ګرانې طاها،
کله مې چې د لومړي ځل له پاره د تېلېفون له لارې ستا غږ او خبرې واورېدې، نو ستا او ستا د آثارو پېژندلو ته لېواله شوم، ځکه خو مې په څو څو ځلو ستا په باب ګوګل کې پلټنه وکړه. ستا د کتاب In the Belly of the Queen یوه برخه مې واورېدله چې ستا د کتاب ژباړونکېGrashina Gabelmann په خپل ښکلي غږ کې لوستلې وه. اورېدو يې ډېر خوند راکړ. پریکړه مې وکړه چې دا کتاب پیدا کړم. د کتاب پلورنځي فېسبوک پاڼه مې راواړوله. له یو کال راهیسې مې نوی پوست پکې نه و تر سترګو شوی. هغه پاڼه له فعالیته لوېدلې وه. ډېره حيرانه شوم.
په سبا ورځ يې د کابل ښار هماغه کتاب پلورنځي ته لاړم چې تل ورتلم او ځينې وخت به مې د خپلې خوښې کتابونه ترې اخیستل. دا د کتابونو پلورلو یو لوی دوکان دی، آن لاین خدمتونه يې هم درلودل. کوم کتاب چې په نورو پلورنځیو کې نه پیدا کېده، نو دلته خامخا پیدا کېده. پوهېدم چې ستا کتاب له انګريزي ژبې پرته په بله ژبه نه دی ژباړل شوی ځکه چې تا راته دا خبره کړې وه، خو څه نا څه انګريزي لوستلی شم نو تصميم مې ونيو چې ستا دغه د ناول کتاب In the Belly of the Queen پیدا او د مطالعې د پاره يې واخلم. پوهېږې چې هلته مې څه وليدل؟ د دوکان دروازې ته لوی کولپ پروت و. ډېره ورته حيرانه شوم ځکه، زه چې پخوا د ورځې په هر وخت کې دې کتاب پلورنځي ته راغلې يم، د پېرودونکو په مخ به يې دروازه پرانیستې وه. اړه شوم چې د ګاونډي دکان ته چې د خوراکي موادو يو دوکان و، سر ښکاره او پو ښتنه ترې وکړم چې دا د کتاب پلورنځی چېرته لیږدول شوی. د دوکان خاوند مانا داره خندا وکړه او وې ویل چې فعاليت يي بند شوی. په حیرانتیا مې وپوښتل چې ولې؟ موسک شو او راته يې وويل چې دوران يې تېر شو! څوک کتاب اخيستو ته نه راتلل. د دولت لخوا تر فشار لاندې و. هره ورځ تر پوښتنې ګروېږنې لاندې و او کتابونه يې پلټل کېدل. ورته ويل کېدل چې دا يا هغه کتابونه ليرې کړه او خرڅ ته يې مه ږده. هغه هم حيران و چې څه وکړي، آخر يې بېخي دوکان بند کړ.
زما خوله د خوراکي موادو دوکاندار خبرو ته خلاصه پاتې وه. هغه خبره وغځوله:
بېچاره له بندي کېدو وډار شو. یوه ورځ يې يو مازدا لارۍ راوستله، کتابونه يې پکې بار کړل او خدای پوهېږي چې هغه کتابونه به يې چېرته وړی وي او دی به خپله چېرته تللی وي. له هغې ورځې راهيسې مو بیا نه دی لیدلی.
له ډېرو سوچونو سره ناهیلې بېرته کور ته راغلم. تر دې د مخه چې هرکله به مې کوم کتاب په کار و هلته به لاړم د هغه له دوکانه به مې لاس ته راووړ، خو اوس دلته زما په وطن کې هرڅه بل ډول دي. آن د کتابونو د خرڅولو اجازه هم له خلکو اخيستل شوې ده. په ښار کې مې څو ځایه د سړک د غاړې پر کتاب پلورنځيو سترګې ولګېدې. پر کتابونو يې خړ خړ څادرونه خواره وو. له يوه مې پوښتنه وکړه چې دا ولې؟ راته وویل شول چې تر امر ثاني یا دویم امره پورې دا نشو پلورلای. د دوکاندار په خبرو پوه شوم چې له ښاره مې پوهې او رڼا کډه کړې ده.
بېرته د کور په لور رهي شوم ، په لاره کې مې خدای بښلي پلار ذهن ته راغی. زه چې د ښوونځي د عمر ماشومه وم زموږ د کور ګاونډي له پلار سره مې په کوڅه کې ولاړ و او خبرې يې کولې. ګاونډی مو چې یو چاغ سړی و او خېټه يې راوتلې وه، زما پلار ته یې وویل:
– دا حکومت موږ په کرار ژوند ته نه پرېږدي.
پلار مې چې د نرۍ او د جګې ونې خاوند و خپله پګړۍ يې په سر جوړه کړه او ويې پوښتل چې:
هغه څنګه؟
ګاونډي شکایت وکړ چې نن کوڅې ته د دولت لخوا ماصلان راغلي وو او د ماشومانو نومونه يې د ښوونځي په لستونو کې لیکل. ما ورته مشهدۍ لونګۍ تحفه ورکړې چې زما د زامنو نومونه و نه لیکي.
پلار مې ماناداره خندا وکړه او ورته يې وويل چې:
– تا دې زامن له ښوونځي نه راګرځولي دي، ما آن د خپلو لورانو نومونه ورکړل چې په ښوونځي کې شاملې شي.
پلار مې يو ډېر ښه او واقعي مسلمان بنیادم و. زه لس کلنه او د ښوونځي په څلورم ټولګي کې وم چې پلار مې له نړۍ نه سترګې پټې کړې. د هغه له مرګه وروسته مې هم د مور په ملاتړ او پاملرنې دوولسم ټولګی او بیا مې پوهنتون ولوست او تر ماسترۍ پورې مې تعلیم حاصل وکړ. خویندو او وروڼو مې هم همداسې او ټولو ښې دندې درلودې. رښتيا چې سقراط څه ښه ویلي: ٬٬په نړۍ کې یو خير دی چې نوم يې پوهه ده او یو شر دی چې نوم يې جهل دی٬٬.
ګرانې طاها،
که پلار مې زه په ښوونځي کې نه وای شامله کړې اوس به مې د دې لیک د لیکلو توانايي نه درلوده او نه به ستا د کتاب د پيدا کولو په خاطر دوکان په دوکان ګرځېدم. نالوستی او بې مطالعې ژوند به راته له لويې تراژيدي نه کم نه وای.
زما په وطن کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو، د کورسونو، پوهنتونونو، دفترونو او آن د پارکونو دروازې بندې دي. دا راته ډېره عجيبه ښکاري! له حده زياته عجيبه! په يوويشتمه پېړۍ کې چېرې چې د ښوونځي دروازې وتړلې شي د دې معنی به څه وي.؟ په تاسف سره چې دې ته يوازې يو ځواب شته او هغه دا چې د جهل خورېدل اود جهل قوي کېدل.
زه له روماتويېد آرتريتز ناروغۍ نه کړېږم. تقريباً هره ورځ مې پښې، لاسونه او هډوکي خوږېږي. ډاکترانو راته ويلي دي چې باید وګرځم هسې نه چې دا تکليف مې ورځ تر بلې ډېر شي او یوه ورځ له ګرځېدا ولوېږم او د کټ شم. ما هم د ډاکترانو خبره منلې وه. زموږ د کور سره نېژدې يو پارک دی. دا د نورو هېوادونو د بسپنو په پيسو جوړ شوی دی. زما په شان ډېرې نورې خوږمنې ښځې او نارينه هلته د ګرځېدو په خاطر، او ډېرې ځوانې نجونې او هلکان د ښه وخت تېرولو او ستومانۍ ليرې کولو په خاطر تللې. زما په شان عمر خوړلې ښځې به شاوخوا ګرځېدې او قدم به يې واهه. کله به چې ستومانه شوې د پارک پر يوې چوکۍ به د لمر وړانګو ته کېناستې چې په وجود کې يې ويټامين ډي جذب شي. ما به هم همداسې کول. لږه تازه هوا به مې تنفس کوله او تقريباً ښه وخت به مې هلته تېراوه. خو اوس د هغه پارک او نورو ټولو پارکونو دروازې زما پر مخ تړلې دي. اوس په پلي لارو کې ګرځم او قدم وهم. هغه تېره ورځ مې لمسی راسره و چې د پارک مخې ته ورسېدو. هغه پنځه کلن دی. له لاسه يې ونيولم او د پارک په لور يې کش کړم. راته يې ویل چې هلته دننه ځو. ما ورته وويل چې زه هلته د ورتګ اجازه نه لرم. هغه نه منله او راته شله و. ما يې هم خبره ومنله او د پارک دروازې ته ورنېژدې شوو. د پارک ساتونکي چې ټوپک يې په اوږه ځوړند و راته وويل:
– چېرته ځې؟ لاره دې غلطه کړې ده که څه؟
ما ورته وويل:
– نه ، لاره مې نه ده غلطه کړې. دغه لمسی مې راته شله و چې پارک ته ځو.
هغه راته وويل:
– تا ته اجازه نشته! لمسی دې که پارک ته ځي، لاړ دې شي. ته له دې ځایه ليرې شه! سر دې سپين کړی خو لا هم نه پوهېږې چېرې چې نارینه دي هلته باید نېژدې نشې!
لمسي ته مې د هغه خبرو نه يوازې خوند ورنه کړ، بلکه زما لاس يې بېرته کشاوه چې له هغه ځايه ليرې او د کور په خوا روان شو. زما په شان ډېرې نورې ښځې او يا هم ځوانې نجونې دي چې زړه يې غواړي قدم ووهي، خو د پارکونو له تګه محرومې دي. پوهېږې، هغوی اوس يو ابتکار کړی. هغه دا چې سهار کله چې هوا رڼا شي له کورونو وځي. سهار وختي پر سړکونو ډېرې موټرې نه وي. دوی هم پر عمومي سړکونو او د سړکونو غاړو سره پر پلي لارو ګرځي ، قدم وهي او تازه هوا تنفس کوي. کله چې هغوی وګورې ته به وايې چې دا ښځې په مظاهرې راوتلې دي، خو دوی ډېرې آرامه او په متانت ګام پورته کوي. زما د وطن خويندې او ميندې تراوسه دغه آزادي لري، خو موږ په دې پوهېږو چې دېته هم يوه فکر کېږي چې دا پر سړکونو قدم وهل هم راباندې بند کړي. کله چې سړک کې قدم وهم پر ځان باور مې زياتېږي او څه ناڅه د آزادۍ د يوڅرک احساس مې په ذهن کې راژوندی شي.
موږ ټولې ښځې چې قدم وهو په دې باوريو چې دا ټول سخت حالات زغموو، خو همداسې کرارې نه کېنو. د هغې ورځې د پاره لستوڼي بډ وهو چې يوه ورځ آزادي ترلاسه کړواو سرلوړی ژوند وکړو. زما د وطن ښځې لکه د فولادو په څېر کلکې او سختې هوډمنې دي. خپل هوډ ته به کاراومبارزه کوو، او په دې لاره کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو. زه په دې باوريم چې رڼا پر تياره بریالۍ ده او پوهه پر جهل.
پای