یوه اوږده او یوه لنډه پښه
خوب نه پرېښود، چې راویښ شي. رڼا یې کمه کمه په سترګو لږېده. په عذابولو یې. و ځورېده. ځان یې ترې تېر باسه. یخني یې وشوه. په کمبله کې یې ځان ونغاړه. مور ته یې ور نېږدې شو. لږ شېبه وروسته یې یوه چیغه واورېده. مور یې ترڅنګ نه وه. پام یې شو، چې ورور په غېږه کې ټینګ کړی دی. ورور یې ترې لېرې شو. دی یې په بالښت وویشت.
مور یې ترې لېرې ویده وه. رډ رډ یې ورته وکتل. هلک وشرمېده.ورور یې مورته وکتل، له خندا شین شو. ده هیڅ هم نه وېل سترګې یې مړې کړې. په کړس یې وخندل او حمام ته ننوت. مخ او لاسونه یې ومینځل.جامې یې واغوستې او له دروازې په بیړه ووتو. مور یې ورغږ کړ: په دېش کې مې خواړه درته ایښي، و یې خورئ.
دواړو هلکانو په یوځلې غږ کړ: ښه مورررې.
د کور مخې ته سپین لوی موټر ولاړ و. هلکان موټر ته وختل. په خندا او مستۍ تر ښوونځي ورسېدل. د ماشومانو کتار جوړ و. مصور تر ټولو مخکې منډې کړې او ستېژ سر ته وخاته. شپږ تنه نور هلکان هم ترې چاپیره شول چی دده په شان د ترانې په ټیم کې غوره شوی وو. دغه کار یې په ټول ښوونځي کې خوښېده.
کله چې د دوی سندرې مړې شوې، دوی له سټیج څخه راښکته شول او د ماشومانو لوی کتارونو جوړ شول چی خپلو ټولګیو ته روان شی .
لومړی د ریاضي درسي ساعت و، چې د مصور دومره ورسره جوړه نه وه، خو شېبې شمېرلې چې دوم درسي ساعت راورسیږي. په رسامی درس کی مصور له خپل بیک، قلمونه رنګې او تکه سپینه کتابچه راویسته او د خپل ملګری چې دا اول نمره دی یو کارټون وویست. ملګري ته یې اشاره وکړه،. هغه په قار شو. په استادې یې غږ وکړ. استاده مصور ته وویل چی دا ښه کار نه دی!
مصور وشرمېده. سر یې ټيټ واچاوه. کله چی د تفریح زنګ ووهل شو نجونو او هلکانو چیغې کړې. خوښي یې کوله.
مصور وږی و او له خپله بیکه دېش را وویست. مور یې ورته سره کړي کچالو او جوش کړې هکۍ ایښې وې. یوه لمړۍ یې ترې واخیسته خو پرویز یې په بوټانو او جرابو جوس ور چپه کړ.
مصور په بیړه له ټولګي ووت، چې د ملګري په دې کار ښوونکې راخبره کړي خو په دهلېز کې ښوونکې نه وه. بهر یې وکتل. د ښوونځي په حویلۍ کې یې په خپلو ملګرو سترګې ولګېدې، چې توپ بازي یې کوله. منډه یې واخیسته، خو په ځمکه راپرېوت. یو دروند غږ شو. ډزې وې.
ښيښې ماتې شوې. څو تنه ماشومان د لوبو د میدان تر څنګ پرېوتل. یو بل بیا په زینو کې سر ایښی و. مصور هم په پښو دروند شو. لویه اوسپنه یې په پښو رالوېدلې وه. سترګې یې له درده پټې کړې.
نور غږونه غلي شول. مصور خپلی سترګی خلاسې کړی او هغه ماشومانو یې ولیدل چې ماتې شوې، ښیښې یې په سرونو کې ننوتې وې. ددوی چیغې یي وانه اورېدې. یوه نجلۍ یې له سترګو پناه شوه، چې د دهلیز په بر سر کې درېدلې وه. د امبولانس موټر یې ونه لید. یو چا مصور امبولانس ته پورته کړ. مصور آن الارم و نه اورېد، لکه کوڼ شوی چې وي.
روغتون کې ګڼه ګوڼه زیاته وه. یوه ځوانه ښځه د خپل زوی په لیدو ولوېده او له حاله ولاړه. د مصور مور په لوڅ سر او شکېدلو ویښتانو روغتون ته راورسېده. مصور د خپلی موری هم داسې بی نظمه جامې نه وي لیدلې.
مور د مصور کټ ته ورنېدې شوه او پوښتنه یې وکړه چی ورور یې چېری دئ. آن ورور ته یې هم سودا نه وه، چي چېرته به وي.
هغه د نجات فرښتې یې محسوسې نکړې، چې دده پرې شوې غوښې یې ترې لېرې کولې او درمل یې پرې لګاوه. تلویزیونه روښانه شول. سرې لیکې پرې راښکاره شوې. بیړنۍ خبر ښکته او پورته کېده. ( د کابل په زړو مکروریانو سیمه کې په یوه خصوصي ښوونځي کې چاودنه شوې).
ده سترګې لوڅې کړې. درنې شوې وې. لږ یې چې وغړولې، مور یې ولیده چې د کټ په څنګ کې په سرو سترګو ناسته وه. سترګې یې تر پخوا ډېرې وړې شوې وې. مصور شاوخوا وکنل. شاخوا یې ګڼ نور کټونه ایښي و. زیاتره ماشومان پکې ویده و، خو د هر یوه سر پورې یو مشر کس ناست و.
تر ده دوه کټه ها خوا پرویز پروت و. پروېز دده ښه ملګری و. سترګې یې پټې وې. کلکې یې په سپین ټوکر تړلې و، کټ مټ لکه د ړوند چرګ لوبه چې یې کوله. مصور و ریږدېد. څنګ ته هلک ته یې وکتل. روجایی پرې نه وه پرته. لاسونه یې په مټو کې په سپینو ټوټو تړلي و. لنډ و. یوه لویشت هم نه و، ور پاتي. مصور ژر مخ را واړو. خپل لاسونه یې ولیدل جوړ و. وښورېده. ناڅاپه په پښو کی یې تیز درد احساس کړ. چیغې یې کړې.
¬¬-«مورې پښې مې…».
جمله یې مکمله نکړه.
بیا یې په چیغو او ژړا پیل وکړ.
«مورې پښې مې ولې داسې دي.»
– «ولې زویه پښه دې خوږیږي؟ جار اوس داکټر راځي.».
– «نه مورې، ولې مې یوه پښه مې اوږده ده، بله لنډه؟ »
مور یې مړې سترګې ځمکې ته ونیولې.