پلار خورا  ویاړکاوه  کله به یې چې زه په  تلویزیون یا ورځپاڼه کې ولیدم . ځکه چې هغه پوهیده چې نورکسان هم ما وینې.

هغه په ​​ما ویاړ نه کاوه ځکه چې هغه زما په اړه نور څه نه پوهیده او اولا هم نه پوهیږي. هغه په دی ویاړ کاوه چې خپله لور نورو ته ورښکاره کړي۰

دا په بشپړ ډول د بریاوو فخر سره هیڅ تړاو نه لري، حتی ډله ایزې لاسته راوړنې، چې تاسو یې تشریح کوئ. غرور چې د خوښۍ ریښه لري

زه پوهیږم چې زما مور ما ته خوشحالیده او زما په لیدلو به هم خوشحاله وه.  ما یوځل له هغې نه وپوښتل.“ په رښتیا کله چې خلک له تا وپوښتي چې زه څه کار کوم، تاسو څه وایاست ؟“

 هغې ځواب راکړ او ډیر یې وخندل : هو، زه تل وایم چې تاسو هیڅ کوم خاص کار نه کوی „.

زه هغه وخت یوه ژورنالیسته وم او د مشهورو فیشنې مجلو لپاره مې له مشهورو خلکو سره مرکې کولي ۰

یوځل ناخبره د هغې کور ته ورغلم و له خپلو ملګرو سره یې قهوه څښله۰  مجلې په میز باندې پرتې وې – زما د مقالو پاڼې په احتیاط سره خلاصې شوې وي۰

زما مور تل د خپل ټاټوبي کولن سره ډیره مینه درلوده. زه هیڅکله هم نه پوهیدم چې یو څوګ دې د یو ښار سره دومره مینه وکړئ. دا یو غلط احساس دی، لکه څنګه چې فخر زما لپاره هم یوغلط  احساس دی۰

 په نړۍ کې د کور په اړه ستاسو نظر، که هغه هرچیرې او هرڅرنګه موږ ته خپل ځان څرګندوي او په هر ځای کې چې موږ یو، خورا ښکلی نظر دی. زه دا د یو خیال په توګه ګورم ، یو ځای ،  داسې  چې زه غواړم  هلته ور ورسیږم. زما مور ټول عمر په کولن کې پاتې شوي ، ځکه د دي خای سره یې مینه درلوده،او اووه کاله کیږي چې هملته خښه هم ده ۰

د دې کال د اکتوبر په دریمه د آلمان د یووالي په ورځ زه د تل لپاره له کولن څخه ولاړم. ما د کولن او برلین تر منځ 23 کاله  تګ راتګ وکړ. د دوو ښارونو ترمینځ ، یو درته ټاکل شوی ښار او  بل درته د تیښتې ځای نه د ښه راغلاست ښار.

کله به چې له ما نه پوښتنه وشوه چې چیرته اوسیږم.“ زه په دوو ښارونو کې ژوند کوم،“ دا زما ځواب وه ۰ خو په  حقیقت کې، ما په بې باورۍ کې ژوند کاوه، په ترانزیت کې، ددوی په مینځ کې.

نوپه دی اساس ما نه د کولن په وړاندی او نه هم د خپل نیم ژوند په وړاندې چې ما هلته تیر کړي ،  پریکړه  کړې، بلکې  د ناڅرګندتیا په وړاندې.

تاسو د پریکړې د اړتیا په اړه لیکئ،  چې څنګه هغه وکولي شي او او ویې نیسې او د کولو یا نیولو  وړتیا یې و لرئ ۰

زما په اند دلته یو مهارت خورا مهم دی. د دې مهارت یوه برخه د سم وخت پیژندل دي. تر هغه چې دا زموږ په لاس کې وي چې دا پخپله کولی شو او اړین وخت ولرو.

۲۳ کاله وخت یې ونیو چې زه دی ځای ته ورسیږم او پوهه شوم چې  زه نورنه غواړم  د دی دوو ښارونو تر مینڅ تګ  راتګ وکړم او دغه حالت  پای ته ورسوم.

دې کار زه لا دمخه اوله ډیرو کلونوراهیسی ځورولی او ستړی کړی وم  خو بیا لاهم داسې راته بریښيده چې د هغې لپاره هیڅ بدیل نشته – دغه د بدیل کلمه له څو کلونو راهیسې د آلمان په سیاست کې خورا مروجه شوی ده . دا یوه غمجنه کلمه ده ځکه چې دا د امکان احساس رد وي. بیا یو څه پیښږی چې زه فکر کوم تاسو به پوه شئ:

 ما په ناڅاپي ډول د تګ او راتګ په اړه یو کالم ولیکله، ډیرعادي او لږ څه مبالغه امیز، هیڅ کوم ځانګړی نه . څو اوونۍ وروسته مې دا متن بیا ولوست، په ښکاره یې راته وویل: دا طنزیه مبالغه نه ده، دا ستا ژوند دی. اویو ناڅاپه دا یو ژوند و چې ما نور نه غوښتل وی کړم. دا متن د ما دعمل لپاره انګیزه شوه. دوه اوونۍ وروسته، می هغه ګران کور وپلوره  اود الوداع (د خدای پامانۍ ) ویلو لاره هواره شوه۰

نعیمې ، زه ځان ته  د دې اجازه ورکوم چي تا ته دا ووایم  ، ځکه چې تاسو د زړه د باطني ځواک په اړه لیکئ. او دا ځکه چې دا ممکنه ده چې دا ځواک د هغو کلمو له لارې هم لاره ومومي چې له هغه ځایه سرچینه اخلي. او همدا  پریکړې  بیا په عمل بدلیږی .

 نو زه په ښه روحیه روانه شوم ، مګر دا روانیدل د نامعلوم درد سره تړلی وه. په کولن کې زما وروستۍ ورځې او ډیری بې خوبه شپې له شدیدو احساساتو سره مل وې چې زه د یو کنټرول شوي او حاکم شخص په توګه ورسره عادت نه وم. ما د راین په پلونو باندې  قدمونه وهل ، د کولن کاتډرال ( دوم ) او ډیری رومې کلیساګانې مې ولیدلې  کومی به چې زما وفات شوی خور، د ښار د یوی لارښودې په توګه په خورا مهارت سره تشریح کولي .

 د پلونوپه سرد ګرځیدو په مهال ما سره یو اغیزمن احساس پیدا شو اونه یوازې پوه شوم، بلکې د لومړي ځل لپاره مې احساس وکړ ،چې زه هم له دی ښار سره مینه لرم۰

احساسات خورا بې ثباته دي، نعیمې ، او زه د هغه وضاحت ستاینه کوم چې تاسو یې کولی شئ د دوی نقشه جوړه کړئ او د اخلاقو په زړه پورې نسخه کې یې واچوئ. حقیقت دا دی چې هغه شیبې چې موږ په بشپړ ډول له ځان سره یو او زموږ د احساساتو روښانه کول هم هغه شیبې دي چې موږ له نورو سره نښلوي. هرچیرې،هر ځای۰

او په دې توګه په کولن کې دما د کور له لاسه ورکول، چې ما د اکتوبر له دریمې راهیسې پریښې،  یو د حیرانتیا دوامدره احساس را پیښ کړی،  چې په دی ترتیب له ستاسو او د ډیرو نورو خلکو سره همغږي کوي له کومو سره چې زما په څیریې، خپل وطن په خپله خوښه نه پریږدي. دا ماته یو اندازه د هغې خدای پامانۍ ( الوداع) درک راکوی چې د دا ډول تیښتې او کډوالۍ يې له ځان سره لري ۰زه هیله لرم چې دا خبره درته مغروره ښکاره نه شي ، مګر ستاسو خبرو زه دې ته وهڅولم چې د هغه څه په اړه ونه شرمېږم چې ما له نورو سره نږدې او وصل کوي ۰

په ورته وخت کې چې زه دا لیکم ، د موږ ټولو ساه قریب دریږی ، ځکه چې  هغه څه د نړۍ د سترګو په وړاندې یوځل بیا  پیښیږي د کوم چې تصور يې نه کیده خو په ورته وخت کې د انسانانو له خوا ممکن شوی ده .

زه له تورو (کلمو)  سره هم مبارزه کوم، د دواړه سره ، هم د ویل شوي او هم د لیکل شوي سره ، ځکه چې زه داسې کلمې نه شم موندلی چې نه یوازې معنی لري، بلکې یوازی بیان کړي.

زه فکر کوم چې موږ له بل هر وخت نه کم نظرونو یا لیدلورو ته اړتیا لرو،  یا یقینې کیدو ته  – تاسو هم د ډاډ د زیانونو په اړه لیکلي وه . په دې ټولو کې، زموږ خبرې ( توري) نه یوازی ضایع کوو ، بلکې ابس دی ۰

زه دا شپې او ورځې زما د اوسیدو یوازینی ځای ، برلین کې،  بې ساه او بې خبرو تیروم. زه په کوڅو او ګاونډ کې ګرځم ، چیرې چې عرب توکمي خلک د اسراییلو په وړاندې خپله غوصه څرګندوي.  زه د برانډنبورګ دروازې مخې ته ولاړه یم، چیرې چې سیاستوال د 10,000 خلکو په وړاندې له اسراییلو سره خپل پیوستون څرګندوي. زه هغه پیغامونه لولم چې زما لوريې ما ته له ویانا څخه رالیږلې او همغه خالي ځایونه حلقه کوي!

او زه بیا بیا ژاړم او اوښکې تویوم ، ولی هیڅوک یې نه وینی او نه  خبریږی ، مګرچې اوس تاسو خبر شوی ۰

او زه د هغه څه په اړه فکر کوم چې تاسو د شبنم څاڅکو په اړه لیکلي و  چې د هغوو نه څه جوړیدای شي ۰ شاید زموږ اوښکې هغه بی پروايي او بی حسی له ځانه سره یو څه اوبه کړي او یو څه په حرکت راولی !  (یو ډیر محتاطانه ٬٬شاید٬٬ .) !

  تاسو پوهیږئ، موږ یو عملي ژوند لرو: هغه شیان چې موږ یې کوو، دندې او اړیکې چې موږ یې تعقیبوو، او هغه ځایونه چې موږ پکې اوسیږو. زما عملي ژوند ډیربوخت او متنوع دی، مګر دا د یوکیمیاوي پروسې په څیر ژوند دي چې یو ځل د قوي ارادې د غبرګون په واسطه حرکت کوي اونور د قوانینو سره سم ترسره کیږي  چې زما لپاره ډیر پردی دي ۰

موږ هغه ژوند هم لرو چې تاسويې  موقعیت د زړونو په کونج  کې وینئ. هلته موږ کولی شو هغه کور رامینځته کړو چې تاسو یې په اړه لیکئ ، کوم چې د نړۍ په هر ځای کې دوام کولی شي ، د کوم په لور چې موږ فکر کولی شو ، لیکلی او احساس کولی شو۰

د اکتوبر د دریمې نیټې په سهار، زما د سفر نه لږ وخت مخکې، زه د کولن په شمال کې په هدیره کې د خپلې مور قبر ته ورغلم. ما د خپلو شونډو په رنګ د هغې په قبر باندې زړه رسم  کړ او له هغې مې وپوښتل چې ایا غواړي ماته یو څه ووایی. د هغې ځواب ډیر ګړندی وه۰

هغې ماته وویل: “ نړۍ احساس کړه!

ستاسو

هایکه

Voriger Brief:

Wofür wir uns schämen sollten - Brief 2

Naeema Ghani an Heike-Melba Fendel: Ich schicke Dir liebe Grüße. Deinen Brief habe ich mit Freude gelesen, vielen Dank! In den sozialen Medien habe ich vom Erscheinen Deines neuen Buches erfahren, aber mein Deutsch ist nicht gut genug, um es lesen zu können. Deshalb habe ich die Lektüre erst einmal aufgeschoben. LesenText im Original

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner