ګرانې هایکې سلامونه!
مننه چې وخت دې وموند او دوهم لیک دې ترما راورسید.
لیک ته دې په تمه وم، ځکه موږ شرقي ښځې ډير کله د زړه خواله اړین ګڼو.
تاسو هلته د ویاړونو او شرم په اړه لیکلي و.
هو، په هغه ټولنه کې چې زه را لویه شوې یم دا مفاهیم ډېر راته اشنا دي. زموږ ویاړونه په کورنیو، قومونو او قبیلو پورې اوحتی په وطنونو پورې اړه لري. موږ ډېر وخت د داسې خلکو په کړڼو ویاړو چې هیڅ یې پیژنو نه او یا هم د داسې خلکو په کړنو باید د شرم احساس وکړو چې په موږ پورې هیڅ اړه نه لري. دا د ویاړ او شرم ټکي ډېر کله موږ ته د خپلو عیبونو د پناه کیدو چانس راکوي او کله مو بیا د خپلو ښکلاوو له لیدلو څخه راایساروي. موږ چې کله ماشومان ښوونځي ته لیږو نو دا ورته په غوږ کې وایو چې ته باید زما لپاره ویاړ راوړې او یا هم دا چې، ما ونه شرموې! دا چې دا دوه لنډ مفاهیم څومره ډارونکي دي، دا یوازې هغه ماشوم حس کولای شي چې د کتابونو د درانده بکس تر څنګ یې دا سپارښتنې هم د یو درانده مسوولیت په توګه په مغزو کې د تل لپاره ځای نیسي او باید له دې وروسته یې ورسره ولیږدوي.
زه هماغه ستا خبره تکراروم چې د شرم او افتخار مفاهیم ارزښتناک او په عین حال کې ویجاړونکي دي. که زه ووایم چې دا مفاهیم به په اسانۍ له ټولنې ورک شي نو ښايي دا مبالغه واوسي خو دومره ویلی شم چې باید په ډېر احتیاط چلند ورسره وشي.
ګرانې هایکې : تاسو لیکلي چې څومره درته سخته وه چې د دوو ښارونو په مینځ کې یو انتخاب کړی او بیا هم هر څه پرېښودل درته اسانه نه وو. زه ډېره لیرې نه ځم دا څو میاشتې مخکې ما د خپل سفر کیسه لیکله، نو زه بیا ورته په ژړا شوم پرته له دې چې زه دې په دې اړه له مخکې پریکړه وکړم. ژړا او خپګان داسې څه ندي چې انسان دې هغه کنترول کړای شي. زه وینم چې ډیر کسان پرته له مخکینۍ پریکړې اړ کېږي چې په یوه ورځ خپل هرڅه پرېږدي او کډه وکړي. دا کډه کول د انسان په روح ډېر ژور تاثیر اچوي او یوازې هغه خلک یې تشریح کولای شي چې له داسې یوه حالت سره مخ شوي وي. هو، لکه د ژوند بل هراړخ، ان د سفر په څېر هیجان پارونکی شی چې تاسو یې هم یادونه کړې کله کله کیدای شي د انسان لپاره ځورونکی شي. په تیره بیا هغه وخت چې د یوه خوندور او د خاطراتو د ټولولو د سفر په ځای د یوې تېښتې یا هم بې بدیله انتخاب به اړه فکر کوې.
د جنګي ټولنې خلک له کډې سره عادت شوی او دا یې د ژوند یوه برخه جوړوي او ډېر کله یې کډې په خپله خوښه نه وي.
په دې اړه مې زه تل د خپلې انا خاطره رایادوم. هغې ویلي و چې سل کاله مخکې د افغانستان د جګړو پر مهال، په یو کال کې څو ځله موږ د جګړې له ویرې له هوارې څخه غرونو ته کډه وکړه او هلته به مو شپې تیرولې دا ځکه چې د دوی کورهغې لارې ته نږدې و چې جنګیالي به پرې تیرېدل او په تلو تلو کې به یې وژنې، ورانی او ویجاړي کوله.
هغې ویل چې کله به موږ کډه په اوښانو بار د کلیو په منځ کې تیرېدو نو خلکو دومره ځله موږ لیدلي وو چې ښځو او ماشومانو به د بام له سره زموږ سیل کاوه او یو بل ته به یې غږ کاوه: هله راشی چې د جګې ښځې ګډه بیا راغله!
اوس چې کله د دې خاطرې په اړه فکر کوم نو له ځان سره وایم چې هغه جګه ښځه په تاریخ کې په یو سمبول بدله شوې چې لا تر اوسه نسل په نسل کډه په شا ګرځي او تاریخ په خواشینوونکي توګه تکرارېږي. زما انا، زما مور بیا زه او ښایي زموږ راتلونکي نسلونه.
لومړی ځل زه ماشومه وم، موږ د جګړې له امله ګډه وکړه او له ښار څخه کلي ته ولاړو هغه وخت ما، زما مور، خویندو او ان زما پلار هم ډېر وژړل. له هغه وروسته ما پریکړه وکړه چې که له یوه ځایه بل ځای ته ګډه کوم نو نه به ژاړم. مګر دا هر څه هسې یوه په یخ لیکل شوی لیک و چې د لمر په راختو اوبه شو، ځکه چې کله زه په وروستي ځل له افغانستانه را وتم نو ما په شپو شپو وژړل. ښايي دا ژړا به د یوه پای په اړه وي. ښايي دا به دې یوه تللي څه د ماتم وروستی مراسم وي یا هم ښايي دا ژړل به د یوه نوي پیل په اړه وي لکه د یوه ماشوم ژړا چې یوې نوې نړۍ ښه راغلاست ته سترګې پرانیزي. نه پوهیږم! یا به ښه وي چې ووایم، دا به وخت ته پرېږدو چې روښانه یې کړي.
ما ته جالبه خبره ده چې موږ دواړه دا لیکونه له برلین څخه لیکو چیرته چې د جلاوالي دروندوالی یې د یوه اوږده دیوال په بڼه په خپله سینه حس کړی او ډېرې داسې کیسې به ولري چې د انسانانو لپاره به اوښکې او احساسات وي او یا هم ډېرې داسې کیسې چې ښايي هیڅ لیکل شوې هم نه وي. بیلوالی تل دردونکی دی که هغه د دوو تنو مخه ښه وي، د یو ښار پرېښودل وي او یا هم په هدیره کې له یوه قبر سره خدای پاماني. زما د مور، پلار، خور او ورور قبرونه په داسې سیمه کې وو چې هلته جګړه وه او ما کلونه کلونه هغه نه دي لیدلي او له ما بدچانسه خلک به هم وي چې د خپلو عزیزانو قبرونه به یې معلوم هم نه وي او یوازې یوه ښار ته به د یوې لویې هدېرې په سترګه ګوري. دا هر څه ډېر بدرنګ دي او دا ځکه چې د یوه ډېر ویجاړونکي مفهوم(جګړې) څخه رازېږیدلي دي. جګړه ژوند ختموي او له دې ورهاخوا هیڅ هم نشته. که رښتیا ووایم زه له جګړې او ټولو هغو دلایلو څخه چې جګړې ته لاره هواروي ستړې شوې یم.
په پای کې وایم چې هو نړۍ د خپلو بچیانو له لاسه ډېره ځوریدلې او ورځ په ورځ ځورېږي. زه هیله لرم چې سوله غوښتونکي انسانان رامخته شي او نړۍ احساس کړي او پرېنږدي چې لا ډېره وځورول شي. زه هم ستاسو لاسونه په لاسونو کې نیسم، په برلین کې ستاسو یوازیتوب او ستاسو لیکلې کرښې په ټوله معنا احساسوم.
په پوره همدردۍ
نعیمه
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Naeema Ghani & Heike-Melba Fendel > Ich habe Kriege und alles, was Kriegen den Weg bereitet, so satt - Brief 4
زه له جنګونو او هر هغه څه څخه ستړی شوی یم چې جنګونو ته لاره هواروي ظ 4
Übersetzung: Dr. Lutz Rzehak aus dem Paschto