اتمه لور « دویم اېډېټ»
مازدیګر قضا دی. له ډاره مې روژه نېولې ده. د ماښام آذانه ته لا وخت پاتی دی. لوږې پسې اخیستې یم. په پښو کې مې دمه نشته. لاسونه مې ریږدي. په پخلنځي کې چوپه چوپتیا ده. د دیګ بخار لوړ غږ دغه سکوت مات او وېره یې لا را ډېره کړه. ساعت ته ګورم، لا تر اوسه له پنځو ۱۷ دقیقې تېرې دي.
د قورمې په دېګ پسې مې اور کم کړ. بلا سابه راته پراته دي، چې د شپې یې مېلمنو ته پاخه کړم. پخلنځۍ ګډ وډ دی. زړه مې بیخي ډېر په تنګ شو. د پالګو ګیډۍ مې را خلاصه کړه، لویه چاړه مې پسې را واخیسته او ټوټه ټوټه مې کړل. کله کله دې د ترکارۍ په ټوټه کولو هم د زړه بړاس ووځي. ورېجې هم باید لمدې کړم، چې ښې پخې شي.
اوف … کار ته مې لاس نه ورځي، حیرانه پاتې یم، څنګه وکړم. نن بیخي ډېره وارخطا یم. خدای دې خیر راپیښ کړي. زړه مې هسې بې دریغه درزا کوي. آن د وریجو دا کاسه هم نشم پورته کولی. باید ژر خواړه تیار کړم. د غوښې له بویه ښکاري چې پخه شوې به وي. څنګه مې داسې دفعتاً زړه ورته وشو. زه چې آذان وشو نو حتمن به یې وخورم. خدای مې دې روژه قبوله کړي، چې د همدې په برکت مې دا ځل زوی وشي، نو نور به څه غواړم. زه ښه وشول چې بېنډۍاو تور بانجان مې لا ها بله شپه پاخه کړي و، لږ مې لاس سپک شو.
له خونې غږونه راځي، خواښې او اېندور مې څنګه په لوړ غږ خاندي او خبرې کوي، چې څه به وایې؟
کله غلې شي، او کله بیا په کړس وخاندي. خدای زده شریفه او نازنین چیرته دي؟
خدایه دا مې اتمه میاشت ده. دا ځل اصلن د معاینې لپاره ډاکټر ته نه یم تللې، زړه کې مې راګرځي چې دا به مې زوی وي، خو ویریږم، چې څه راباندې ونه شي. یو خوږ غږ اورم، څوک به وي. سترګې مې په خپلې دریمې لور بسمینې خوږې شوې. د ترکارۍ قابونه یې راته تیار کړي. زه یې له وړو لاسونو قربان شم.
د سبو او غوښې پخول خو د سترګو له رپ سره خلاص شول، دا د وریجو لوی دیګ به څنګه په یوازې ځان سره پورته کوم. سترګې مې ورته سپیني دي. ها بل ځل چې مکۍ ترور راغلې وه، د سطل د پورته کولو سره یې سپکه سپوره کړم، دا دیګ خو تر هغه لوی دی. ماښام آذانونه وشول، تر څو چې وریجې په دیګ کې اچوم، شاید څوک له کوټې راووځي او راسره مرسته وکړي، تر هغه به مې روژه ماته کړم. لا مې یوه لمړۍ ډوډۍ خولې ته نه ده وړې، چې بیا را ورسېده، مشره ایندرور مې وایې :
– واه وا میلمانه لا نه دي، راغلي او ته لکه وږې پشۍ اخته یې دیګ سټې
له ډاره مې لمړۍ په ستوني کې بنده شوه، کاسه مې لېرې کړه، نور خو مې ولله که یوه لمړۍ هم زړه ته وشي. غلې ورته ولاړه یم. په زړه کې مې ډېرې خبرې شته، خو هېڅ هم ورته ویلی نشم، مور مې وایی چې له خسرګنۍ سره به ژبه نکوې، هرڅه به چپه خوله تېروې. له پخلنځي ووته. په سترګو کې مې بیا اوښکې راټولې شوي دي. دا میرات مړې، اوښکې هم هره شېبه را روانې وي. لوی دیګ مې پریمنځه. په نغري مې کېښود. اور مې پسې لوړ کړ . ژوند هم لکه د همدې دېګ ایشېدلي اوبه دي، خوښي پکې لکه د اوبو په سر حباب داسې له منځه ځي. وریجې مې هم نرمې شوي دي. له پنجرې د باندې ګورم، هیڅوک هم نه ښکاري. که وریجې هم یوه دقیقه نورې هم په اور پریږدم، نو ډېرې به نرمې شي، زه نو څه به نه کیږي، دیګ به پورته کړم.
دیګ مې اوچت کړ، خو په ملا کې مې یوه څړیکه شوه. په پښومې اوبه راماتې شوې، خو په سختۍ سره مې وریجې صافې کړې. غوړ او مصاله مې وربرابر کړل او دم ته مې کېښوې. ورو ورو له پښو وغورځيدم. د نس او ملا دردونه مې پسې په زیاتېدو شول. زړه مې غواړي چیغې کړم. ځای په ځای کېښناستم. په خپلو دردونو کې ورکه یم، نوره نشم کولی چې کار ته لاس ور وړم.
د پخلنځي ور خلاص شو، کشر لیوره مې حشمت غږ وکړ: ډوډۍ موډۍ تیاره ده، میلمانه خو راغلل؟
پخلنځي ته په راننوتو یې په ما سترګې ولګېدې. غږ یې اورم، چې وایې ورېندارې څه شوي دي؟ څو قطرې اوبه یې زما په مخ وشیندلې. بیا راته ښه ځیر شو او په منډه له آشپزخانې ووتو. په څو شېبو کې مې مشره اېندور او خواښې د سر پورې ودرېدې.
خواښې مې وایې: ته داسې کارې ګره یې مکارې، چې نشوی دې پخولی نو مونږ ته به دې غږ کړی و. که مرداره شې بیا به دې کلي او قام ته څه ځواب وایو» . په سترګو مې تیاره خپره ده. حشمت یې په مور او خویندو په قار شو، خو نورې ټولې هغه خبرې چې دوی په خپلو منځو کې کوي، زه یې نه اورم. ګمان کوم، چې مړه به شم. وروستۍ څیز چې مې په نظر راغلی د موټر د څوکۍ تور رنګ دی، نوره له حاله ولاړم.
دریمه ورځ ده، چې د شفاخانې بی خونده بویونه تنفس کوم او یو لاس کې مې سیروم لګیدلی، په تن مې یوه سپینه روجایی پرته ده. یوه نرسه یو ځل راشي، په هغو ښځو غامغال وکړي چې لایې ماشومان نه دي پیدا شوي، هغوی که نا آرامي او یا ژاړاوې کوي نو نرسانې یې ښکنځي. د هرې ښځې په سترګو کې لوی درد پروت دی، یوه مې څنګ ته پرته ده، چې کوچني ماشوم ته یې شیدي ورکوي.
د هغې ماشوم ته ګورم، خپل ماشوم مې را یاد شو. په نرسې مې غږ وکړ، چې زما ماشوم چیرته دی؟
نرسه چې نرۍ شونډې یې په ګلابي رنګ، رنګ کړې دي. سرته مې ودرېده. دوسیه مې یې را واخیسته، په ځير ځير یې ورته وکتل او پرته له څه ویلو له خونې ووته. تر نیم ساعت وروسته بیا راغله او ما بیا هم ترې هماغه پوښتنه وکړه،چې ماشوم مې چیرته دی؟
نرسه وایې ستا ماشوم ضعیفه دی، هلته په شیشه خانه کې پروت دی، ډاکټران یې درته راوړي. ور غبرګه مې کړه، هلک دی که نجلۍ؟
نرسې، لږه شېبه چرت ووهه، بیا یې راته وویل نپوهیږم، چې ډاکټره صاحبه راغله ترې پوښتنه وکړه. زړه مې درزیږي، چې ماشوم به مې لور وي که زوی. ډېره هیله منده یم، چې داځل به مې زوی وي. خدای به مې دعاوې اورېدلي وي ، خو که لور وي، څه به کوم؟
ژوند به مې دوزخ شي. د زړه درزا مې ډېره شوې ده. کاشکې مې ګمان رېښتیا شي، کاشکې مې دغه ماشوم زوی وي. خیر دی خدایه ته راسره مرسته وکړه، که مې دا ځل ماشوم زوی نو خامخا به نذر ورکوم. روژې به نیسم، په زیارتونو به وګرځم.
خواته ښځې نه مې د ساعت پوښتنه وکړه. پوره ۱۱ بجې دي، خو ما مې ماشوم نه دی لیدلی. ډاکټره هم هېڅ نه راځي. لاس ته مې پام شو، شین شوی دی، چې دا به د څه شي نښه وي، شاید دا درې ورځې چې په حال نه وم ستنې به یې راته لګولي وي. یو د پاخه عمر سړی له یوې زړې ښځې سره راننوت. شاید د روغتون کارکوونکی وي. نه کارکوونکی نه دی، زما څنګ ته ښځې ته یې خواړه راوړي. د ښځو شور ماشور زیات شو. دا یوه خو بیخي تیزي چیغې وهي، ماغزه یې راخوړل.
داکټره خونې ته راننوته، په سړي یې غامغال وکړ او نیغ یې له خونې وویست. داکټره په لوړ غږ لګیا ده؛ تاسې ته مې نه و ویلي، چې نارینه پایوازان مو دلته مه راغواړئ په خبره پوهیږئ که نه ؟
ډاکټر صاحبه، له غوسې تکه سره شوه، زړه مې لړزیږي چې څنګه ترې پوښتنه وکړم، چې زما ماشوم چیرته دی، زوی دی که لور ؟ لا مې خوله خبرو ته سمه نه وه جوړه کړې، چې ووته. د دروازې سره یې په هغې ښځې چیغې ووهلې چې پایوازانو ته د ننوتو اجازه ورکوي.
اوف څه وکړم. په خونه کې د کباب بوی خپور شوی دی. لوږې پسې اخیستې یم. د روغتون دو کارکوونکي راننوتل، یو قاب وریجې، لوبیا او یوه دانه کیله یې په ناروغانو وویشل. څنګ ته ښځه را نیږدې شوه او یوه لمړۍ یې ماته ونیوله. ورته ومې ویل چې نه یې خورم، خو دا وایې نه باید ویې خورې. ښه وږې یم، خو یوه لمړۍ مې هم له ستوني نه تیریږي. که مې دا ځل زوی نه وي زیږولی، ژوند به راته زهر جوړ کړي. په فکر کې غرقه یم. خوب راباندې راغی. لوښي مې یوې خواته کيښول او څملاستم.
د ماشوم د ژړا په غږونو سره راويښه شوم. په خونه کې د یوې ښځې ماشوم سخت نارامه دی. دا یو، یو نیم کلن په غیږه کې لري او بل یې اوس زیږیدلی دی. مشر زوی یې ژاړي. ورته ومې ویل چې دا یو به دې کور کې چاته پرې ایښی و. وایې پرون یې راته راوست. ډېر نارامه و. مجبوره شوم، دلته یې ځان سره کښينوم. هغې ته مې مسکا وکړه، ما ویل خدای دې درته وساتي.
ورځ تېره شوه، ماښام دی. زه مې له ماشومه خبره نه یم. له تشناب پرته بل ځي ته د تلو اجازه نلرم. ډاکټران وایې باید استراحت وکړئ، خو له مېندو چې یې ماشومانو لېرې وي، د خاورو استراحت به وکړي. عجیب حالت دی..
شپه پخه شوه، په خونه کې ټولې ښځې ویدې دي. یوه زه ویښه یم، یوه بله ښځه چې له ما دوه کټه لېرې ده. په اندېښنو مې شپه سبا کړه.
یوه ځوانه ډاکټره په خونه راننوته. تر و تازه ده. نیلي رنګه پوړنی یې په سر دی. په تندي یې څو حلقې هم خورې ورې دي. ښکلې ښکاري. نن یې حالت ښه دی. ترې ومې پوښتل: ډاکټر صاحب زما ماشوم څنګه دی، لور ده که هلک، هغه نرسې ویل چې صعیفه دی، شیشه خانه کې مو ایښی؟
ډاکټره راته په ځير ځير ګوري. وایې ته دې خدای ته شکر وکړه، چې ماشوم دې ژوندی پاتې دی. دومره ضعفه و، چې مونږ ویل یوه ورځ به هم ساه ونه باسي، څه دې کول چې دې حالت ته ورسېدې؟
ورغبرګه مې کړه، ډاکټر صاحب ترور مې ویلي چې په ماشوم دې روژې ونیسه، که دا ځل زوی وزیږوې. ډاکټرې مې د خبرو پیښې وکړې. په غوسه شوه، روژې نیسئ بیا د ډاکټرانو نوم درسره بد دی، چې میندې د زیږون پر وخت مري، نو داسې ښځې به څه ژوندۍ پاتې شي.
ډاکټره بیا له خونې ووته. زما خو یې زړه را وچوو. ودې وایې چې زوی دی که لور ولې مې ځوروي؟
یوه شیبه تېره شوه، چې نرسه راغله، وایې د هغو میندو چې ماشومان یې په شیشه خانه کې دي، نن یې تر مازدیګره در سپاري. لاس او پسې مې په لرزیدو شول. هره شېبه د څنګ ته ناستې ښځې څخه د ساعت پوښتنه کوم. ورځ تیریږي، خو ماشوم ته مې تلوسه لا هم ډېریږي. ډېره ناقراره یم، چې ماشوم مې وګورم.
بیا د ډوډۍ وخت شو. زما زړه ته نه کیږي. څنګ ته مې پرته ښځه وایې لږ څه وخوره، چې ماشوم ته به دې شیدې ورکوې. په زور مې څو لمړۍ له ستوني تېرې کړې. د پاخه عمر ښځه په قابونو پسې راغله. لوښي ټول شول. یوې ښځې له ځان سره د چایو ترموز راوړی. یوه پیاله یې ماته هم راوړ.
په خبرو خبرو کې ورځ تېره شوه. شپه هم په ویښه راباندې سبا شوه. پځمه ورځ مې هم راورسېده. د سهار نهه بجې دي. مشر لیور او یور مې په دروازه راننوتل او راته یې د تلو وویل، ګمان کوم، ډاکټر هم نوره رخصت کړې یم. په بیړه مې ترې پوښتنه وکړه، ماشوم مې زوی دی کنه ؟
دوی مړې سترګې نیولي دی. هېڅ هم راته نه وایی. ناهیلې شوم. له غیږې مې یې ماشوم واخیست. د وړې کمبلې لاندې مې ور وکتل. نجلۍ ده.مړه مړه ورسره را روانه شوم. د بدن لړزه مې ډېره شوه. خپله هم نپوهېږم، چې له ویرې مې زړه رپیږي او که هوا زیاته یخه ده. لور ته مې وکتل، ما ویل څه کېدل چې ته هلک وی. اوس چې کورته لاړه شم، بیا به تمامه ورځ د خواښې او اېندور نادودې ګالم. کاشکې تر کوره ژوندۍ پاتې نشم. بیخي له دې ژونده ستړې شوې یم.
دادي کورته راورسېدو. په کوڅه کې د دایرې او سندرو غږونه دي. لکه چې د ګاونډي زوی ته یې واده کړی دی. نه نه غږ زمونږ له کوره راځي. زه ښه ده، لکه چې لیوره ته مې یې واده کړی دی، په همدې بهانې به مې دومره په کور کې څوک ونه رټي، چې ولې مې بیا لور زیږولې ده.
حویلی ته چې ښه دننه شوم، لورکۍ مې غیږې ته رامنډې کړې. مخ یې خیرن دی. سینې ته مې راجوخته کړه او د ټیکړي په کونج مې مخ او پزه ور پاک کړل. ترې پوښتنه مې وکړه، مروې په کور کې څه خبره ده؟
هغه په خپلې وړې او ښایسته ژبې راته لګیا ده؛ نه پوهېږم ممي، ټولو ښه ښایسته کالي اغوستي دي او ماته یې هم دا زیړ کمیس راوړی». حیرانه پاتې یم، چې څه خبره ده.
خونې ته چې ننوتم، په سر مې ښځو چاکلیټ او نقل را وشیندل، ګمان نه کوم، د لور په زیږېدو سره څوک دومره ښه راغلاست راته ووایي. ټول مبارکي راکوي. زه هم مسکۍ مسکۍ شوم، چې مننه وکړم، لا مې له ټولو سره ستړي مه شي نه دي، کړي چې کیڼ خواته مې یوه ښځه لګیا ده وایې
– دا مې اول ځل دی، چې وینم، یوه ښځه خپلې بنې ته دومره خوشحالیږي.
خبره یې داسې راباندې بده ولګېده، لکه څوک چې مې په سر جوش کړې اوبه چپه کړي. پښې مې سستې شوې. ستونی مې وپړسېد. سترګې مې بیخي وچې دي. اصلن ژړا نه راځي. د خونې په غولي کښېناستم. ماشومه مې له غیږې ولوېده، خواته ناستې ښځې مې ژر ماشومه را واخیسته. د لور ژړا مې ماغزه خوري.دومره راباندې بده لږي، چې اصلن یې نه غواړم، ووینم. غلې یم. اعصاب مې لا پسې خرابیږي.
شاخوا د ښځو شور زیات شو. ګڼې نورې په ما راټولې شوې، خو زه لا هم په خپلې دنیا کې غرقه یم. میوند کوټې ته را ننوت. لکه د لیونۍ په څېر مې ببر سر ورمنډه کړه. په مخ مې لاړې ور تف کړې. میوند ډېر کبرجن شوی دی. زماپه دې کار سره یې یوه کلکه سپېړه راکړه. ځای په ځای پرېوتم. هغه له خونې ووت.
زه نرګس ترور د خپلې لور سره ولیږلم، چې نوی مې ماشوم زیږیدلی، یو ګیلاس شېدې راکړي. په سختۍ یې له ځایه پورته کړم، دواړه پخلنځي ته راغلو. ګڼ لوښي دلته پراته دي. پخلنځی ګډ وډ دی. پلوشې په ګازو شیدې کېښودې. په بیړه په څه پسې ووته. له خونې د سندرو او بدلو غږونو مې په مغزو لارې جوړوي، اعصاب مې لا پسې خرابیږي.
د ګازو په سر شیدو داره وکړه، ورپورته شوم، د سرو شیدو ډک جام مې په سر واړوو. د سر تله، مې وسوځېده او په ځمکه پرېوتم. پخلنځي ته څو تنه ښځې رادننه شوې، یوې رامنډه کړه، له ځایه یې پورته کړم او سوړ اسویلۍ یې وکیښ؛
– په خوارکۍ یې بن راوړې ده.
یوه بله چې لږ ډبل شانته غږ لري، وایې، بخت یې سپېره دی، دا یې اتمه لور ده، چې زیږوي یې.