Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu

ناڅرګنده - 1

Übersetzung: Ibrahim Hotak ins Paschtu

© Heike Melba Fendel
„For me, photographs by Abdo Shanan from the Diary: Exile series are images of longing and having them in my home puts me in touch with the homeland of people I don’t know but want to know about.“ © Heike Melba Fendel / © Wall mural Abdo Shanan

برلین، ۲۰۲۳ کال، دوبی
ګرانې نعیمې ‎
تاسو د سرو موزو په اړه یوه کیسه لیکلې او دا چې دغو موزو دیوې نجلۍ لپاره ، چې بی له دغو موزو نه يې بل هیڅ څه نه غوښتل، څه معنی درلوده ۰
دغه سرې موزې خورا تنګې وې او په پښو کولو یې هغه ډیره په غذابوله ۰
خو سره له دې بیا هم دغه په عذر او زاریو پیرودل شوي شوې موزې کومه تېروتنه نه وه، بلکې هغې ته یې د بریا، حتی د آزادې توان ورکاوه.
اصلآ ماته خو داسې ښکاري چې ، ستاسو کیسه د دې حقیقت په اړه ده چې هیله یا ارزو د بوټانو په اندازه کې کیدی شي غلط شي ، خو نه د هغو په ارمان او هیله کې.
ځکه څوک چې هیله او ارمان لري په حق وی. او ستاسو سره، ستاسو په کیسه کې، هغه حق په جانب وی ۰
ما یو ځل د یوې میرمنې په اړه یوه کیسه لیکلې وه چې په ټول ژوند کې یې دردناک بوټان په پښو وه تر څو چې یوه ورځ د بوټانو یوه عجیبه پلورونکی د هغې دردیدلی او ټپي شوې پښې دومره په مینه لمس کړې چې په هماغه ورځ یې ټول دردناک بوټان وغورځول. هغه ددې نه خوښېدونکي پښې ورته ګرانی کړې او هغې نور نه غوښتل چې دوی ته درد ورسوي۰
نو زما خبره هم د آزادۍ په اړه وه. البته په یو بل ډول ۰ هغه دا چې ځان ته د ورپپیښ کړي درد د نه منلو او نه زغملو ، او نه لکه د ستاسو په څیر ، چې هغه ستایې ۰ کوم چې د ما لپاره غوره ده.
زما لپاره ښه خبره دا ده چې زموږ کیسې یو له بل سره مخالفت نه کوي، بلکې دوی یو بل ته ګوري.
موږ وایو: وګوره ! او بیا موږ یو څه ښیوو چې هیڅوک له دې نه و نه شرمیږی . موږ خپل کرکټرونه د کیسې په ورکولو سره له شرم څخه خلاصوو. ځکه په یوه کیسه کې هم د شرم وړ خبره نشته۰ دا هم ما په یوه کسیه کې لیکلي وو ۰
دا زما ارمان دی، نعیمې، چې د شرم اوخجالت څخه ها خوا ژوند وکړم. شرم درد ونکې دی ، غذاب درد دی شرم او خجالت هغه عذاب دې چې درد رامنځته کوي.
ته پوهېږې، نعیمې ، همدا اوس هم زه ډېره شرمېږم چې تاته د خپل شرم په اړه لیکم ، ځکه چې زما شرم ستا د ستونزو په پرتله بې معنا ښکاري. زه ویره لرم چې تاسو فکر کوئ، دا بختوره نو هیڅ ستونزه نلري، دابختوره !‎
مګر زه فکر نه کوم چې لیکل باید داسې وي. هیڅ شی باید قیاس نه شې هرڅه باید تشریح او توضیح شي. او دلته زه یوازې خپل ځان تشریح کولی شم، ځکه چې تاسو هغه یاست ، هغه ناڅرګنده، چې زه یې په ګوته کوم او کومې ته چې زه د لیکلو او لوستلو له لارې سره نږدې کیږم ۰
البته زه ځان ته د دی حق نه ورکوم چې د تاسو په هکله قضاوت کړم، نه ستاسو د وطن له لاسه ورکولو کې او نه هم په دې کې چې دا حالت به له تاسو سره څه وکړي۰ .
یوازې دغه ډیره بنسټیزه الماني کلمه یعنی „وطن“ – دا د ډیرو مختلفو شیانو معنی لرلی شې او شاید هیڅ هم نه وې .
سویسې لیکوال کیم دی لا هوریزون لیکي چې وطن یو مکان نه بلکې زمان ی. دا زما لپاره د منلو وړ خبره ده. وطن هغه زمان دی چې موږ یې له یو مکان سره د خپلې مفکوری پر بنسټ وصل کړې یو .
نو کله چي موږ ته وطن را یادیږی ، نو هغه همدا مفکوره ده چې را یادیږی ۰او کله چې موږ یو ځای پسې خپه یو او یادیږی مو ، نو په حقیقت کې په ځان پسې خفه یو ، نه پخپله هغه ځای پسې ۰ په اخرین تحلیل کې ممکن دا دواړه یو شان وي، ځکه چې هیله یا ارمان هم د ورکیدو په څیر یو مطلق احساس دی۰.
اوس نو داسې ویل کیږی چې ګویا ټول احساسات مطلق دي، او „هغه څوک چې احساس لری ، حق په جانب دی“ او دا خبره ورځ تر بلې زیاتیږي. خو زما لپاره هغه اساسآ غلط ده.
زه اکثرآ له ځانه دا پوښتنه کوم چي ایا احساسات هم د رنګونو په څیر نه دې، یعنی درې اساسې رنګونه دې چې نور ټول ترینه ترکیب اخلي یا جوړیږی ۰ دا کوم څه کیدی شي ـ؟ ممکن ، مینه، خپګان او ویاړ؟
موږ آلمانان اکثرا د «پردې شرم « په نوم په یوه احساس ویاړو. پردې شرم په د ی مانا ده چي د یو چا لپاره یو څوګ او یا هم لږ تر لږه د هغه د ځنېو کړنو د حیرانتیا او شرم باعث وی . یعنی په یو چا وشرمیړو۰ موږ وایو ، دا نو د شرم خبره ده او دا شرم موږ د بل چا په وړاندی اوچت ښیې ۰ زما لپاره تر ټولو زیات دشرم خلک هغه دې چې په نورو شرمیږي.
هرڅوک کولی شې له خپل ځان نه احمق جوړ کړي، څومره او چیرته چې هغوې کولې شې چیرې د غلط لباس په اغوستو سره، د غلط بیان او یا هم د غلط عادت له وجې ۰
یو ډیر لوی آلمانې عادت دا دی چې په رخصتۍ کې سهار وختي د حمام کولو په څوکیو باندی خپل ځان پاک اچوې ترڅو وښيي چې ما دا ځای نیولی دی او بیا په ساعتونو، ساعتونو سبناری کوي. نښه کول د ملکیت په توګه . زما ځان پاک ، زما چوکۍ ، زما حق ۰
دوچه بان Deutsche Bahn
بیا دا ستونزه دیو پر مصرفه کار په ترڅ کې چې د تادیه شويو څوکیو د ریزرویشن کار دی ، حل کوي.
دغه ډیجیټل ورته تولیه ( روی پاکونه) چې موږ ته ددی حق راکوي تر څو یو ټاکل شوی ځای ولرو.
ډیرې وخت بیا داسې کیږي چې د سیستم د تیروتنې له کبله یو ځای دوه ځله پلورل شوی وې او یا هم په ریل کې د ریزرویشن لوحه له کاره لویدلې وې . او یا هم یو اورګاډی لغوه شوی او د راتلونکي اورګاډی سره یوځای شوی وې او هره څوکۍ په قانوني توګه په دوه کسانو پورې اړه لري. نو اوس به بیا څه کیړي ؟
یوه بله خبره چې زه یې هم د الماني ځانګړتیاوو په حیث تجربه کوم، هغه بیا په هر څه د پوره پوهیدلو خبره ده .دا چې څوک ملامت دی، څوک پر حق دی، د چا وار دی او … !
دغه په دې هر څه پوهېدل د ژوند د نامعقوله غوښتنو یا ناخوالو پر وړاندې زموږ عامه درملنه ده.
په نورو د شرمیدلو ، د هر څه نورو په وړاندې، د هغه شرم او خجالت په وړاندې چې اصلآ خپل ځان ته متوجې ده ۰ ځکه چې موږ په دې نه يو توانیدلی تر څو په خوښۍ سره د نورو لپاره ځای پیدا کړو، ځایونه ورته پرانیزو او د هغوی سره دا حقوق تقسیم او شریک کړو۰
موږ وایو: „غوره د ښه دښمن دی“. مګر دا پخپله دغه په هر څه پوهیدل دې چې د ښه سره دښمنې اعلانوي. ښه په هغه څه بدلیږې د کوم لپاره چې مجبور سړی و شرمیږې ، ځکه چې دا د لاښه کیدو په وړاندی انکار کړی۰
زه په بل چا نه شرمیږم نعیمې ، خو د خیر او ښیګڼو په وړاندی د کم نظرې او بی ارزشې نه شرمېږم. او زه بیا بیا په دې شرمیږم، ،چې زه د هغې دنیا په اړه څومره لږ پوهیږم چې تاسو تری راغلې یاست ، چې تاسو یې پریښودو ته اړ شوی یاست او په دې سره ستاسو او هغه زمان او مکان ترمنځ چې فکر کوم د وطن په هکله یې ستاسو مفکوره سیقل کړی ده ، پوهیږم۰
له بلې خوا، بیا زه د خپل وطن په اړه خورا ډیره پوهیږم، کوم چې ما ته يې دغه د شرم وړ یعنی د „ښه انسان“ کلمه ایجاد کړي ده . ته باید په دې پوهه شې چې زموږ په نظر یو ښه انسان ،یو ښه سړی نه، بلکې یو شرموونکی سړی دی. هغه څوک چې غواړي دومره ښه اوسئ چې له ډیر ښه والې ، په کمعقلې کې ورک شې۰
په دې ناپوهۍ او سادګۍ کې، چې زه هیڅ پرې شرم نه کوم ، هغو بې شمیره روی پاکونو ته ګورم چې موږ په دې هیواد کې یوازې په ساحل یا حوض کې نه بلکې په هر ځای کې اورو او وایو: دا زما دی او ته دلته ځای نه لرې، او د کوم ځای حق هم نه لري ، ځکه: ته هیڅ ډول حق نه لرې.
او زه غواړم دغه دستمالونه په سادګئ سره راټول کړم او په خورا احتیاط سره یې منظم یو ځای کې کیږدم ، چیرته چې دغه دستمالونه خلک سره لیرې نه کړي، بلکه هغوې ګرم او وچ کړي۰ دلته زه یم او دلته ته یې ۰
نعیمې ! راځه! چې یو بل ته کیسې وکړو. او په دې کې دواړه له مینځه ویسو ، په نور شرمیدل او په ټوله کې اصلن شرم۰

هو، تاسې یاست او دا ناڅرګند . زه د ناڅرکندي سره مینه لرم۰
هایکه

Voriger Brief:

Die Ungewisse - Brief 1

Heike-Melba Fendel an Naeema Ghani: Du hast eine Erzählung über rote Stiefel geschrieben und was sie für ein Mädchen bedeuteten, die kaum etwas so sehr haben wollte wie diese Stiefel. Die roten Stiefel waren ihr zu klein und schmerzten das Mädchen beim Tragen. LesenText im Original

Nächster Brief:

Wofür wir uns schämen sollten - Brief 2

Naeema Ghani an Heike-Melba Fendel: Ich schicke Dir liebe Grüße. Deinen Brief habe ich mit Freude gelesen, vielen Dank! In den sozialen Medien habe ich vom Erscheinen Deines neuen Buches erfahren, aber mein Deutsch ist nicht gut genug, um es lesen zu können. Deshalb habe ich die Lektüre erst einmal aufgeschoben. LesenText im Original

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner