Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Nargis (Pseudonym) & Karosh Taha > Meine Imagination ist das Mächtigste, was ich habe - Brief 2

- 2 - ترټولو پیاوړی شی  چې زه یې لرم زما خیال دی

Übersetzung: Ibrahim Hotak ins Paschtu

Bibliothèque nationale française © Karosh Taha
Karosh Taha always works at the Bibliothèque nationale de France when she is in Paris © Karosh Taha

کال کولون، د اګست مه ۲۸، ۲۰۲۳

ګرانې نرګس،

ستاسو لیک زښته زیاته متاثره کړم۰

زه دا وینم  چې ته په لاره روانه یې او  زما د کتاب د اخیستلو لپاره هغه کتاب پلورنځي ته ورځې او بیا د یوه تړل شوي دوکان مخې ته ولاړ یې.

دا هم وینم چې په نورو کتاب پلورنځیو  کې کتابونه څنګه په دوړو پوښل شوي دی ، لکه څوک یې چې ګور ته وړي .

دا انڅور مې هیڅکله له  ذهنه نه  وځي۰

یو لیکوال دوست مې چې یوازې په کردۍ  ژبه لیکل کوي ، ماته کیسه کوله چې په 1980 او 1990 کلونو کې هغه خپلې خطې لاسې نخسې په کسیټونو کې ثبتولي او په خپل بکس  کې یې د سوریې له پولې څخه لبنان ته قاچاق کولې ،  چې هلته به يې بیا چاپ او پلورلي .

 لکه څنګه چې منع شوي  کتابونه په منعه شوې ژبه لیکل شوي، دوی هیڅکله اجازه نه لري  چې ولیدل شي او ښکاره شي؛ دوی تل قاچاق یا په کڅوړو کې پټ شوي وي ، تل د تفتیش په وخت کې د نیول کیدو ویره وي  او په دې توګه د زندان او ځورونې له خطر سره مخ وي .

نو دا ډول متنونه به سړی څنګه لوستلی شئ؟ داسی لکه د یو  مقدس متن په څیر،  په ویره او  حرمت سره؟

هره کلمه د ممانعت او د ویرې وزن له څان سره لري  ، او په لاس کې د نیولو په وخت کې د لاسونو لړزه او په تندی باندې خوله هم ورسره وي ۰

یو بل ملګری مې چې په خپله کڅوړه کې یې د کردي شعرونو کتاب اچولی وه، مور یې ورته سخته په  قهر او غوسه وه ،  چون له دی کبله یې د خپل زوی د ژوند  په هکله ویره او ډار درلود .

 د هغې لپاره، د شعر یو کتاب دومره  ارزښت نه درلود چې د خپل  زوې ژوند په خطر کې واچوي.

زه نه پوهیږم چې زه به د شعر لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوم.

که موږ په کردستان کې پاتې شوی وای نو ایا زه به بیا هم لیکواله شوې وای؟ زه په دې ډیر شک لرم.

د ژبې سره ښکیلتیا ته زه  تقریبا د آلمانې ژبی له زده کولو راهیسی مجبور ه کړي شوم  . ځکه چې الماني زما مورنۍ ژبه نه ده، زه له دې ژبې سره بل ډول اړیکه لرم – کردې  هغه ژبه ده چې زه په هغې  کې خپل ځان نه شم بیانولی لکه څنګه چې یې  زه په آلمان کې کوم۰

مګر کله چې زه له یوه پردي سره کردې خبرې کوم، یو ډول اشنایې  ، یو دول اعتماد رامنځته کیږي، ته به وایې چې  موږ د همدې ژبې د تاریخ له امله له یوبل سره کوم  راز شریک کوو۰ .

زما په ناول، « د ملکې په نس کې » اصلي کرکټر شاهیره ده، یوه قوي اراده لرونکې ښځه چې له ټولنیز تبعیض سره سره خپله ازادی لري، د خپلې خوښې ژوند کوي  او د خپلو پریکړو کولو استقلال  لري.

د لومړي ځل لپاره په یوه پارک کې هغه پوهېږي چې  هغه څومره کوچنی او څومره ستره ده ، او همدارنګه په ورته وخت کې څومره مهمه  او په ورته وخت کې څومره  بې ارزښته ده۰

 هغه پوهیږي چې هغه د خدای د مخلوق په توګه پیدا  شوې،  لکه څنګه چې یو الهی مخلوق پیدا کوي. ددغسي الهی  بدن ، د دې بدن پټول یا د دې بدن په نیمګړتیاوو شرمیدل هغې ته دومره تنګ نظري ښکاري چې له هغې ورځې څخه پریکړه کوي چې له دی وروسته به یوازې هغسی کا ر او حرکت کوي ، په کوم کې چې هغه ښه احسا س کوي او یوازې هغه ځای ته څې چیرې چې هغه د آزادۍ احساس کوي.

شاهیره د جن، جیان، آزادۍ  ـ( ښځه ۰ ژوند۰ آزادی )  مجسم سمبول دی  : د ښځو د آزادۍ او ژوند لپاره د کردانو شعار  دی.

زه تصور کوم چې څنګه دا ستره  او بربنډه شاهیره ، د افغانستان په کوڅو کې ګرځي. دا ټول کوچني سړي او د دوی کوچني زړونه نشي کولی لویې شاهیرې  ته زیان ورسوي.بلکه، دوی د هغې په وړاندې ریږدي۰

زه ددی  تصور کوم چې هغه د خپلو سور رنګ شويو نوکانو سره همغه د پارک خدمتګار لرې غورځوي. زه پوهیږم چې دا خورا  یو ماشومانه تصور دی، مګر زما خیال ترټولو پیاوړی شی دی چې زه یې لرم.

دوی هم  په دې پوهیږي، له همدې امله دوی کتابونه منع کوي.

دا خلک  به هیڅکله زما کتابونو ته  اجازه ورنکړي، زما ژبه به د دوی لپاره ډیره آزاده وي.

حتی په آلمان کې، یو  کره کتونکی لیکلي وه چې د هغه کرکه راغله،  ځکه چې په یو ځای کې د حیض یادونه شوې. ځینو نورو کره کتونکو  بیا زما کتاب ته  د فحش ( پورنوګرافی)  په سترګه کتلې  ځکه چې اصلي کرکټر یې په ښکاره ډول د هغې د هوس  په اړه خبرې کوي.

داسې ښکاري چې کتابونه لکه د قهوې د پاتې شونو په شان کتل کیږی (دا یو ه اصطلاح ده۰ د قهوې د تفالي یا پاتې شونو له مخی فال کتل کیږی . د ژباړونکی یادونه )

ګله هم  چې څوک  د دوی په اړه خبرې وکړي اوپه دی هکله  چې  دا کیسې په دوې  کې کوم  احساس را پارولی ، نوبیا معلومیږی چې دوی د کتاب په پرتله د ځان په اړه ډیر څه څرګندوي .

البته دا هیڅکه هم زما نیت نه دې  چې له  دې امله په خلکو کې تعصب او یا کرکه رامینځته کړم.

خو یو څه چې زما له ذهن څخه لرې نه دي هغه دا دي چې داسې  څه ولیکم چې زما کتابونه د رژیمونو لخوا منع شي ۰

زه نه پوهیږم چې ایا پوهه په نړۍ  کې د بې عدالتۍ د له منځه وړلو اساس یا  مبنا کیدای شي .

چون ، د اروپا د روښانتیا په جریان کې او وروسته هم د همدغو  روښانه  اروپایانو لخوا ترټولو بد جرمونه او جنایتونه ترسره شوي دي.

زه باور لرم چې ستاسو په لیک کې هغه وسله وال ساتونکی چې نه یې غوښتل تاسو پارک ته ننوځي، پوهې ته اړتیا نلري، بلکې خواخوږي ته اړتیا لري:

 که چیری هغه تاسې  د یو انسان په توګه ویني، که هغه پوه شي چې په پارک کې د ستاسو شتون او د نورو میرمنو شتون  کوم ګواښ نه دي ، نو هغه به  هیڅکله تاسې منعه  نه کړي، او دا نارینه به  په دې اړه هم بحث ونه کړي چې آیا ښځو ته باید د چکر اجازه ورکړل شي که نه .

د عدالت او بې عدالتۍ د احساسولو لپاره نه د مکتب علم او نه هم  د کتابونو علم ته،  بلکې احساس  ته اړتیا ده.

زه تاسو ته دا ساده حقیقت ځکه لیکم چې زه احساس کوم هغه ساده شیان  چې موږ له خپلو میندو او پلرونو څخه د ماشومانو په توګه زده کړي وه ، اوس زموږ د پیچلې نړۍ په روایتونو  کې ورک شوي دي.

 تعلیم او جرم  یو له بل  سره تړا ورکول  تقریبا داسی کوی چې د پارک  ساتونکی د اخلاقي مسؤلیت څخه بې برخې کوي ، کوم چې هر څوک یې لري، پرته له دې چې  ښوونځي يې لوستي وي .

دا سړي د خپل ځواک او قدرت له لاسه ورکولو څخه ویره لري. هغه خلک چې د واک له لاسه ورکولو څخه ویره لري پوهیږي چې دوی د دې واک مستحق نه دی او  نه یې حق لري  –  غیر له دی زه نشم کولی د دوی دا  استبدادي چلند په بل ډول درک کړم.

د دوی واک پر نورو خلکو باندی پر ظلم کولو  پوری تړلی دی، او بنسټ یې دومره کمزوری دی چې حتی کتابونه یې راغورزولی شي . زموږ کتابونه۰

ګرانې  نرګس ، دغه  فکر د لیکلو په وخت کې تل راسره وي،

په غیږ کې دې نیسم۰

کاروش

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner