ګرانې شېبې!

ستا له مفصل لیک څخه مننه، په ځانګړي ډول د لنډۍ په هکله ستا له توضیحاتو چې په پوره شرم سره تر دې مهاله مې د هغې په اړه هېڅ نه وو اورېدلي. ته د یو خورا بډایه کلتور له غېږې راځې چې په لوېدیځه اروپا کې که څوک پخپله ورپسې ونهګرځي، هېڅ ترې لاس ته نه راوړي. کله چې مې ستا په لیکنه کې ولوستل چې ښځې لنډۍ په ځانګړې توګه په ودونو کې بولي، سملاسي مې ذهن ته د ډېرو کلونو وړاندې، په برلین کې زما د اوسېدو د دورې یوه پېښه راغله. موږ هغه مهال افغان ګاونډیان لرل، یو ځل لکه چې د هغوی د لور واده و- نجلۍ ډېره خوشحاله ښکارېده او پوره باوري یم چې خپل کوژدن یې پخپله خوښ کړی، د سندرغاړو ښځو یوه لویه ډله له کوڅې تېره شوه، او راغلې وې چې نجلۍ د بخت کور ته یوسي. منی و او هوا تته او تیاره وه، د ناوې د جامو بڼه مې په یاد نه ده، خو موسیقي یې زړه راښکونکې وه، یو ښکلی، اغېزناک او نه هېرېدونکی یاد. اوس داسې فکر کوم، شاید ما هم هغه مهال بې له دې چې پخپله وپوهېږم، لنډۍ اورېدلې وې. زما لپاره روښانه شوه چې د افغانستان په نوم د یوه دولت په باب زموږ معلومات څومره محدود دي، ځکه چې د پښتون کلتور لمن د دغه هېواد له پولو هاخوا هم غځېدلې ده. خلک د تړلو کلتورونو پر بېلابېلو ډګرونو لږ فکر کوي، او ډېر پر هغو د واک د جوړښت پر متغیرونو او سرحدي کرښو فکر کوي چې د دولتي پولو له مخې تعریفېږي.
ډېر احتمال لري هغه څه چې ما واورېدل لنډۍ وې که – واقعاً همداسې وه- البته په هغه واده کې د شعرونو، متنونه، د هغو زیاترو بېلګو په پرتله چې تا استولې دي، زما په نظر هغومره هم غمګین او سودایي نه برېښېدل.
دا دوه نیمبیتیزه فشرده بڼې دومره اغېزناکې دي چې په دومره لنډ چوکاټ کې او بې له کوم وصفه، د لوستونکي د سترګو مخې ته پیاوړي او ژوندي انځورونه باسي، څومره په زړه پورې ده چې دا شعري بڼه یوازې د ښځو د درد، اندېښنو او وېرو د څرګندولو لپاره په پام کې نیول شوې ده. طبعاً ښه ده چې دغه شعري چوکاټ د یوه دود په توګه تر اوسه پاتې دی او جوړول یې د ښوونځي زدهکړې او سواد ته هم هومره اړتیا نه لري او داسې ښکاري چې پېړۍ پېړۍ د «لنډۍبولو ښځو» په زړونو کې مېشت او تلپاتې شوی دی، خو غواړم وپوهېږم چې ایا داسې لنډۍ هم شته چې سرکښه او مبارز مفهوم ولري او مقابلې ته بلنه ورکړي یا په ځانګړي ډول د ښځو د زړورتیا او د راتلونکي د ډاډ لپاره ویل شوې وي؟ ایا داسې کوم قالب شته چې د نن ورځې ځوانې ښځې یې هم ووایي، هغه ښځې چې ښايي د ازادۍ تمه لري، او ایا دا قالب د مکتب ته تللو، د کار موندلو او ګټې وټې، او د ښځو د خپلواکۍ غوندې غوښتنې بیانوي؟ شاید پر دې خبره جوړجاړی ونه شي چې ایا کېږي نادودیزې هیلې د دودیز شعر په قالب کې راشي، خو که وشي خورا په زړه پورې به وي.
پوښتنه دې کړې ده چې ایا زما په کلتور کې هم د لنډۍ غوندې قالب شته. په دې اړه باید په دوو لارو ووایم «نه»- یوه خو دا چې زما د خپل کلتور تعریف وړاندې کول خورا ګران کار دی، او بل دلیل یې هم دا دی چې د لوېدیځې اروپا په څېر پر سیاسي او اقتصادي قدرت ولاړې ټولنه کې، په ډېر کم ډول د دود لپاره په خپله مثبته مانا ځای پیدا کېږي- زما موخه له مثبتې بڼې هغه بیانونه دي چې نسلونه په خپله غېږ کې نیسي، خو هېڅوک له خپلې دایرې نه وباسي.
او په اصل کې د «ما» کلتور څرنګه ځای مومي؟ او ایا کېږي پوله ورته وایستل شي؟ زه د جرمني په لوېدیځ کې لویه شوې یم، ډېره موده مې په کاناډا او انګلستان کې ژوند کړی، وروسته مجارستان ته ولاړم، بیا څو کاله په برلین کې وم، اوس هم د اتریش په ویانا ښار او د ایټالیا په شمال کې ژوند کوم. د بېلابېلو ژبو، عاداتو، دودونو او لیدلورو ترمنځ. په ویانا کې د ښار په مرکز کې اوسېږم او په ایټالیا کې په کلي کې. اوس درته له ایټالیا دا لیک ليکم. ډېره ښکلې منظره ده. غرونه، غونډۍ، سیندونه او سیندګي ټول دلته شته. او زه په خپله خوښه، د خپلې لیکوالۍ له ژبې په یوې بلې جلا ژبه کې ژوند کوم. په هر حال یو پردی سړی جلا نظر لري، پردی په څنډه کې ولاړ دی او نه د پېښې په منځ کې، او زما دا حالت خوښېږي. انسان له څنډې ډېر څه ویني تر دې چې د اصلي متن په منځ کې وي. دلته د بېلابېلو سیندونو د یوځای کېدو ځای دی. زرګونه کلونه کېږي چې د بېلابېلو ملتونو کوچیان او مسافر له خپلو کلتورونو سره د اډریاتیک د سمندرګي په اوږدو کې د دې سیمې له لارو د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ تېر شوي، یا یې یوه ځانګړې لار نیولې ده چې بې له کومې درې نېغه د الپ تر زړه رسېږي، د شمال او سویل ترمنځ. دوی هر یوه خپلې نښې او نښانې پر ځای پرېښې دي، دلته یې څه راوړي او له دې ځایه یې څه وړي دي.
ځینې یې چې له کیناستو او استوګنې بېزاره وو، یو څه وروسته د اډریاتیک د ساحلونو په اوږدو کې سویل لور ته وکوچېدل، د ساري په توګه د «پیسنرانو» قوم چې نوم یې له «پیکوس» (ډنګرکې/دارکوب) مرغۍ څخه اخیستل شوی، که دقیقه یې ووایم د شین رنګه ډنګرکې له نومه، چې د هغې غږ او لږ ریشخنديزه خندا داسې ښکاري چې زرګونه کلونه په دې لار کې د دوی په تعقیب وه. ایا هلته چې ته اوسېږې، شنه ډنګرکه شته؟ ایا غږ یې پېژنې؟ هغه سیمې چې کلتورونه پکې یو له بل سره ګډ شوي او څنګ په څنګ پراته دي، تل تر هغو سیمو ډېرې په زړه پورې دي چې هېڅکله یې له نااشنا خلکو سره لیدنه او اړیکه نه ده لرلې. دلته لا تر اوسه هم ژبې سره ګډېږي – ختیځ لور ته د موټر له یوه ساعت څخه په لږ مزل د سلوانیا پولو ته رسېږې، هلته د سلاوي ژبو سیمه پیلېږي، شمال لور ته هم کټ مټ که دومره لاړ شې، اتریش ته رسېږې چې خلک یې په الماني ژبه خبرې کوي. په غرنیو سیمو کې، ګډې او تلقیحي ژبې شته، هلته خلک په داسې خاصو لهجو او حتی ژبو غږېږي چې نن ورځ خورا لږ ویونکي لري، له دې هر څه سره سره ساتنه یې کېږي. خو هغه څه چې په رښتینې بڼه کلتورونه تعبیروي او مانا وربښي، هغه ګډې تجربې دي چې له پولو وراوړي: دلته زلزلې ډېرې کېږي او د خلکو پر ژوند یې ژور اغېز کړی دی. د ژبنیو او دولتي پولو هاخوا، اسطورې او افسانې شتون لري چې د کیسو او سندرو په بڼه د زلزلهځپلو سیمو د انسانانو برخلیک یو له بل سره تړي.
د دغو کلیوالو او سخت خوندي شویو «کوچنیو» ژبو ډېره برخه، اکثره داسې شعرونه لري چې د لنډیو په څېر هېڅ ډول پېچلي فصاحت او بلاغت اصول نه لري، بلکې ساده او بېواسطه دي؛ کټ مټ په هغه صفت سمبال دي چې ته یې ورکوې: «له زړه» راوتلي دي. د داسې یوه څه د څرګندولو سخته اړتیا پیدا کېږي چې یوازې تر خبرتیا خورا پورته وي او په اشنا بڼه، وزن، ترنم، د قافیو برابرښت او محدود غږ او په خپل ځان کې بېزمانه او تلپاتې روح لري. حتی همدا سیمه هم -لکه د ایټالیا د نورو اصلي سیمو غوندې- خورا ډېره د کډوالۍ تر اغېز لاندې ده. پخوا دلته بېوزلي خپره وه، له سلګونو کلونو راهیسې سړو به د کال ډېره برخه د الپ په شمالي غرونو کې تېروله او له دې لارې به یې پیسې ګټلې.-په کانونو او سړک جوړولو کې، یا به د عادي کارګرانو په توګه نیول کېدل چې هر ډول کار یې له لاسه کېده، او د همدې لپاره به هلته تلل – د چاقوګانو او بیاتیانو د تېره کولو غوندې کارونه- یوازې په اوړي کې چې په پټیو کې به سخت کارونه زیات شول، بېرته به راګرځېدل. د نارینهوو همدغه اوږدې نه سوبۍ پر کلیوالو ټولنو خپله اغېزه کوله، په هر صورت په هغو سیمو کې چې د ځمکوالو، لویو بادارانو او کلیسا د څار نظام دومره سخت نه و، ښځو به پخپله د خپل ژوند چارې پر مخ بېولې او له خپلو ځانګړو اصولو څخه به یې پیروي کوله. هغوی خپلې سندرې، کیسې، دودونه او رواجونه لرل، او په اوړي کې به چې سړي راستانه شول او غوښتل به یې بېرته واک په لاس کې واخلي، ښځو په خپل سبک خپله واکمني چلوله چې شاید زه وغواړم هغه د «ضد شعر» په اصطلاح ونوموم؛ هغوی له ژبې سترګې پټولې یا یې د څارویو په ژبه او غږونو خپله موخه څرګندوله. البته ښایي د ضد شعر عبارت دلته هېڅ سم نه وي، غلي پاتې کېدلو، له ژبې مخ اړولو داسې فضا جوړوله چې شاعرانه چاره پکې ترسره کېده.
ته پخپله څنګه لیکې؟ ایا ته ځان د یوې ځانګړې عنعنې پیروۍ ته مکلفه احساسوې، ایا داسې ښځینه یا نارینه شاعران پېژنې چې ستا لپاره خورا ځانګړی ارزښت ولري؟ په نورو ژبو له ادبي اثارو او اشعارو سره هم اشنایي لرې؟ زما لپاره بهرنۍ ژبې تل ډېرې مهمې وې، زه کلونه وشول چې د ژباړنې په توګه کار کوم او د متونو د اهنګ، وزن او ترنم په رااړولو کې سخت بوخته یم. دا عناصر مهم رول لوبوي، او یوازې په شعر کې نه، بلکې د هر متن رنګ، حس او لحن جوړوي. خو تر هر څه وړاندې زما لپاره ژباړه د خپلې ژبې له پولو سره د یوه ډول چیلنج او مقابلې په توګه ارزښت لري او د هغې د محدودو د تللو، بیا کتنې، پراخولو او احیاناً تر هغو د وراوښتلو د لارو موندل دي. په هرې ژبې کې د ځینو ځانګړو مفردو کلمو د انډول نه شتون یوه خوا، هره ژبه خپل شرایط او مناسبات لري، د ساري په ډول د زمان په مبحث کې او له نورو ممکنو فورمونو سره په تعامل کې. هغه لویه ننګونه چې تل له دې پوښتنې سره مخ ده: ایا د ژباړې پر مهال، د خپلې ژبې له اصولو سره د وفادارۍ لپاره موقتي جوړجاړی وکړم، که له قواعدو سرغړونه وکړم ترڅو پردی متن خپل بیان ومومي او لوستونکو ته ورسېږي؟ کله کله باید د نهژباړل کېدو خبره څنډې ته شي، کله هم مجبوره یم د یوې بیاني لارې اصالت د ګرامري قواعدو په ماتولو سره ولېږدوم. او کله هم د ځینو متنونو ژباړل واقعاً بېمانا کېږي. زما ایراني اشنایان اکثره همدا باریکي ماته ورپه ګوته کوي چې د قاموس له پوهې پرته او یوازې د فارسي ژبي صوفي شاعر، مولوي، د شعرونو انګازو او وزن ته په غوږ نیولو سره کېدای شي دا شعرونه د هغو د ژباړو تر لوستلو خورا ښه درک شي. دا ټکی یقیناً په هرې ژبې کې د ځینو شعرونو په هکله صدق کوي.
ګرانې شېبې! دلته په ایټالیا کې اوس د شپې ناوخته دی، د اوړي یوه ګرمه شپه ده، چنګاښونه هم خورا ارام شوي دي. زما پېشوګانې ځانونه زما له پښو سره مښي، ځکه غواړي ما له یوه داسې څه خبره کړي چې زه پرې سمدستي نه پوهېږم؛ البته ژباړن تل چمتو نه وي او زه مجبوره یم فکر وکړم او اټکل وکړم.
له لرې لارې تاته سلام وایم او ستا د راتلونکي لیک په ترلاسه کولو به ډېره خوشحاله شم.
تاته د غوره هیلو په څرګندولو سره،
استر.
ژباړه: ندیم


