Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Maliha Naji & Dilek Güngör > Wie wir über uns selbst und unsere Herkunft sprechen - Brief 3

موږ څنګه د خپل ځان اود خپل اصل په اړه خبرېکوو۰

Übersetzung: Ibrahim Hotak Aus dem Paschtu

Blaue Zeichnung © Dilek Güngör
© Dilek Güngör

ګرانې ملیحې،

څومره ښه چې ته ما ته لیکې۰ زه ستاسو د لیک په تمه وم خو ما بیاهم په ځواب درکولو کې ځنډ وکړ۰زه له څو ورځو راهیسې غواړم چې تاسو ته ولیکم خو په نن او سبا کې را څخه ناوخته شول۰ حتا ما دا په خوب لیدلی وه، البته زما لیک نه، بلکې دلته په برلین کې د افغان او الماني لیکوالو ګډه غونډه۰
په خپل خوب کې مې هیڅ خلک ونه لید، یوازې یو پخلنځی و او زه پوهیدم چې دلته به یو جشن او میله وي، د پیژندنې او معرفی لومړۍ لویه غونډه۰
پرون، د اګست پنځلسمه مې د راډیو په خبرونو کې واوریدل چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ کلیزه ده. له شل کالو وروسته ، امریکایان، جرمنیان، الوتکې، په هوايي ډګر کې خلک، د خوراکي توکو بیې، هغه نجونې چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري ۰۰. زما لپاره دا خبرونه دی خو ستا لپاره ژوند بدل شوی دی (ژوند سرچپه شوی ده)!
ملیحې، موږ راډیو ډیره اورو۰ سهار په تشناب کې رادیو چالانه وی ، هماغه سټیشن په پخلنځي ګې هم اوریدل کیږی۰ نوسهار وختی کله چې موږ مخ مینځو ، ویښتان ږمنځوو او د سهار چای یا سبناري چمتو کوو او ددې داوړو خونو تر مینڅ ځو او راځو، خبرونه اورو۰ د اګست په ١٥ مې ستاسو په اړه ډیر فکر کاوه او هغه شپه ما دا لوی پخلنځي په خوب ولید۰
سهار، سمدلاسه ما خپل لیک پیل کړ. زموږ فکرونه او زموږ اندیښنې زموږ په خوبونو کې را نغښتې وي۰پخوا ، کله چې ما لاهم د خپل موراو پلارسره ژوند کاوه، زما مور ډیری وختونه موږ ته د خپلو خوبونو کیسي ګولي چي څه یې لیدلې وه ۰کله کله به هغې خپلې مور یا خور ته تیلفون وکړ او ویل به يې „ما تاسو په خوب کې ولیدی، تا منډې وهلي ، ما تاسو ته غږ کاوه ، مګر تاسو زما غږ نه اوریده . ایا څه پیښ شوي دي؟“۰ ټه ما ته په خپل خوب کې نه ښکاریدي ، خو ته مې په خوب لیدې ۰
څومره ښه چې تاسو هم خپل کاغذ سینګار کړی او رنګین پنسلونه خوښوي. دا ممکن هسی کوچني خبره ښکاره شي ، مګر زه فکر کوم چې دا هغه کوچني شیان دي چې موږ سره نښلوي او له هغې څخه ملګرتیا جوړیدي شي. لکه دوه ماشومان چې د ښوونځي په لومړۍ ورځ یو د بل تر څنګ ناست وي. „ایا زه کولی شم ستاسو قلم واخلم؟“ او یا هم ورته ووایې „ستاسو بکس ښکلې دی“ او په دې توګه دوی خبرې پیل کوي او سره پوه شي چې دوی ورته شیان خوښوي او ملګري کیږي۰
په لومړي ټولګي کې ما د خپلې یوی ټولګې والي ملګري لاسي لیک خوښیده ۰ هغې په خپل کیڼ لاس لیکل او ما به هم همدا ارزو درلوده چې کاش زه هم په خپل چپ لاس لیکل وکولای شم. کله کله به می داهڅه کوله، خو زما د لاس لیکل زما د لاس لیکنه پاتې شوه او د هغې د هغي د لاس ۰
ملیحې ، دا چې خلک د خپلو لاسي لیکونو سره احتیاط کوي، زه په دی پوهیږم ۰ د لاس لیکل ډیر یو شخصي شی دی، لکه غږ ۰
زه ډیری وخت دا تلوسه لرم چې یو څوک څنګه لیکي او ځینې وختونه بیا حیرانه یم چې یو څوک په یو ډول یا بل ډول لیکي او دا د هغه چا د لاس لیک سره جوړ نه راځي چې د لاس لیک یې ده ۰
زه فکر کوم ، کله ډیر منحنی ، لږ ګډوډ ، ډیرهڅه کوونکی،او یا هم ډیر خوښونکی وي . زه داسې انګیرم چې هرهیواد خپل لاس لیک لري، مثلا انګلیسي ماشومان نسبت فرانسوي یا ترکي ماشومانو ته توري په بل ډول لیکي . زه فکر کوم چې زه کولی شم وګورم چې ایا یو چا د لاتیني تورو یا جاپاني حروفونو سره الفبا لیکل زده کړی دي که نه او یا دا چې ایا چا په خط سکریپټ بلاک شوی تورو لیکل زده کړي وي۰
زما د لاس لیکل یوازې یو نیم مخ اوږد ښه وی ، پاک او منظم ، ممکن هم یوازې د یوی پاڼې څلورمې برخې پوری وي. له هغه وروسته بیا هغه بې صبره کیږي ځکه چې لاس هغومره لا تیز نه دی لکه څنګه چې فکرونه تیزدی. زما خپل لاس خط نه خوښیږی . ایا ستا خپل د لاس خط خوښیږي؟
ته داسی فګر کوی چې زه به لنډ ویښتان لرم ! دا جالبه ده. کله چې زه کوچنۍ وم، ما تل لنډ ویښتان درلودل، زما مور فکر کاوه چې زما ګرګوتي ( ګړونج ) ویښتان به په دې توګه اسانه مینځل او ږمنځ کیږی۰
ځینې وختونه خلکو پر ما د هلک ګومان کاوه . اوس مې ویښته تر ولو پوری اوږده دې او کله چې ډیر اوږده شي بیا یې په خپله قیچیې کووم. وروستی ځل مې لور را ته قیچې او رنګ کړل۰ که زه یې رنګ نه کړم ، په شقیقو کې ډیر سپین ښکاري! کاش چې ما همداسې پریښودلی شول اوهیچا ته جالبه نه واي چې زما ویښتان سپین دی او که نه۰
زما مور نږدې 70 کلنه ده او په منظم ډول خپل ویښتان رنګوي، نو زه داسی فکر کوم چې زه تر هغې مخکی باید خپل رنګ کول بند نه کړم. دا داسی ښکاری لکه زه چې غواړم د زړښت لپاره انتظار وکړم۰ تر څو زما د زړیدو وار راشي۰ د یوې ځوانې نجلۍ په توګه، ما ځینې وختونه خپل ویښتان په نکریزو رنګ کول . ایا تاسو حنا یا نکریزي کاروئ؟ زما مور او د ترور لورانو نګریزې د تورچای او زیتون له تیلو سره یو ځای کول او یو د بل په سر به یې تپل ۰
موږ به خپل ویښتان په المونیم ورقه (زرورق) کې وتړل او د درندو سرونو سره به بستر ته لاړو. ما به داسې احساس کاوه چې زه باید د خپل سر او خپلې غاړي توازن وساتم . اوس زه یوازې د درملو پلورنځي څخه چمتو شوي نسواري رنګ کاروم. زه هیڅکله هم رنګونه په دقیقه توګه نه شم سم ترکیبولي ، زه دوه نسواري، متوسط نسواري او تور نسواري رنګونه سره یوځای کوم، او په کورنۍ کې هرڅوک وايي چې زه دری رنګه ویښتان لرم، نوي، طبیعي، او سپین چې تل بیرته وده کوي. څه وکو نو۰
۰
ګراني ملیحې ، زه هیله لرم، چي دا زما د ویښتو او خوبونو کیسې درته بدي ښکاره نه شي . زه د دې کوچنيو، ورځنيو شیانو سره علاقه لرم او ما ته مهم دي۰ همدارنګه هغه کور چې ته په کې اوسیږي څنګه ښکاري ، هغه کوټه، هغه کوڅه، هغه ښوونځی ، چیرته چې تاسو ناست یاست اولیکل کوي ؟ داسې شیان ما ته د راډیو له خبرونو څخه ډیر څه وایی۰
ملیحي ، تاسو پوښتنه کړې چې زه له کوم ځای څخه راغلې یم ، زه فکر کوم چې زما ټولې لیکنې تل د همدې پوښتنې په شاوخوا کې ګرځي ۰زه څوک یم او له کوم ځایه راغلې یم؟
دا چې موږ څنګه د خپل ځان په اړه خبري کوو او دا چې له کوم ځایه څخه راغلي یو ، دا د نومونو او نیټو څخه ډیر څه زیات دي ۰
موږ د خپل ځان په اړه کیسې کوو، او دا کیسې په موږ باندې ځواک لري. په کیسو کې موږ ځینې وختونه هغه یو چې زموږ خوښیږي وه واوسو یا هغه څوګ چې نور موږ هغه ګڼي ۰دا ستونزمنه ده چې خپل ځان داسی وګورو ، څرنګه چې یو . هغه بله ورځ مې دا جمله واوریده :
ځان له هغی مه کوچنی کوه چې یې او مه یې تر هغه لویه چې یې . هرڅومره چې زما عمر زیاتیږي او زړیږم ، هغومره زیات داسی پیښیږي چې هغه کومي جملې یا خبرې چې ما په ټول ژوند کې اوریدلي او له پامه غورځولي وی او یا می هم بی معنا او کلیشه یې ګڼلي ، ناڅاپه معنا او مفهوم پیدا کوي ۰
: مګر، سره له دې هم . دادی دلته نومونه او نیټې
زه په آلمان کې زیږیدلی یم، مګر زما مور او پلار په ترکیه کې. څرنګه چې تاسو پوهېږئ په ۱۹۶۰ مو او ۷۰مو کلونو کې ډېر خلک له ترکیې څخه جرمني ته د پیسو ګټلو لپاره راغلي وو. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په جرمني کې د کارګرانو کمښت احساسیده، او د آلمان شرکتونو د ایټالیا، یونان، هسپانیا، پخوانۍ یوګوسلاویا او البته، د ترکیې څخه ځوانان جذب کړل. د هغو له جملی څخه دوه هم زما موراو پلار وو. موږ په کور کې ترکي خبرې کولې، نن هم همداسی ده . زه له خپلو ماشومانو او میړه سره الماني خبرې کوم. ما ونه شو کولی خپلو ماشومانو ته ترکي ژبه ور زده کړم. زما خاوند الماني دی او په ترکي ژبه خبرې نه کوي. زما په اند دا د افسوس ځای دی چې زموږ ماشومان یوازې د ترکي په څو کلمو پوهیږي. خو زه نسبت تركيې ته الماني ژبه ډېره زیاته کاروم ۰
هرڅومره چې زه زړیږم ، هغومره لږ خبرې کوم . او کله چې ماشومان و زیږیدل، دا تقریبا زما لپاره عجيب ښکاريده چې د دوی سره له آلمانې پرته په بله ژبه هم خبرې وکړم۰
ملیحې ، زه هیڅکله افغانستان ته نه یم تللی . مګر زه د یو لوی سفر خوب وینم . تصور وکړه، له دې ځایه په موټر کې ترکیې ته او نور ختیځ خواته د عراق، ایران له لارې افغانستان ته. زه به درشم او ستاسو د دروازې زنګ به وشرنګوم. له هغه ځایه به وړاندی لاړ شو ، پاکستان، هند او شاوخوا ته. دا به کله ممکنه وي؟
زه سور رنګ خوښوم او نسواري پیکه یا خاموش رنګونه مې نه خوښږی . همدارنګه ګډ او روښان شوی رنګونه چې داسی ښکاري لکه تباشیر چې پّه کې مخلوط شوي وي۰ زه هغه رنګونه نه خوښوم چې رنګونه نه وي، خړ، خړ او کیریمې . ستا کوم رنګونه خوښیږي ؟
او په پای کې تاسو زما د دندې په اړه پوښتنه کړئ وه. زه ليکواله يم ۰ زه د مجلو او ورځپاڼو لپاره مقالې هم لیکم، ما پنځه کاله په برلین کې د یوې ورځپاڼې لپاره کار وګړ۰ خو ما د ژباړي په هکله زده کړي کړي ۰
دا ټول له لغتونو او لیکلو سره تړاو لري ، مګردا چې ما غوښتل لیکواله شم، هغه وخت پوه شوم، کله چې وخته لیکواله شوي وم ۰ ډیر کلونو به ما ویل چې زه یوه ژورنالیسته یم، که څه هم ما له اوږدې مودې راهسی په کومه یوه ورځپاڼه کې کار نه دی کړی. دا زما لپاره ستونزمنه وه چې د ځان په اړه د یوې لیکوالې په توګه خبرې وکړم، داسی راته ښکاریده لکه دا چې ما سره مناسب نه وي۰ خو اوس دا خبره کوم ۰ اوس ځان نه کوچنی کوم او نه هم ځان لویوم۰

ګرانې ملیحې ، ما ته دا عجیبه ښکاري چې دا باید تا ته زما وروستی لیک وي. یو لومړی او بیا وروستی و، دا څنګه کیدی شي؟ شاید یوه لاره وي چې موږ لاهم له یو بل سره په تماس کې پاتې شو ، یا لږترلږه وخت په وخت له یو بل څخه واورو ۰
زه غواړم له تاسو څخه لا نورې کیسې واورم، لکه په ښوونځي کې د پټو لیکونو په اړه، ستاسو د ټولګې والې ډالۍ۰ تاسو ما ته د کرکرو مکرونی ( پاپړو!) په اړه تلوسه پیدا کړه. زه به وګورم چې ایا زه یې دلته په برلین کې کوم زره پیدا کولی شم ۰
ملیحې ، څوک پوهیږي چې څه به کیږي،. کیدای شي موږ سره ووینو، زه هیله لرم چې موږ بیا هغه وخت دومره زاړه او دومره ستړي ونه اوسو چې د اوږده سفرد تلو سېک او توان ونه لرو۰ بیا به تاسې په موټر کې راشئ او ما به در سره پورته کړئ. درې ځله زنګ ووهه او زه در ښکته کیږم! موږ کړکۍ (شیشې ) ښکته کوو، تاسې ګاز ته پونده ورکړﺉ او زموږ ویښتان به زموږ د سرشا و خوا شمال وهي او ګرځي به !

ملیحې ، تاته نیکمرغي او ښکلا غواړم، ستا وطن او ولس ته سوله

ډیلیک

برلین، د اګست ۱۶مه ، ۲۰۲۲

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner