Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu

چپلکې

Maliha Naji (Pseudonym)
© Hanifa Alizada

د سره اوږده ټیکري له سوري یې ویښتان جړ راوتلي وو. په تورو ګوتو کې یې ګیلاس ونیو, سړي ته وروړاندې شوه, ویې ویل:

– ګل احمده!  ملا مې خوږېږي, چې راتلې یو کوتی وېکس درسره راوړه, هاغه ملا چې پرې چاپ ده. شرمولی درد دی, تناره ته نشم ورکوزېدلی. غوټه ماته شوم.

ګل احمد په ګونډو شو, ګیلاس یې خولې ته جګ کړ, تور برېت یې د ګیلاس پر ژۍ ولګېدل. اوووف څنګه تریخ دی لکه زار (زهر). ورشه, لږ شیرینک یا که ګوړه پاتې وي هغه راوړه.

پر خړ ګیلم د زرمینې د چاودو پوندو ژغ شو. په خوشکه وویل:

– ورکې دې شي, ګرځېدلی لا نشم, ان زړه مې ترې برېښي، میرات مړې چاودې.

ګل احمد له خندا ورته شین شو:

-اوښه کوم ځای دې سم دی چې پاتې دې غاړه شوه، ههههههه.

زرمینې شونډې بوڅې کړې, مخ یې واړاوه.

له ټټره یې کلیانې راوایستې, د بکس کولپ ( قفل) یې خلاص کړ. پاکټ کې یې ګوتې ننه ایستې, ورته مخ یې کړ:

– بس دې دي؟

ګل احمد تنګې سترګې ورواړولې:

– بس دي, بس دي، مخصد( مقصد)  دا چای له ستوني ورسره تېر شي.

ښځې په تورو ګوتو کې شیرینک ورته ونیو, ویې ویل:

– دا ده شیرینک هم بېخ ته رسېدلي, ګوړه هغه بله ورځ چې لالا دې راغلی و، حلوا ته مې ورواچوله، خلاصه شوه.  کوم زوی مړی رابرابر نه شي, سپک به شو. یورګانې مې هم لکه د هغه غوندې په پور هم شی نه راکوي. غریبي دې ورکه شي.

– ښځې حوصله کوه! د سبا و بېګاه خدای رارسوي، تر اوسه خو چاته نه یم درېدلی، ګوندې خدای رحم وکړي، دا ورځې به هم تېرې شي. اوس دا شیان پرېږده ، ایله دې زامنو ته بوټان راوړم.

– سړیه!  د لښتې چپلکې هم شکېدلي, هوا سړه ده, ایونانو( ماشومانو ) سره ګرده ورځ په کلا کې منډې وهي، ګوتې تکې سرې اوښتې وي، یو جوړه پلاستیکي بوټان هغې ته هم راونیسه. مخصد غټ مه راوړه دا ځل غوندې, پښو کې یې کړپېږي. یوه چامپه ( څلور خپرې ګوتې)  یې بس دي.

– ښه ځه, جېب ته به ګورم، که کار مې وشو دا ځل به ښې پيسې لاس ته راشي.  نیمه پیاله نور هم واچوه چې اتي ( ځتي) ناوخته کېږي.

ګل احمد په کابل کې د یوه شرکت کارمند و. کاغذي دستمالونه او معدني اوبه به یې د ښار پر دوکانونو ګرځولې. کله به یې کار ښه روان وو؛ خو کله به نیمه ګټه هم نه ورپاتې کېدله. له کوره په وتو کې شو، د انګړ له مینځه یې دواړو زامنو ته ورنارې کړې:

-غورځنګه، نصیره! زوی یو وار دلته راشئ.

غورځنګ او نصیر له تربرو سره په کلا کې ټوپ ډنډه کوله، سپیرې سپېرې پښې راننووتل.

-ها ابا .

-رواړئ چې د پښو اندازه مو ونیسم ، بوټان بیا نشم بدلولی.

-ابا تار به راوړم، هغه بل ځل دې په لاس اندازه اخیستې وه، تنګ وو.

سړي توره لونګی پر سر سمه کړه، زرمینې ته یې ورغږ کړ:

-وه ښځې ! هاغه کلولکه راوړه ، د هلکانو د پښو اندازه نیسم.

زرمینه ګردۍ لمن زغرده زغرده راغله، توره کلولکه یې ورته ونیوله، هن واخله.

ګل احمد دواړه تارونه د واسکټ جېب ته کړل، د تور واسکټ ژۍ‌ګانې یې ځلېدلې. توره لونګۍ یې له سره لرې کړه، ککره یې لمر ته وځلېده. لاس یې پرې تېر کړ، خولۍ يې پرې سمه کړه،  لونګۍ یې ترې تاو کړه، شمله یې ودروله.

د سپېره دالان تر زینو ښکته شو، نارې یې کړې:

-وه زرمینې!  لاړم، پنجشنبې راځم، ځتي هلته هم ساړه دي، په اتاک( اتاق) کې ګوزاره نه کېږي.

زرمینې په لاس کې تملوت نیولی و:

-آااا ځه مخه دې ښه شه!

ګل احمد تر دروازې وووت.

شړړړړپ رڼې اوبه تویې شوې، هغه د کلي مینځ کې غټ غټ ګامونه اخیستل، په څو ثانیو کې تر کلي پناه شو.

زرمینه په وره کې ورپسې ولاړه وه. د زرمینې پر څېره اندېښنه خپره وه.  لمر د خړو ورېځو تر شا نیم پټ و.

شپې ورځې تېرېدې، زرمینه تناره ته تیټه شوه، اخ یې کړل، ملا یې ونیوله، ویې ویل:

-زوی مړی درد دې شي، کاشکې مې پېغله لور درلودی، د زرمین ګل غوندې به بېغمه ورته ناسته وم،  کور به په یوه پونده راپسې کېده.

دوه تاوده پاستي یې په سترخوان کې تاو کړل، په کوچني قاب کې یې کوچ کېښودل، د کوټې پر لور روانه شوه.

په بر سر کې لښته او دواړه زامن یې ناست وو، د کوچنیو ځلېدونکو تیګو ټکهاری پورته کېده. زرمینې وویل:

– اتي رادېخوا شئ، پرېږدئ ګاټي ماټي، دا کوچ او پاستي وخورئ، تر غرمې به بیا په کلا کې تاوېږئ، له لوږې به منډې نه شئ وهلی.

غورځنګ راوړاندې شو، سترخوان یې ورکش کړ.  نصیر لاسونه وڅنډل پلترۍ یې ووهلې.

لښته ډډه بډه کېناسته، ژېړ جړ ویښتان یې له تندې لرې کړل، سترګې پاکې کړې، ارږمی یې وایست، زرمینې وروکتل:

-هله هله، بلا دې ونه وهه، شپږ کلنه شوې، پاڅه مخ پریمینځه….

سترخوان ته کېناستل، د کوچو له قابه وړې وړې مړۍ پورته کېدې، زرمینه چورت یووړه، شېبه وروسته یې وویل:

غورځنګه ! نن څو شنبې ده، ګډ مړې ورځې مې له یاده وځي، ابا دې پنجشنبه را روان دی.

-نن پنجشنبې ده ادې؛ خو ابا مې کله یوه هفته باد راځي، پینځه یا شل ورځې چې ووځي، بیا راځي. تر اوسه وخت دی ادې.

-وۍ وۍ ، پنجشنبې شوه، دا خو داسې ښکاري لکه  پرون چې تللی وي. کاشکې مې ورځې شمېرلې وی، تالیم( تعلیم) چې نه کوي همداسې به ورباندې کېږي، کني ورځ به مې نښه کړې وه. ما خو هېڅ څه شی نه دي تیار کړي، سبا جومه( جمعه) ده، د قاضي فرید ختم دی.

ور وټکېد، غورځنګ مړۍ خولې ته کړه، زرمینې ورته وویل:

-هله بچی ! منډه ابا دې نه وي.

-ادې ، لا خو اته نیمې بجې دي، ابا مې ایله دوو ساعتونو کې راورسېږي. حتماً باتور دی، کوز کلي سره د کرکټ مسابقه لرو.

ور یې پرانیست، زنځیر پر دړه ولږېد، شرنګ شو.

هلک سر دروازه کې ور وړاندې کړ، اې کوم یو وو، زموږ ور چا وټکاوه؟

پراخ کلی و. د ځینو کورونو له مینځه خړ لوګی پوره کېده . تر کورونو هاخوا د غره لمنې سره دنګې زړې ونې له کلي چاپېرې وې. لمر په شنه اسمان کې ځلېده. هوا نرمه راخوره وه. د کلي مینځ کې څلور هلکان ولاړ وو، له خولو نه یې تاو پورته کېده ، چاودې لاسونه یې سره مږل. یوه یې رامنډه کړه،  ویې ویل:

-غورځنګه ، سمسور و، لاړه چې نور راخبر کړي، راوځئ ځتي چې بیا به ناوخته وي.

-یو دقه( دقیقه) صبر وکړه، جورابې مې پښو کړم، دستي راځو.

په منډه منډه تر څلورو زینو پورته شو، چوتره یې په دوو ګامونو خلاصه کړه، ننووت.

شرنګ پیالې وشرنګېدې، زرمینې په غوسه وویل:

-احتیاط، د اغه… زو، پیالې دې ماتې کړې.

غورځنګ او بصیر دواړه د انګړ تر وره ووتل. دروازه ګړب پورې شوه.

ساعتګرد پر لسو ولاړ و، زرمینه په دالان کې ناسته وه. ويښتان یې لمر ته تک تور ځلېدل، د خړ ټيکري څنډه یې په غاښونو کې نیولې وه، د لښتې پر ژېړو ویښتانو يې ږومنځ راکش کړه، پر سر یې ښکل کړه، په مینه یې وویل:

-چاته شوې یې ژېړ سرې ؟ نه زما ویښتان ژېړ دي نه دې د ابا.

_ ادې د عمه شیرین او ګل اکا مې ویښتان ژېړ دي.

_ مور دې کوربان شه، د هغموی طایفه یې کنه او پام کوه لاس و پښې خیرن نه کړې، سبا به ختم ته ځو.

لښتې پر ویښتانو لاس تېر کړ، ټنډې منډې ګوتې یې لمر ته وځلېدې، ویې ویل:

-ادې، پیپسي هم خورو؟

-نه زویه، اوس خو ساړه دي، پیپسي نه شته.

-ادې غوښه شته؟

-هو بچی، د وریځو مینځ کې غوښه هم وي.

-ادې باندې به لاړه سم؛ خو خاورو کې لاس نه وهم.

مرکه روانه وه، لښته پاڅېده، ټوپ یې کړل، بیا یې ټوپ کړل، زرمینې وویل:

-کرار کرار، هغه دروازه وازه پرېږده چې ابا دې راځي.

لښته ووته، زرمینه پر چوتره کېناسته, پر خړ لیمڅي یې پښې وغځولې. پر سپینو پونډیو یې د لمر وړانګې پرېوتې وې. دېوال ته تکیه شوه، اوږده ساه یې وایسته, اسمان ته یې وکتل , شنه اسمان, ځای ځای کوچنیو ورېځو, د لمر وړانګو او تازه شمال خوند ورکړ.  سترګې یې لمر وبرېښولې بېرته یې ښکته یې وکتل , فکر کې ډوبه شوه.

څو شېبې ووتې، ور چوله شو، ګل احمد سره غټ پنډکی وو، راننووت.

-وه ښځې، راشه دا ګلپي او مالټې شیان درواخله.

زرمینې اوچته پورته شوه, ورمنډه یې کړه.

-ستړی مشې، پخیر راغلې؟

-هو، دا درواخله، اتي راځه دا نور شیان بیا پسې ګوره.

زرمینې د پخلنځي وړ شیان یووړل. د تور دیګ مینځ ته یې د سرو بانجانو کڅوړه ورخوشې کړه.

شېبه ووته، ګل احمد پر توشکه پرېووت، لونګی یې اورسۍ کې کېښوده، ویې ویل:

-دغسې لږ چای راوړاندې کړه، بیخي هوا سړه شوې، پر لاره چې راځې، پوزه دې شمال وړي.

-واخله!  تازه شیدې هم شته، درته رایې وړم، که نه؟

-نه نه، ځتي غرمه ده، خوند نه کوي. هن ته دا بوټان وګوره، ایونان( ماشومان ) راوغواړه.

-غورځنګ او نصیر نشته، خوړ سره دي، د کوز کلي هلکان, سمسور او باتور سره راټول شوي مسابقې ته یې غوښتي وو. او لښته به بیا د کلا شاته تللې وي، د اوږۍ ماماخېل راغلي، د قاضي فرید ختم ته.

د زرمینې سترګې له خوشحالۍ وبرېښېدې، به موسکه خوله یې وویل:

-وۍ الاااا، لښتې ته دې کابلي کرمچ راوړي؟!

-هو، دغه یې ارزانه او تاوده وو، ما ویل راځه یوه دانه لور ده….

ګل احمد غبرګې سترګې په مخامخ غټ غره کې چې تر لویې ښیښې شاته ښکارېده, خښې کړې وې. چوپه  چوپیا وه. د ونو پر وچو خاښونو ناستې مرغۍ نه چونګېدې. لمر ورو ورو د خړو ورېځو تر شا پناه کېده. په انګړ کې د ولاړې ونې ژېړې پاڼې ورژېدې. ګل احمد  له چایه غټ غوړپ وکړ , پیاله لا نه وه نیمه شوې چې غړم شو, لویه ښیښه راپرېوته, د مرغیو چوڼهاری شو والوتې. پاڼې راتویې شوې, ځمکه خزان ونیوه.

_ خیر کړې خدایه, نږدې وو.

سړی مخکې, زرمینه ورپسې شوه. دواړه پښو لوڅي پر خړو ډاګونو ترپېدل , په منډو د انګړ تر وره ووتل. ټول ځای دود نیولی و. لوګی خپور و ,  د باراتو بوی یې سوږمې وسوځولې,  ویې ټوخل.

کلیوال ,  ښځې او نر د کلي مینځ کې ولاړ وو. ګل احمد سترګې وموښلې، منډه یې کړه، زرمینه یې د کلي له نارینه وو راګوښه کړه ورته ویې ویل:

_ لږ شاته شه !

دی مخ وړاندې لاړه , زړه یې سینه کې عجیبه په درزا وو. د زرمینې رنګ سپین تښتېدلی و. ساه یې بنده,  زړه یې بده ګواهي ورکوله.

یوه شېبه هر څه ارام و.

د کلي فضا دودجنه وه. د ونو پر سپېرو ښاخونو مرغۍ نه ښکارېدې. غټ غر د لوګیو تر شا پناه و. تورو ورېځو نیم اسمان نیولی و.

ګل احمد دوه قدمه نور په ډېر احتیاط واخیستل,  پښه یې ونښته ، ښکته یې وکتل،

ورټیټ شو,  په سرو وینو لت پت جسد يې له پښو سره پروت و, لښته په سرو وینو کې شټېدله.

ګل احمد او زرمینه د یوازینۍ  لور  د بې ساه جسد په سر ولاړ وو.

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner