Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu

کړنې چې ټول انسانان باید پرې وشرمېږي - 2

Übersetzung: Dr. Lutz Rzehak aus dem Paschto

© Naeema Ghani

 

ګرانې هایکی مینه او سلام!
ستا لیک مې ولوست او په لوستو یې خوشحاله شوم. ډېره مننه!
ما هم ستاسو د نوي کتاب د خپراوي په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ولوستل خو زما الماني دومره ښه نه ده چې زه دې پرې کتاب ولولم، نو د هغه لوستل مې راتلونکي ته پرېښودل.
ستاسو په لیک کې مې ولوستل چې تاسو هم د خپلې خوښې په اړه یوه کیسه لری او دا چې انسان نه باید اړ شي چې خپله خوښه د نورو لپاره پرېږدي او یا هم دا چې نورو ته لازمه نده چې زموږ په خوښه دې د شرم احساس وکړي. هلته مو د شرم یا هم شرمېدونکو کړنو یادونه کړې وه او دا چې زموږ په منځ کې ځينې انسانان خپل ځان تر نورو غوره ګڼي او په دې چې نور په کافي اندازه یا هم د دوی په څېر ښه نه دي، په دې اړه د خجالت احساس کوي. زما په فکر دا شرم د انسان له ځان غوښتنې سرچینه اخلي.
راځی دا ومنو چې زما په ضمیر کې ډېر قوت پروت دی. کله چې موږ(زما) د ضمیر په کاروولو سره ځانته یو مسوولیت متوجه کوو نو موږ ته ډېر نوي څه را زده کوي او موږ فکر کولو ته اړ باسي او را سره پوښتنې له ځانه پوښتو بیا یې بیرته په خپله د ځوابولو هڅه کوو لکه، زما فکرڅنګه دی، زما وجدان په دې اړه څه وايي، زما مسوولیت څه دی، زما محدودیت څه دی…
خو کله چې بیا همدا (زما) ضمیر د انحصار لپاره کاروو نو لا ډېر انحصار رامنځته کوو لکه زما چوکۍ، زما نوبت، زما ځای…
او بیا همدا انحصار دی چې په انسانانو کې د ځان تر نورو حقدار او بیا برحق ګڼلو سبب کېږي. کله چې یو انسان تر نورو ځان ډېر په حقه او تر نورو ډېر حقدار بولي نو د نورو د کړنو په مقابل کې د شرم احساس په کې راټوکيږي.
هو، موږ له دې څخه انکار نشو کولای چې ځينې داسې میراثونه شته چې د بشریت مشترک دي او باید ورباندې وویاړي. همداسې بیا ځينې نورې داسې کړنې شته چې ټول انسانان باید پرې وشرمېږي خو هغه شرم هلته پیلېږي چې موږ د بشریت په وړاندې یو تخریبونکی عمل راپنځوو یا هم د هغه څخه دفاع کوو. زما په اند که انسانان په خپلو لاسته راغلو ویاړونو کې سره شریک دي نو په هغه څه کې چې دوی رامنځته کړي او د شرم وړ دي په هغه کې هم باید سره شریک واوسي. د بیلګې په ډول که موږ انسانان دا ادعا نه شو کولای چې په لومړي ځل کوم کس اور بل کړ، یا هم چا له اوسپنې یا لرګي څخه د کار ابزار جوړ کړل ځکه په دې اړه زموږ ټولو ځواب یو دی. موږ ووایو چې زموږ نیکونو یا هم د اوسنیو انسانانو نیکونو، همداسې که موږ د جګړې، کرکې، بې عدالتۍ په اړه هم فکر وکړو نو دا زموږ ټولو مشترک شرم دی یعنې موږ ټول انسانان د هغوی په رامنځته کولو او وده ورکولو کې شریک یو نو انسانان په مساوي توګه دا شرم ګالي او باید ویې ګالي.
خو له بده مرغه موږ انسانان ډېر کله دا اساسي ټکي هیر کړي او په داسې شیانو د شرم احساس کوو چې کیدای شي هغه د بل انسان لپاره غوره وي او له دې سره سره د دې غوراوي زیان هم بل چاته نه رسېږي. لکه د یوه څه د اغوستلو انتخاب.
زه وایم، ژوند به په کافي اندازه ستړی کوونکی او بې خونده وي که انسانان ټول یو د بل په خوښه ژوند وکړي. که زه په خپل ژوند کې د انتخاب کې واک نه لرم نو زه به څنګه د خپل ژوند له هرې شیبې څخه چې ښايي ډېره په زړه پورې هم نه وي، خوند واخلم. موږ انسانان له بیلابیلو ستونزو لکه لوږه، جګړه، ناروغي، اقلیمي بدلونو او افتونو، ککړ چاپیریال، اقتصادي او ټولنیزې ناانډولۍ څخه ځورېږو نو که له دې سره سره موږ یو بل د شرم په نوم په زړه تنګونکو دایرو کې هم راایسار کړو نو نړۍ به مو د نورو لپاره په دوزخ بدله کړې وي. که په لنډو ټکو یې ووایم نو زه د نړۍ له رنګارنګیو څخه نه شرمیږم زه له دې ډارېږم چې هسې نه یو وخت زموږ نړۍ یوازې په یوه خړ رنګ بدله شي.
خو، له نیکه مرغه چې د دې وېرې د په شا تمبولو لپاره نړۍ راته کافي دلایل وړاندې کوي لکه تاسو چې دلته د نړۍ په دې ګوښه کې بل ډول فکر کوی.
ګرانې هاییک زه ستا د لیک په لوستلو د خوښۍ احساس کوم او ډاډ راکوی چې شته داسې انسانان چې خپله ټوله هڅه کوي چې دا تنګې حلقې او تړلې دایرې له منځه یوسي یا هم په نړۍ کې په دې اړه هڅې وکړي تر څو خلکو ته دا وښيي چې دا نړۍ له میلیونونو داسې انسانانو ډګه ده چې زموږ په څېر فکر نه کوي، په کافي اندازه له نړۍ او د هغې له رنګارنګۍ سره بلد نه دي، په لېرې غرونو او ځنګلونو کې اوسېږي او ځانته بیل باورونه او بوختیاوې لري خو شتون یې د هیچا په ضرر ندی. دوی د نړۍ له رنګارنګیو ندي خبر څکه چې دوی په خپله په دې رنګارنګیو کې یو رنګ جوړوي. دوی د هیچا په کړونو نه شرمېږي او نه هم د چا له کړنو سره ستونزه لري، نو ښه ده چې دوی هم په خپل رنګ پرېښودل شي چې په خپل رنګ واوسيږي. د دوی په کړنو دې هیڅوک د شرم احساس نه کوي او دوی به هم موږ او تاسو ته دا نړۍ لا رنګینه او ښایسته کړي.
ګرانې هاییک! تاسو د خپل هیواد په اړه پوهېږی او زه د خپل هیواد په اړه خاطرې له ځان سره لرم. هلته پاس د لوړو غرونو په سرونو کې کنګل شوې واورې د اوړي د سره لمر په راختو سره ویلې کیږي او هره ټوټه یې څاڅکۍ څاڅکۍ د غره تر تیږو لاندې ځان یو ځای ته رسوي ځینې یې بختور ځاځکي وي چې په چینو بدل شي او لویو سیندونو ته لار وکړي بیا ځينې یې دومره تکړه نه وي، هغوی په هماغه سییمه یا خپل شاوخوا مځکه کې یو تږی بوټۍ یا ګل ته ساه ورکړي. دا مهمه نده چې کوم څاڅکۍ تر کومه ځایه رسي، مهمه دا ده چې هر څاڅکۍ خپل ځان مسوول ګڼي او غواړي چې خپل مسوولیت ادآ کړي.
دا یوازې زما او ستاسو خبرې نه دي، زما په فکر نور دا ډول انحصارونه ورو ورو ختمېدو ته اړتیا لري او ستا په خبره چې دا ځانپاکونه باید راټول شي او د دې پر ځای چې ځایونه بند کړي او انحصار رامنځته کړي، ښه ده چې د هغه نه ستړې کیدونکو انسانانو چې د انساني برابرۍ لپاره کار کوي خولې وچې کړي. له دې شرمونو د خلاصون فکر یو جریان دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې محسوسېږي. زه چې په دې اړه څه اورم نو خوشحاله کیږم چې د یوې وړې قطرې په څېر دې لوی جریان ته ورګډېږم او یوه برخه یې ګرځم.
زه هم په همدې باور یم چې هر څوک له وطن څخه بیل برداشت لري خو خبره هماغه وي لکه په یوه جمعي عکس کې چې په ځان پسې ګرځې همداسې که موږ انسانان د نړۍ د دې لوی چوکاټ په هر کنج کې ځان خندانه، خوشحاله او هوسا وموند نو پرته له شکه چې هغه شیبه به مو د بې وطنۍ احساس نه وي کړی.
له نیکو هیلو سره
نعیمه

Voriger Brief:

Die Ungewisse - Brief 1

Heike-Melba Fendel an Naeema Ghani: Du hast eine Erzählung über rote Stiefel geschrieben und was sie für ein Mädchen bedeuteten, die kaum etwas so sehr haben wollte wie diese Stiefel. Die roten Stiefel waren ihr zu klein und schmerzten das Mädchen beim Tragen. LesenText im Original

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner