Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Nargis (Pseudonym) & Karosh Taha > Mit der Kraft der Fantasie alle Hindernisse und Einschränkungen hinwegfegen! - Brief 3

جایزه گټونکې لیکوالې کراش طاها ته د نرګس دوهم لیک

کابل، 1/10/2023

Übersetzung: Bianca Gackstatter aus dem Pashto

© Privat

 

ګرانې طاها،
ستا لیک مې ولوست او پر ما يې خورا زیات اغیز وکړ.
زه تصور کولای شم چې ستا دوست څنګه خپلې خطي نسخې په کسېټونو کې ثبتولې او له خپل ټاټوبي يې بل هېواد ته د خپرېدو په هيله وړلې. هغو کتابونو کې چې حقیقتونه لیکل کېږي، عدالت غوښتنه پکې وي، د مظلوم د غږ انعکاس وي، په رښتيا چې له زندان او ځورولو سره مخ وي او تل به په کڅوړو کې لېږدول کېږي.
دا تصویر مې هم په ذهن کې جوړ شو چې څنګه ستا بل ملګري د شعرونو کتاب په خپله کڅوړه کې ايښی او خپل ژوند يې په خطر کې اچولی دی. هغه خامخا د شعر د کتاب په ارزښت پوهېده.
پوهېږې، زموږ د هېواد ليکوالان له دې نه هم بدترو حالاتو سره مخ شول. کله چې د هېواد سرحدونه وتړل شول او ليکوال خپل کتابونه او آثار په کڅوړو کې هم له ځانه سره نشوای وړلای.
د هېواد مشرتابه پرېکړه وکړه، که څوک پر دولت نیوکه کوي او یا هم مقاله او کتاب پرې ليکي ، یا هم د دوی له نظره واقعیتونه هسې چې دي نه بیانوي، نو هغوی ته د مرګ سزا ورکول کېږي. په داسې يو هېواد کې به لیکوالي څومره سخت کار وي. لیکوالان حيران پاتې وو چې خپل آثار څنګه او چېرته پټ کړي، آن ډېرو د خپلو کتابونو د له منځه وړلو او په ځمکه کې ښخولو له پرېکړو سره مخ وو.
له تاسې څخه ډېره منندویه يم چې د خپل ناول Belly of the Queen In the پي ډي ايف نسخه دې راو لېږله. لومړی پاړکی مې ولوست او نور به يې هم پسې لولم. ډېر ښکلی ناول دې لیکلی. کرکټرونه ما ته ډېر په زړه پورې وو، په صحنو کې ديالوګونه او تصويرونه ما ته خپل وطنوال را په زړه کړل چې ځينې دلته هم کټ مټ د يونس د مور په شانې په ډېرو مسايلو چې په لویدیځو هېوادونو کې میندې او پلرونه پې پوهېږي هسې نه دي، ځکه خو د يونس مور کله چې د ښوونځي مدير ته ورغله او هغه ورته ځينې خبرې وکړې چې په کور کې دې مسايلو په باب وغږېږي او هغې وژړل، خپل ټيکری يې سترګو ته ونيو.
دا چې کره کتونکي ستا له لیکنې کرکه څرګنده کړې ده هغه هم د واقعيت د بیان په خاطر او یا دا چې ستا د فکر ثمرې ته د پورنو ګرافي په سترګه کتل کېږي، ته مه مايوسه کېږه. زه باور لرم چې د منتقدینو دا خبرې تا له خپل هوډ او خپل کاره نشي راګرځولای. هغوی دا کار له همدې کبله کوي چې ته نور قلم کېږدې او څه و نه ليکې، خو داسې به هېڅکله هم ونه شي.
ګرانې طاها،
یوه ورځ مې په ګوګل کې لټون کاوه، ستا یوه مرکه مخې ته راغله چې Katy Derbyshire درسره ترسره کړې وه. هغه مې ترپايه ولوستله، راته په زړه پورې وه. دا مرکه د روان کال د مارچ د مياشتې په 24 خپره شوې وه. د مرکې په پای کې دې ويلي وو چې ته د خپلې زېږېدو په سيمه د کردستان په Zaxo کې يې او هغه ورځ چې له تا سره مرکه ترسره کېده نو د اپرېل د مياشتې 21 نېټه او د نوروز ورځ وه. د دې له لوستلو سره ما ته هم سږنی نوروز رایاد شو. ته بختوره وې چې نوروز دې په خپل هېواد او خپله سيمه کې ونمانځه. ودې کړای شوای چې غونډۍ ته وخېژې، د پسرلي د ښکلي موسم ننداره وکړې او تازه هوا تنفس کړې، خو زه ترې محرومه وم. ستا په شان به ډېر کردان غونډيو ته ختلي وي او د پسرلي د راتګ په وجه به يې خوښي کړې وي.
سږ کال، زموږ په هېواد کې د نوروز ورځ د نورو کلونو پرخلاف چې د رخصتۍ ورځ به وه، له رسنیو څخه رسمي اعلان وشو او دا ګواښ هم وشو چې دا ورځ دې څوک نه نمانځي کنه سزا به وویني، ولې نوروز زموږ په هېواد کې له ډېرو پخوا زمانو څخه یوه عنعنوي ورځ پاتې شوې ده. ما ته چې له کمکيتوبه رایادېږي نو دې ورځې ته د جشن د ورځې په سترګه کتل کېدل. همدا چې ژمی به په وتو و او د کب د مياشتې پنځلسمه به شوه نو هوا کې به بدلون راغی. د ژمي ساړه به نه وو، د ورځې لخوا به ډېری ورځې لمر ځلېده. په کورونو کې به مو میندو او مشرو خویندو یا هم ورېندارګانو بخارۍ ګانې او صندلۍ ګانې ټولولې، د کوټې فرشونه به يې انګړونو ته د څنډلو او مينځلو لپاره اېستلې وو. د کوټو دېوالونه به يې اخېړول. دې پنځلس ورځو کې یعنې د حوت له پنځلسمې بیا تر آخره به يې په هر کور کې د نوروز د جشن د پاره په تیارۍ تېرېدلې. میندو به خپلو بچو ته له بازاره نوی رخت راووړ، نوې جامې به يې ورته ګنډلې. هرې کورنۍ به له خپل عاید او وس سره سم خوندور خواړه تیارول. د نوروز مخصوص خواړه لکه هفت مېوه، سمنک ، نوروزي کلچې او نور تيارول. د کور غړي به پر یو دسترخوان سره راټولېدل. او یا خو به ډېری کورنیو په کور کې پاخه شوي خوراکونه او يوه سطرنجي له ځان سره له کوره بهر مېله ځایونو او شنو غونډيو ته وړل. هلته به يې مېلې کولې او ښه وخت به يې تېراوه. د طبيعت ننداره به يې کوله او د پسرلي پاکه او له عطرو ډکه هوا به يې تنفس کوله. په دې ورځ اکثریت خلک له کوره وتل. د دوی ترمنځ داسې انګېرنه وه چې که د نوروز په ورځ څوک ښه خواړه وخوري نو د کال ترپایه به ښه خواړه خوري، همداسې نوې جامې درواخله او په همدې رقم هم مېلو، چکر او په سيل وتل. هغوی داسې انګېرله که د نوروز په ورځ څوک په کور کې کېني نو د کال تر پایه به په کور ناست وي، او په کور ناسته يې داسې بلله چې د کال په ترڅ کې به پرمختګ نه کوي. خو په سږني نوروز کې نارینه باید خپلو دندو ته حاضر شوي وای او ښځې په کور پاتې وای. مګر ښځو چېرې دا زغملای شوای. نو سوچ يې وکړ چې د حل يوه لاره پیدا کړي. په ښارونو کې اکثریت ښځې له کوره ووتې، په دې خاطر چې رسمي ورځ اعلان شوې وه نو بازارونه او دوکانونه خلاص وو. ښځې په دې نوم چې بازار ته په سودا پسې راوتلي دي، کرۍ ورځ له کوره بهر په واټونو کې وګرځېدې.
زه به د خپل کور کيسه درته وکړم. د کور ماشومانو خپلې نوې محلي جامې واغوستلې، جېبونه يې له مېوو ډک کړل او بیا د بلاک تر شا باغچې ته ووتل. په چمن کې يې منډې وهلې، خوښي يې کوله او له ملګرو سره يې لوبې او کله کله هم کيسې کولې. ما يې د آپارتمان له کړکۍ څخه ننداره کوله. دې نندارې راته خوند راکاوه چې ناڅاپه مې سترګې په دوه ستړیو ولګېدې. هغوی د وسپنې د پنجرې له شا نه چې بلاک يې احاطه کړی و، ماشومانو ته ورنارې کړې. يو دوه نجونې او هلکان ورنېژدې شول. سړيو هغوی ته کوم څه وویل او بیا مې وکتل چې ماشومان په بیړه له هغه ځایه بېرته په منډه راستانه شول. زړه مې ناکرار شو. چې کتل مې شېبه وروسته ماشومان له باغچې څخه ووتل. زما لمسي او لمسۍ په شدت سره دروازه وټکوله. ورمنډه مې کړه او دروازه مې ورته خلاصه کړه. چې کتل مې د دوی سا ه ګانې سوې او دواړه وارخطا وو. راته یې وویل چې دوه کاکا ګانو موږ وډارولو. راته يې وویل چې ولې مو جشني جامې اغوستې دي. بیا يې راته وویل چې ژر خپلو کورونو ته لاړ شئ. نوروز بند شوی دی.
ماشومانو له ما نه پوښتنه کوله چې ولې يې داسې وویل. زه حیرانه شوم چې هغوی ته څه ځواب ووایم.
دا يې لا څه کوې چې په دې لنډو ورځو کې یو بل بنديز هم په پخوانیو بندیزونو ورزیات شو.
یوه ملګرې مې ده چې لاسي صنایعو کې مهارت لري. ډېر ښايسته او ظريف خامک دوزي کوي، محلي ښځينه جامې ګنډي. هغې به د یو کال په ترڅ کې څو جوړه جامې جوړولې او بیا به دې ته انتظار وه چې یو نندارتون جوړ شي او دا په خپل لاس جوړې کړې جامې هلته نندارې او خرڅ ته وړاندې کړي. تېر نندارتون څه نا څه دوه مياشتې مخکې جوړ شوې و. زه يې نندارې ته ورغلې وم. خپله ملګرې مې ولیده. ډېره خوشاله وه. کله چې نندارتون پای ته ورسید، ورته مې زنګ وواهه. راته يې وويل چې څو جوړه جامې يې په ښه بیه پلورل شوې دي. په پيسو يې نور مواد لکه رخت، تارونه، مرۍ ، چرمې او ځينې نور شيان اخلي او غواړي چې بل نندارتون ته چمتووالی ونيسي. خو افسوس او سل افسوس! څو ورځې د مخه يو بل فرمان صادر شو چې د هغې له مخې د نندارتونونو جوړول تر امر ثاني پورې بند شو.
پرون مې له کوره بهر هېڅ کار نه درلود، خو زه ووتلم او تر ډېره وخته مې په واټونو قدم وواهه او وګرځېدم تر هغې چې ښه ستړې شوم، بیا کور ته راغلم. دا ځکه چې که نن وي او که سبا له کوره د ښځو په وتو به هم پابندي ولګي.
خو ګرانې طاها،
دا دې ډېره پخه خبره کړې ده چې ترټولو پیاوړی شی چې ته يې لرې هغه ستا خيال دی. دغه خیال موږ هم باید پیدا کړو او دا ټول بنديزونه او پابندۍ په اوبو لاهو کړو.
غېږه کې دې نيسم.
نرګس

Nächster Brief:

Übersetzte Stadt - Brief 4

Karosh Taha an Nargis (Pseudonym): wo fange ich an? In so kurzer Zeit sind wieder so viele menschengemachte Katastrophen passiert, dass es nicht auf drei Seiten passt – liebe Nargis, ich möchte dir mit einem Gedicht antworten, weil die Sätze sonst nicht ausreichen. Lesen

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner