Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Maliha Naji & Dilek Güngör > Wenn Du kommst, mache ich Dir Knuspernudeln - Brief 4

کله هم چې دلته راغلې، زه به پاپړ

Übersetzung: Dr. Lutz Rzehak aus dem Paschtu

Bild mit Henna-bemaltem Arm und Blumen © Hiral Henna/Flickr – CC BY 2.0 (manipuliert)
© Hiral Henna/Flickr – CC BY 2.0 (manipuliert)

اغلې ډیلیک جانې!
زما نېکې هیلې او له اخلاصه ډک سلامونه ومنئ. زه تل ستاسو د روغتیا او خوښۍ دعاوې کوم او هیله منه یم چې تکړه او له مثبتو انرژیو به مالامال وئ.
ستاسو له لومړي لیک وروسته دویم ته ډېره سترګې پر لار وم. آن ورځې مې شمارلې چې څه وخت به لیک راته ورسېږي. دا لېوالتیا مې ځکه زیاته شوې وه چې یو ډول ژور صمیمت درسره حساوه او د لیکونو دې خوږو الفاظو موږ سره وتړلو.
تاسو رښتیا وایئ! انسان همدغسې دی چې کله هم د ورځې د یوې موضوع یا خبرې په اړه ډېر سوچ وکړي، د شپې یې په خوب ویني. جالبه یې دا ده چې ځینې وخت په خوب کې داسې نه ویني چې کار یې ختم کړی دی، بلکې داسې سرګردانه وي او کار پای ته نشي رسولی، لکه همغه رښتیانو چې وي. هم د ورځې سوچونه سړی ستړی کړي او هم د شپې خوب کې ستومانه شي. لکه یو څو شپې مخکې ما ځان داسې په خوب لیده چې خپله دیلاندې ولاړه یم او روح نه مې سپینه کوتره جوړه شي، پورته پر یوې دنګې پایې کېني. زه هم ژوندۍ یم او ساه لرم؛ خو هغه هم زه یم، ساه لري. دا مسئله ماته هم جالبه ده او هم خندوونکې.
هو دا کلیزه مهمه ځکه ده چې زموږ ټول ژوند ورسره یو ډول نه یو ډول ژور بدلون وکړ. که درته ووایم چې څه مو تر لاسه کړي وو ، ومو بایلل او چې څه مو بایللي وو، ترلاسه مو کړل؛ زیاتونه به مې نه وي کړي. زه له دې ورځې ډېرې نه هېرېدونکې یادیزې لرم. کله کله مې چورت یوسي چې یو ورځ که د ګډ ژوند څښتنه شوم او بیا مو لمسیان وو، کله چې زه کیسې ورته کوم، داسې نه وي چې دا دردونه به مې هغه وخت هم ژړوي او که به یې وخت تسکین کړي؟! نه پوهېږم!
زموږ د کورنۍ بیا دا تېرو شپږو کلونو راهیسې له راډیو او ټلویزیون سره اړیکې خړې شوي. یانې ډېر کم کم که ټلویزیون وګورو. راډيو یوازې هغه وخت اورو چې خپله مو کومه مصاحبه کړې وي.
تاسو د ټولیګوالې د کیڼ لاس د لاسلیک خبره وکړه. ماته مې خپله ټولګیواله رایاده شوه. زموږ او ستاسو خاطرات هم څومره ورته والی لري. زما هغه ټولګیواله په هغه وخت کې چې موږ لا دویم ټولګي وو، یانې د کرزي د حکومت لومړي کلونه وو، ډېره شتمنه وه نسبت موږ ته. یوازې مالي شته نه، ډېره ښایسته څېره یې هم لرله. لاسونه یې غټ غټ و لکه د نارینه وو. دې به هم په کيڼ لاس لیکل کول. دې به چې لیکل، ما هڅه کوله تقلید یې کړم؛ خو ستاسو په څېر زه هم ونه توانېدم کیڼ لاسې شم. ځینې وخت چې عمومي مالومات لولم، پکې لیکلي وي چې چپ لاسي خلک پیاوړی ذهني ځواک لري؛ نو وایم دا زموږ ځواک کم دی که څنګه؟ بیا خندا راشي.
زه چې کله یوه څه لیکم، په (اې فور) ورقو کې یې په مینه راپیل کړم، فکر کوم چې تر اخره به یې همداسې په حوصله ولیکلی شم؛ خو د لیکلو جریان کې مې چې تمرکز پر محتوا او د کلیماتو پر اوډلو شي؛ نو پام مې شي چې لاسلیک مې ورو ورو بې صبرۍ خواته روان دی. یانې منظموالی او ښایست یې ټکنی شوی وي. زه چې کله کومه مقاله یا بل مطلب لیکم، ټایپوم یې. او چې کله د ښوونځي ورځنی پلان لیکم؛ نو په لاس لیکل کوم. دا بیا له ډېرې وارخطاینې داسې ګډ وډ شي، ته به وایې چې لیک مې په پښه لیکلی، نه په لاس.
زما پخوا د پوهنتون دوره کې خپل لاسلیک ډېر خوښېده؛ ځکه په ټول پوهنځي کې آن له استادانو هم زما خط پاک او ښایسته و؛ خو تر فراغت وروسته مې سروکار له کمپیوټر او په ټلیفون ټایپ سره شو. خط مې ورو ورو خپل ځانګړی جذابیت کم کړ.
دا ډېر وخت پر دې فکر کوم چې لږ ځان وزګار کړم او د لیک د ښکلا یو کورس پیدا کړم. دلته چې چا ادبیات لوستي وي، د خط ښکلا یې هم ضرور وي. نه پوهېږم چې ستاسې خواته به څه ډول خبره وي؟
هو ما ستاسو په اړه همداسې یو تصور درلود چې ويښتان به مو لنډ وي؛ خو تاسو وایاست چې اوس اوږده دي. مګر موږ ته ستاسو همدا اوږده ویښتان هم لنډ دي. دلته د نجونو ویښتان لکه د هندیانو غوندې آن تر زنګنو اوږده پرېښودل کېږي؛ خو زما طبیعت داسې نه دی. زه اوږده ویښتان نه خوښوم؛ځکه مینځل او ږومنځول یې پاذابول کوي. زما ژوند ډېر بوخت دی، همدې لپاره له مور نه مې پټ پټ ویښتان قیچي کړم، چې کله یې لنډ وویني، راته غوسه شي، وايي: اوه! بیا دې ولې لنډ کړل، ماشومه خو نه یې.
ما تر اوسه خپل ویښتان په نکریزو نه دي رنګ کړي؛ ځکه تر اوسه مې لا ويښتان تک تور دي. موږ کال کې دوه اخترونه لرو. په هر اختر او نورو مراسمو کې چې د خوشحالۍ خبره وي، لاسونه په نکریزو سره کوو. موږ د افغانستان په پلازمېنه کې ژوند کوو، دلته د نکریزو کارونه کمه شوې؛ خو په ولایاتو کې ډېر دود دي. آن نارینه خپله ږیره او بریت په نکریزو رنګوي. دلته چې سر په نکریزو کړي بیا یې په پلاستیکي کڅوړه کې پېچي.
د سر د توزان په اړه ماته د ماشومتوب یادیزه رایاده شوه. لکه چې شپاړس کلنه وم چې د تره د زوی مې واده شو. موږ ټولې نجونې یوه سینګارتون ولاړو، هلته مو ویښتان راته په بېګودي کې وتړل چې توني شي. بیا یې دوا ورباندې ووهله، وی دا یو څو ساعته همداسې پرېږدئ؛ نو سر به مې کله یو خوا کله بل خواته کوږ شو.
ستاسو پر وړو خبرو فوکس ماته خوند راکوي. ما مخکې وویل چې زما و ستاسو لکه چې طبیعتونه سره ورته دي. زما هم د ورځني ژوند پر وړو وړو خبرو تمرکز وي. او وړې وړې خبرې ما هم خوشحالولی شي او خپه کولی.
زه او دوه نورې خویندې مې په یوه سالون ته ورته غټه کوټه کې ویدې کېږو. د ورځې مو درسونه پکې وایو او د شپې پکې ویدې کېږو. دلته د هر چا لپاره د جلا جلا کوټو امکانات په صفر حساب دي. زما ځای د کوټې دروازې ته نږدې دی؛ ځکه زه سهار تر ټولې کورنۍ دمخه ویښېږم او دندې ته ځم. هغه وخت نو د کورنۍ یوازې درې غړي ویښ وي: زه، پلار او مور مې.
دولتي دنده مې په یوه تنګه ودانۍ کې ده. ازاده فضا او حتی د ښوونکو د تفریح او دمې لپاره هم پکې ځای نشته. وړوکی مکتب دی. زموږ د مکتب مدیر له ګلانو سره بې کچې مینه لري او ډېر با سلیقه هم دی. همغه وچ او بېخونده انګړ کې یې زښته زیات ګلدانونه د دېوالونو بېخ ته کېښودل، ګلانو چې وده وکړه پورته پر دېوالونو ورجګ شول. بوټیو ښایسته رنګارنګ ګلان ونیول. اوس چې کله د ښوونځي انګړ ته وروځو، شاوخوا سره، ژېړ، سپین، ځیګري او ګلابي ګلان له تکو شنو تازه پاڼو سره زړونه وړي. یو ډول ښایسته وږم له باد سره سم خپور شي.
او کوم خصوصي کې چې تدریس کوم، هغه بیا مکمل یوه سمسور باغ ته ورته دی. د مڼو، زردآلو، بادامو، انارو او انځیرو ډېرې ونې پکې دي. دا چې هر پسرلی راشي، ټولې څانګې یې له ښایسته غوټیو ډکې شي، داسې ښکاري لکه د ګلانو په ګېډو کې چې ګرځو. کرار کرار شنې شي او مېوه ونیسي. دېره خوندور شمال دی د هغه ځای. کله چې په تک شنه چمن کې ناست یو او د چنارو کتار ونې ښوري، خوندور باد ترې راشي، د ونو د پاڼو شور زړه راښکونکی وي.
د ونو تر مینځ طاووسونه او هیلۍ ګانې ګرځي. فیل مرغې او نور ډول ډول مرغان د باغ فضا نوره هم ښکلې کوي.
اوس چې زه درو دا ځایونه درته انځوروم، په خپله نشیمن کوټه کې ناسته یم. د ګروپ سپینه رڼا مې کله کله زړه راتنګ کړي؛ ځکه زما ژېړه رڼا خوښېږي. ارام بښونکې وي.
تاسو بلکل سم ویلي. ما هم چې کومې خبرې پخوا اورېدلي او بابېزه یا کلیشه یي مې ګڼلې، اوس چې ستره شوم، د هرې پېښې په پېښېدو سره دا راته ثابتوي چې د مشرانو او پخو خلکو خبرې د تکرار له امله کلیشه یي کېږي نه، بلکې د بیا بیا یادولو وړ دي. اوس همغه مسایل چې ما ساده ګڼل، ډېر مهم او همغه خبرې ډېرې ماناداره کېږي.
ښه ښه! ډېر ښه.
تاسو عیناً د افغانیانو د کلتور غوندې چلن کړی. دلته هم که چېرې یوه دري ژبې له پښتون او پښتنه له دري ژبي سره واده وکړي، د پلار ژپه اولادونو ته ورزده کوي.
دا چې تاسو وایاست چې څومره مو عمر زیات شي، هغومره کمې خبرې کوئ، دا ماته د تسلي خبره شوه؛ ځکه ما سره دا ډېر وخت اندېښنه پیدا شوې وه چې ولې ورځ تر بلې مې خبرې راکمېږي. په دې اړه مې انټرنټي مطالعه هم وکړه. پایله دا شوه چې هر هغه انسان چې ژوند درک کړي، کم غږېږي.
ډیلیک جانې! دا خبره مو ماته ډېره خوندوره او هیله بښونکې واېسېده. دې څو ثانیو کې مې ستاسو راتګ وانځوراوه. کټ مټ لکه ستاسو تصور.
یوه ورځ به وي چې نور به د افغانستان د تاریخ توره پاڼه تړل شوې وي، ټول هېواد به مو ارامه ساه واخلي. او زموږ بهرني مېلمانه به بې اندېښنې زموږ جونګړو ته راشي.
زه ډېره لېواله یم چې تاسو راشئ او په همداسې یوه حیرانوونکې ورځ، زموږ د وره زنګ ووهل شي. زه درووځم او ووینم چې د دروازې مخته زما د لیکونو خوږه ملګرې ولاړه ده. دا به ماته ډېره خوښي بښونکې وي. تصور یې چې زړه اراموي؛ نو حقیقت به یې څومره خوندور وي؟!
ښه ښه! دا دی د رنګونو ذوق مو هم یو ډول شو. زما پیکه رنګونو سره نه ده جوړه؛ خو دلته عرفي او حکومتي قوانین داسې وضع شوي چې تل به خړپړ رنګونه اغوندو. زما د زړه مینه له تېزو او روښانو رنګونو سره ده. په ځانګړي ډول د سټروس د کورنۍ رنګونه مې زیات خوښېږي. ژېړ، نارنجي….
زه له ژباړې سره مینه لرم. غواړم بهرنۍ او نړیوالې ژبې زده کړم چې مهم کتابونه او موضوعات راوژباړم؛ خو متاسفانه د ډېرو فرهنګي او اقتصادي ستونزو له کبله تر اوسه دې هیلې ته مې نه یم رسېدلې.
زه هڅه کوم انګلیسي او عربي زده کړم. زما د خویندو ترکي زده ده، د هغوی خبرې ډېر خوند راکوي.
دا چې دا مو د لیکونو وروستۍ تبادله ده، داسې بېخونده راته تمامه شوه؛ خو موږ یو متل لرو: د ژوند لارې اوږدې دي او کوه به کوه نمی رسد، آدم به آدم می رسد. موږ به هم له یوې نه له یوې لارې یو د بل احوال اخلو.
که هلته د پاپړو پیدا کول ستونزمن وي، زه به دا یاد ساتم، کله هم چې دلته راغلې، زه به یې په خپلو لاسونو درته پاخه کړم. د کور پاپړ بیخي خوندور وي.
زه، زموږ لیدو هیله منه یم! د هغې ورځې په تمه یم چې ستاسو کوربه شم او همدغسې چې وایاست، له هوايي ډګره مو موټر کې راپورته او تر کور پورې مو راولم.
ډېره منننه چې موږ ته ښې هیلې لرئ.
پر تاسو د خوښیو پیرزوینې غواړم او د دې په هیله چې تل نېکمرغه وئ.

ملیحه ناصري

کابل، د سپټمبر ۲۳مه، ۲۰۲۲ز

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner