Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu
Untold Narratives – Weiter Schreiben > Maliha Naji & Dilek Güngör > Die Furcht, etwas Handschriftliches zu hinterlassen – Brief 2

د لاس لیکلو د پریښودو ویره

Übersetzung: Dr. Lutz Rzehak aus dem Paschtu

© Maliha Naji

ګرانې ډیلیک!

هیله ده تر دې دمه چې زما لیک لولې, روغه او خوشحاله اوسې.

خوشحاله یم چې لومړنی لیک دې ماته راورسېد.

ستا خبره کټ- مټ ماسره هم شوې. پخوا به مې زیات لیکل کول؛ خو اوس دومره په قلم لیکل نه کوم.

ما به خپلې خط داره کتابچې په رنګه قلمونو او د نانځکو په ټاپو ډیزاینولې, څو خط مې ښایسته ښکاره شي. هغه وخت به ما د افغانستان د بیرغ په رنګ( تور, سور, شین ) ډیزاینونه د کتابچو پر څنډو ایستل. نما به یې خورا ښکلې راتله. په دې درېیو رنګونو کې بیا ماته هغه شنو رنګو لیکو خوند راکاوه. داسې به وو لکه د چمن څو دانې کبلې مې چې را اخیستې وي او هلته مې نښلولې وي.

ډیلیک جانې! زه اوسمهال لیکونه نه ترلاسه کوم. وروستنی لیک مې یو کابو شپږ میاشتې مخکې ترلاسه کړ. هغه لیک زما یوې زده کوونکې د ډالیو په پاکټ کې راته ایښی و. زه چې ښوونځي کې ناسته وم, زده کوونکې مې راغله, د نورو استادانو مینځ کې سیده ماته راتاو شوه. حیرانه شوم چې څه به راته وایي.

دې وخت کې یې یوه سپینه کڅوړه لاس کې راکړه. د کڅوړې له شا مالومېدل چې مینځ کې یې ډېر شیان دي. کور کې مې چې کڅوړه را تشه کړه, یو جوړه غوږولۍ, یو دانه ټیکری او زما د خوښې ماشومانه خواړه ( سیمیانک) ایښي و. هغه له کوم ځایه پوه شوې وه چې زما د ماشومانو خوراکي توکي او بیا پکې سیمیانک خوښېږي. کله مې چې ټیکری خلاص کړ, د عطرو بوی ترې پورته شو او له مینځه لیک ولوېد.

د لیک په لیدو د خپل ماشومتوب دوران ته لاړم, خورا خوښي بښونکی حس و.

تر دې لیک وروسته مې ستا لیک دا دی ترلاسه کړ.

موږ هم ستا غوندې له خپلوانو سره چندان په صمیمي اړیکو کې نه یو پاتې شوي. یانې دومره صمیمي نه یو چې لیکونه سره تبادله کړو. موږ یو اختر او بل اختر, یا هم په ځینو محفلونو کې سره وینو.

خو زما خوښېږي چې ژر ژر سره ووینو.

زه چې اتم ټولګي وم, یانې څورلس یا پینځه لس کلنه به وم چې لومړنی لیک مې ترلاسه کړ.

هغه وخت زه د لیک له نوم او څرنګوالي سمه اشنا نه وم, یا هم ښایي هېڅ به نه پوهېدم چې لیک / نامه څه ته وایي. بس همدومره پوهېدم چې لیک بدلول رابدلول بد کار دی؛ ځکه چې زموږ د هغه وخت فرهنګي ټولنه کې نامه لیکل ناوړه کار ګڼل کېده.

خلکو به لیک یوازې هغه څه ته ویل چې هلک به نجلۍ یا نجلۍ به هلک ته لیکه. او د دوی دواړو جنسونو اړیکې چې په هر ډول وي, زموږ د مذهب او ټولنې له انده جواز نه لري. همدې امله زما لیک لیکلو ته چندان ورپام نه و.

همغه اتم ټولګي کې وم چې له ټولګیوالې سره مې پر کومه خبره جنجال شو, سره مرورې شوو.

زه دباندې وتلې وم, کله چې راغلم د بیک د وړکي جېب ځنځیر مې کش کړ. یو ښکلی پاکټ پکې ایښی و. ورخطا شوم چې دا خو ښځینه مکتب دی, دلته لیک نو چا او څنګه راووړ.

 نورې ټولګیوالې مې هم راباندې راټولې شوې, په ګډه مو پرانیست. د پخلاینې لیک و, په پای کې یې زما د ټولګیوالې نوم لیکلی و. ایله مو زړه ارام شو چې لیک د هلک نه دی.

ورو ورو زموږ نجونو تر مینځ هم د لیکونو تبادله یوه عادي او اسانه چاره شوه. کله به چې د چا کلیزه وه, سره مرور به شول, یا هسې د ګرانښت د اظهار په موخه به یې لیکونه سره ورکول.

تر ټولو ښایسته لیک به هغه و چې د سنډرېلا ټاپه به پرې لګول شوې یا به د خاطراتو په چاپي ډیزاینداره ورقو کې لیکل شوی و.

ما ته تر ټولو خوندور لیک هغه و چې یوې نږدې ملګرې مې راکړی و. کله مې چې خلاص کړ, د عطرو بوی یې له مینځه راپورته شو. هغې عطر بویه قلمونه کارول چې زري خط یې لاره.ستا خبره منم! دلته هم ډېریو مینانو په لیکونو یو بل ته احوال استاوه. آن سیاسي خبرې او حالات هم په لیکونو کې تبادله کېدل.

خو کله چې زموږ دوران شو, لیکونه عامو موضوعاتو هم ځانګړي شول. هر چا کولای شوای د خپلې موخې لپاره لیک وکاروي.

خو اوس څوک چندان پاملرنه نه ورته کوي او نه د چا پر کاغذونو کرښې ایستل ښه ایسي.

تر هغه ځایه چې ګومان کوم, د بې باورۍ له امله څوک نه غواړي خپل لاسلیک د چا واک کې ورکړي. دوی داسې ګومان کوي چې له لاسلیکه یې ناوړه ګټه پورته نشي.

حال دا چې لیکونه خپل جلا کیفیت او اغېز لري. زما لیک لیکل خوښېږي.

هو بلکل!

موږ یو بل نه دي لیدلي, خو نه پوهېږم ولې مو نالیدلې په خیالونو کې انځوروم.

ماته ته داسې ښکارې چې میانه ونه, لنډ خرمایي ویښتان, خندانه خوله او سپین پوستکی به دې وي. ایا همداسې یې که نه?!

ستا د پوښتنو په ځواب کې به ووایم چې:

-1زما هر ډول خواړه خوښېږي؛ خو ټولو کې مې بریاني, شورمه او چپس زیات ښه ایسي.

 -2زه کابل کې اوسم, دلته ماسره مور و پلار, خویندې – وروڼه, ورېندار او وراره اوسي.

 -3زه چې کله ښوونځي کې درس ورکوم, د پښتو ادبیاتو او ارواپوهنې موضوعات مې ډېر خوښېږي.

 -4کور ته چې راشم ډېره ستړې وم. له همدې امله تر ټولو مخکې مې خوړو او ویده کېدو ته ډېره تلوسه وي.

 -5زه ډېری وخت په لیکنو کې ځانګړی مخاطب نه لرم. خپل ځان ته هم لیکل کوم. ځینې وخت مثبت انګېزه ورکوونکي یا له خپل ځان سره د زړه خواله.

 -6زه اخته یم درو یو کتاب ژباړم. نوم یې ( ځان ته مې لیک) دی. هو! زه ځان ته هم پیغامونه لیکم.

زه خپل نوټونه ټول په خپل مبایل کې ثبتوم. دوې پنډې کتابچې مې دي, تل په هغو کې لیکم. سم دې ویلي!

زما د ماشومتوب خوب دا و چې ډاکټره شم. تل به مې په خیالاتو کې ځان په سپینه چپنه کې انځوراوه.

خو اوس ادیبه یم. لیکل زما مسلک او د خوښې کار دی.

ځکه چې ستا خبره هر وخت کولای شو, محتوا او موضوع کې یې بدلون راولو.

لیکوالي, ژباړه او شاعري زما د خوښې کارونه دي.

په پای کې له تا یو څو پوښتنې لرم:

– ته اصلا د کوم هېواد یې او پر کومه ژپه کور کې خبرې کوئ?

– افغانستان دې رسنیو کې لیدلی, که راغلې هم یې?

– کوم رنګونه اغوندې او کوم دې خوښېږي?

– مسلک دې څه شی دی?

زما لومړنی لیک دی چې تاته یې لیکم. شاید ته به درېیم یا څلورم کس یې چې لیک درته لیکم؛ ځکه ډېر کم کسان پیدا شوي چې زما زړه ورسره ولګېږي.زه هیله منه یم چې دواړې یو بل ته ژر ژر لیکونه ولېږو او د زړه حال سره شریک کړو.

درنښت!

کابل، د 2022 میلادی کال د جولای 13 نېټه

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner