
Digital photography, 2026, for Weiter Schreiben © Fateme Hasani
لنډۍ؛ د زړه خبرې او د ژوند حقیقتونه
ګرانې ایستر!
له لرې وطنه تا ته خپل سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. دا لیک د داسې هېواد او کلتور له زړه درته رسېږي چې له تاریخ، دودونو او رنګینو روایتونو ډک دی.
کله مې چې پرېکړه وکړه تاته لیک ولیکم؛ هېڅ مې ګمان نه و چې له ما به الفاظ ورک او لیک لیکل راته ستونزمن شي. خو ته پوهېږې! زما کار څه شي ساده کړی؟ دا چې ته هم شاعره یې او زه کولی شم په ډېرې اسانۍ تا ته خپلې خبرې ولیکم.
ګرانې ایستر!
دا چې ته هم د کلمو تر شا پټې ساوې احساسولای شې؛ نو ځکه مې خبرې د شعر له لارې پیل کړې. زه غواړم تا د پښتو شعر له یوې داسې نړۍ سره اشنا کړم چې احساسات په کې لکه پټ سیند د کلتور تر خاورو لاندې بهېږي. هغه لنډ؛ خو له احساسه ډک بیتونه چې د ښځو له زړونو راټوکېدلي. دلته په دې لنډو کرښو کې، مینه، درد، انتظار او سرغړونه داسې انځورېږي لکه غرونه چې خپل رازونه له ورېځو سره پټ ساتي. ښځې چې ډېر کله یې غږ تر دېوالونو نه اوړي، خپل دردونه، هیلې او خوبونه په همدې لنډیو کې نړۍ ته سپاري.
نه پوهېږم ستاسو په ادبیاتو کې هم داسې شعرونه شته که نه؟ که داسې شعرونه وي نو خوشحاله به شم چې ته یې هم په اړه راته ولیکې.
لنډۍ د پښتو ادبیاتو د ولسي ادب(فولکلور) یو بېل او بشپړ ډول دی، ځانګړی فورم لري چې د سیلابونو(Syllable ) په اساس ځانته عروض لري. لنډۍ یوازې دوه بیتونه لري او په همدې لږو ټکو کې د ژوند پراخه نړۍ رانغاړي. لومړی بیت یې لنډ یعنې نهه سیلابه ( Syllable ) او دوهم بیت یې لږ اوږد یعنې دیارلس سیلابه (Syllable) ) وي؛ خو دواړه سره داسې تړلې وي لکه غږ او احساس.
د لنډيو یوه ستره ځانګړتیا دا ده، چې په ډېرو خوږو او ساده الفاظو بیانېږي. هر ډول مضامین او په عامه اصطلاح د هر ذوق وړ مطالب پکې موندل کېږي.
دلته درته ځینې بېلګې لیکم :
خاطر دې ډېر راباندې ګران دی
د چا په وړاندې سترګې نه در اړومه
***************************
زما ابۍ دادا ته وایه
خوشحاله نه یم له ناکامه ناسته یمه
د لنډیو تر ټولو ښکلی اړخ دا دی چې تصنع پکې نشته. دا د کتابي شاعرۍ په شان نه ده چې ډېر فکر او جوړښت ته اړتیا ولري، یا دا چې شاعر/ شاعره یې معلوم وي؛ بلکې د خلکو د زړونو طبیعي اواز دی او ښځو د لنډیو په ساتنه او ویلو کې لوی رول لوبولی. لنډۍ اکثرا د ښځو لخوا ویل شوي دي؛ دا هم یوه څرګنده ځانګړنه ده. دا ځکه چې له یوې خوا د ښځو احساسات تر نارینه وو اغېزمن او خوندور دي له بله پلوه لنډۍ په موضوعي لحاظ د ژوند ډېرې حساسې، دردمنې او محرومې صحنې را اخلي. دغه ادبي مرغلرې په ټولو پښتني سیمو کې په نا لیکل شوي یا شفاهي ډول شته چې ښایي د نړۍ په نورو ژبو او ولسونو کې یې ساری نه وي.
دلته درته څو لنډۍ لیکم:
په ما دې زر شیندلي نه دي
چې د ډیوې په رڼا غواړې دیدنونه
ـــــــــــــــــــــ
په تناره درپسې ژاړم
خلکو ته وایم چې مې دود سترګې وهینه
ــــــــــــــــ
که دیوالګی وای زه به ړنګ وای
لالیه نه ړنګېږي شوي نصیبونه
ته پوهېږې ښکلې ایستر!
زما لپاره د لنډیو تر ټولو حیرانوونکې ځانګړنه دا ده چې ډېری ویونکي یې هېڅکله د شاعرۍ دعوه نه لري. هغوی د شهرت لپاره شعر نه وايي او نه هم د دې لپاره چې کتاب یې چاپ شي. هغوی یوازې د زړه بړاس وباسي او همدا رښتینولي د لنډیو تر ټولو لویه ښکلا ده، کېدای شي همدا لامل وي چې کله لنډۍ لولم داسې احساس کوم لکه له څو پیړیو واټن وروسته چې د يوې ناپېژندې ښځې د زړه درزا اورم.
د محتوا له نظره په لنډیو کې نننۍ ستونزې ډېرې څرګندې ښکاري؛ لکه د جګړو او مرګونو درد، د خلکو رواني ځورېدنه، د روزي لپاره مهاجرت، کډوالي، بې کوري او داسې ډېرې نورې ستونزې. کله چې د دغو دردونو په اړه یوه لنډۍ د یوه لوستي کس له خولې واورېدل شي، هغه اغېز نه لري، چې د یوې ځوانې کونډې، د بې پلاره ماشوم مور یا د هغې ښځې له خولې یې واورو چې په زور له خپلې خوښې پرته زوړ سړي ته واده شوې وي؛ ځکه د دغو ښځو خبرې د ژوند له رښتینو دردونو راټوکېدلي.
لومړی غواړم درته د لنډیو له دغو احساساتو او محتوا څخه د یو مهم حس، چې د مسافر یار بېلتون او د هغه انتظار دی، په اړه ولیکم.
په پښتني ژوند کې مسافري نوې خبره نه ده. کله به نارینه د کار، غربت، جګړې او یا هم مجبورۍ له امله له خپلو کلیو او کورونو لرې تلل. شاته به یې میندې، خویندې او مېرمنې پاتېدې چې د انتظار شپې او ورځې به یې په خاموشۍ تېرولې.
جانانه خپل وطن ته راشه
که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه
ښځه په لنډیو کې خپل مسافر یار ته یوازې د یو انسان په سترګه نه ګوري؛ بلکې هغه د خپل ژوند هوساینې، خوښۍ او هیلې برخه ګڼي. ځکه نو د هغه په نشتون کې ورته هر څه نیمګړي ښکاري. لکه دا لنډۍ:
د چا چې یار کلي کې نه وي
لکه چې مُلک په زلزلې وران شوی وينه
يا دا چې:
څوک چې د چا د باغچې ګل شي
مناسب نه دی چې سوکړې پرې تېروينه
په لنډیو کې د ښځو ډېره بې وسي هم انځور شوې ده، چې ډېری موارد یې د واده په برخه کې د ښځې بې اختیاري ده.
هم زولو غم راسره وکړئ
پلار مې ظالم دی په بوډا مې خرڅوينه
یا دا:
ما ویل د زړه یار به مې خپل شي
مرګ مې میلمه شو د ښامار په برخه شومه
یا کله چې له خپل قسمت څخه ګیله منه وي.
نصیبه څه درسره وکړم
په شنو توتيانو کې مې زاغ په برخه شونه
په لنډیو کې د کورنۍ د دودونو د ساتلو لپاره د یوې نجلۍ د هیلو او ژوند قرباني کېدل هم انځور شوی.
ګرانې ایستر!
ايا ستاسو په ټولنه کې هم د دویمې ښځې یا بنې مسله شته؟ آیا کله له داسې شعرونو سره مخ شوې یې چې له بنې شکایت وي او آیا هلته هم مېرمنې د خپلو احساساتو او دروني حالاتو څرګندولو لپاره دغسې شعرونه ولیکي؟
په پښتو لنډیو او ولسي سندرو کې، د بنې موضوع د ښځو د احساساتو له تر ټولو ژورو او دردناکو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي. ښځې د خپلو لنډیو له لارې د خپل زړه درد، حسرت، شکایت او ناکراري بیانوي. په دغو لنډیو کې بنه یوازې یوه بله ښځه نه وي، بلکې د ماتو هیلو، وېشل شوې مینې او ژورو عاطفي ټپونو سمبول ګرځي.
د لالي مال او دولت کم کړې
چې بیا نامه د بنې نه رایادوینه
په لنډیو کې د کونډې هغه درد او احساس هم بیان شوی چې د ژوند مړ شوی ملګری یادوي. کله چې یوه ښځه د خپل ژوند ملګری له لاسه ورکوي، نو یوازې یو انسان نه بایلي؛ بلکې د خپلو ډېرو هیلو، خوبونو او تکیې سیوری هم له لاسه ورکوي.
لالیه څه ګټه دې وکړه
د لښکر مخکې مخکې تلې کونډه دې کړمه
يا دا:
په نيمه شپه سوې نارې شوې
مور له لورانو بېلوي کوکې وهينه
په کلیو کې به معمول وه چې کله به د کونډې د کور خلکو له یو چا سره د کونډې له خوښې پرته د هغې د ودولو جوړجاړی وکړ، نو هغه به یې د شپې لخوا ورسپارله، ځکه کونډې به نه غوښتل چې له خپلو یتیمانو بېله شي او حتماً به یې په تلو کې چیغې او فریادونه کول.
ګرانې ایستر!
پوهېږې! دلته چې کله واده وي، د نکریزو په شپه، د ناوې د سینګارولو او ناوې پسې د ورا د تګ پر مهال هم ښځې لنډۍ وايي. دا لنډۍ د سندرو په بڼه وي، چې د اتڼ، چکچکو او ډول په غږولو سره ویل کېږي. دې ته نو د ښادیو لنډۍ وايي.
د لنډیو يو ستر ارزښت دا دی چې د هغې سندريزه ځانګړتیا او اهنګ روزونکی فطرت د نړۍ په ټولو فولکلوري شعرونو او سندرو کې ممتاز دی او ساری نه لري.
په پښتني ټولنه کې د مینې څرګندول تل اسانه کار نه و. دودیزو ارزښتونو او ټولنیزو محدودیتونو مینه تر ډېره د زړه په دنیا کې ساتلې ده. يوې پېغلې به نه شوای کولی چې خپل احساسات ښکاره بیان کړي؛ ځکه چې د مینې اظهار به ډېر وخت د شرم، عیب او یا د ټولنیزو او کورنیو نیوکو لامل کېده. لنډۍ د هغوی د احساس د اظهار هغه خوندي ځای و. هلته چې کولی شي د خپل مین یاد، انتظار، درد او د مینې ژور احساس په هنري او غیر مستقیم ډول څرګند کړي. لکه په دغه لنډۍ کې:
زما په زړه کې څړیکې وشوې
لکه چې زړه کې د لالي وګرځېدمه
یا دا:
په غم کې ستا نه کمه نه یم
لیونۍ نه یم چې به کلي خبرومه
د پښتنې ښځې مینه یوازې یو عاطفي احساس نه دی؛ بلکې د وفادارۍ، ژمنتیا او ژور تړاو څرګندونه ده. له همدې امله د هغې د مینې اظهار له پاکۍ، صداقت او ژور احساس څخه ډک وي.
کله چې د یار ستاینه کوي لکه دا لنډۍ:
زما جانان ګل د رامبیل دی
د سرو امېل دی زه په غاړه ګرځومه
کله چې د یار د بیلتون له درده شکایت کوي لکه دا:
بیلتون دې قدر را معلوم کړ
اوس به سلام په دوه لاسي درته کومه
کله چې له خپل محبوب سره د لیدو وایي لکه دا:
که ته رښتیا پر ما مئین یې
د ګودر غاړه اجاره اخله میینه
د څېړنو او علمي ارزونو له مخې لنډۍ په څو کټګوریو وېشل شوې ده. په دې کټګوریو کې هغه لنډۍ چې د انسان خپګان او د هغه د انساني غوښتنو په ځپل شوي شعور کې یې ځای نیولی، د کلیوالو، محرومو او د ژوند له نېکمرغیو څخه د بې برخې مېرمنو او نجونو لخوا ویل شوې لنډۍ دي. په دغه لنډیو کې د انسان د روان او وجود یو پټ درد انځور شوی دی، هغه درد چې په خوله یې نه شې راوړلی؛ خو د هغې په تحت الشعور کې یې ځاله کړې. په دې اساس، دلته لنډۍ یوازې شعر نه، بلکې له یوې خوا د کلماتو نڅاه ده او له بلې خوا یوه سرغړونه هم ده. په هغه ټولنه کې چې ښځه له ډېرو محدودیتونو سره مخ ده، لنډۍ د دوی د احساساتو او اعتراض غږ وي.
کله چې زه د لنډیو په اړه فکر کوم، داسې احساس کوم لکه د زرګونو ناپېژندو ښځو اوازونه چې له لرې زمانو راولاړېږي او زما تر غوږه را رسېږي. هغوی شاید هېڅکله شاعرانې ونه بلل شوې؛ خو کلمات یې له هرې کتابي شاعرۍ ډېر رښتیني دي. دا د زړونو ژور احساس دی.
ګرانې ایستر!
ایا تر اوسه له داسې شعرونو سره مخ شوې وې؟ ته شاعره یې او شعرونه ژباړې نو زما غوښتنه به دا وي، چې ته هم راته د هغو شعرونو په اړه ولیکې چې دا ډول احساس لېږدونکی وي او په پای کې هیله لرم چې دا لیک به تا ته یوازې معلومات نه، بلکې یو احساس در ورسوي؛ هغه احساس چې ژبه، کلتور او واټن نه پېژني.
په ډېرې بې صبرۍ ستا د لیک په تمه یم.
په ډېرې مینې او درنښت!
شېبه ګهیځ


