Menu
Suche
Weiter Schreiben ist ein Projekt
von WIR MACHEN DAS

> Einfache Sprache
Logo Weiter Schreiben
Menu

ډ لکه ډونا

Übersetzung: Ibrahim Hotak Ins Paschtu

© Dilek Güngör

ګرانې ملیحې

دا ستاسو لپاره زما لومړی لیک دی، دا په حقیقت کې له اوږدې مودې راهیسې زما لومړی لیک دی. ما به هره اونۍ یوه پاڼه لیکله، د لاس لیکل به مې ورځ تر بلې خرابېدل او د دې د پټولو لپاره به مې سپینې څنډې په رنګه پنسیلونو سینګارول ګلونه او پتنګان به مې پرې رسمول، د فیشن عکسونه به مې له مجلو را پرې کول او لفافې به مې را ایستلې. نن ورځ زه نور لیکونه نه لیکم او نه یې ترلاسه کوم.
ایا څوک تاته لیکونه درلیږئ، ملیحې؟
زما مور به راته ویل: „خپلې انا ته دې ولیکه ! یا دي خپلی ترور ته . ستاسو د تره او ترور اولادونه غواړي پوه شي چې ته څنګه یې.“
کورنۍ ته لیکونه تل زما لپاره خورا سخت وو. په ترکیه کې د خپلو کاکا، ماما، ترور زامنو یا لورانو ته څه ووایم، انا ته څه ووایم؟
دوی ډیر لیرې، په بل هیواد کې ژوند کاوه او په بله ژبه یې خبرې کولې، زه نه غواړم چې په بله نړۍ کې ولیکم، مګر همداسی یو احساس راسره وه ۰
هلته هر څه زما له کور او ژوند څخه توپیر درلود، آن د شپې په آسمان کې ستوري هم لوی وو. د تره اولادونه به مې پوهه نه شي چې زه دوی ته څه وایم، څنګه به نو پوهه شي ، ما د دوی سره یوازې هغه څه لیدل چې بل رقم وه او توپیر يې درلود، څه شی چې موږ يې سره جلا کړي او نه هغه څه چې ، موږ سره وصلوي.
موږ یوه کورنۍ وو، لږترلږه دې موږ سره نږدي کړي وو، مګر کله چې ما د هغوې په اړه فکر کاوه
زما په وجود کوم شور یا ځانګړی احساس نه پیدا کیده ۰
زما موربه را ته وویل: “ „ولیکه چې دوی دې یادیږی ،“ ،،“ ، زما پلار به هیڅ نه ویل، هغه ډیر لږ
لیکونه لیکلي او له خبرو کولو څخه یې هیچ کله هم خوند نه اخیست ۰
نو ما به لیکل چې تاسې مې یادیږی او ډیره خوشحاله یم چې د دوبي په رخصتیو کې هغوې بیا ګورم. مابه دا لیکل خو زه به له دې ځوريدم، ځکه دا رښتیا نه وه۰
کله چې زه ديارلس، څوارلس يا پنځلس کلنه وم، ما يو د لیک دوسته ( ملګرې) درلود چې ما په يوه مجله کې د اعلان له لارې پیدا کړي وه . ممکن موږ د یو عمر وو یا ورته شوقونه مو درلودل، خو زما په یاد نه دي چې موږ څنګه یو بل وموندل.
دا چې موږ یو بل ته څه لیکلي وو ،هغه هم را څخه هیر دي. خو زما هغه ښکلی کاغذ یاد دی چې هغې کاراوه، لفافې تل د خط له کاغذ سره سمون درلود ، هغې د دې لیکونو ډیری سیټونه درلودل: کاغذ له زړه سره، له اسونو سره، له ورېځو، له ژیړې زرغونې سره ،له هیلیو او بتو سره.
هغې په سور رنګ او ځینې وختونه هم په فیروزي رنګ لیکل. هغې له چمکۍ قلمونو( رنګه رنګه زرورق داره ) سره لیکلي چې بوی یې د ځمکني توت غوندې وه او په لفافو کې یې کوچني سټیکرونه ایښودل.
ما یو پنسل درلود چې د تیزولو په وخت کې د مڼې بوی تری راته ، مګر لیکنه یې بې بویه وه. زما رنګ شوی کاغذ ماته ماشومانه ښکاريده نوما ځان ته د لیک کاعذ یو سیټ ترلاسه کړ، ایرې له معمولی ګلابو سره .
اوس هیڅوک په ورځپاڼو کې دلیک ملګرې نه لټوي . زه په دی ښه پوهیږم ځکه چې زما اعلانات لوستل خوښیږی . د ودونو اعلانونه، بلکې هغه اعلانات چې خلک غواړي کارول شوي فرنیچر، موټرې یا ګوډاګي وپلوري. هلته خلک د یو چا په لټه کې دي چې شطرنج لوبه ورسره وکړي یا د همسفر او یا ګردش لپاره . خو هیڅوک دلیک ملګري نه لټوي.
په دوکانونو کې دا ټول ښکلي کاغذونه څه شول؟ څوک یې اخلي؟ په کوم روک کې باید لاهم یو څه لا پاتی وي ۰ ما به د ګلاب کاغذ په احتیاط کاراوه. د هر لیک لپاره به ما له سیټ څخه یوازې یوه پاڼه اخیستله، پاتې پاڼې به مې د خپل ښوونځي له کتابچې څخه راشکولي ۰
او که تاسو حیران یاست، ملیحې، هو، زه یوه جوړه پیژنم چې د واده د اعلان له لارې سره اشنا شوي . کله چې زه خبره شوم، بیخی حیرانه وم ، ما وویل „ریښتیا“ ده. ؟ سمدستي یې وویل.،“شټ،“ ۰
موږ د یوي ګډې ملګري د کلیزې په جشن کې وو. د هغي نه خوښیږي چې په دی اړه خبرې وکړي. ښایي هغې غوره ګڼل چې خپل میړه د کار په سر کې ور سره اشنا شوي وای ، یا يې د سبزیجاتو د پیرودلو په وخت کې، یا د موټر په حادثه کې، مګر چې هیڅ څوګ په کې نه وه ژوبل شوی ، یوازې کوم ګروپ یې ټوټه ټوټه شوي واي . لکه په فلمونو کې، سړی د داسی یو څه هیله کوي ، مګر اوس زه د لیک له لیکلونه لرې لاړم۰
ما د خپلې په فیروزي رنګ د لیک د لیکلو د ملګرې نوم هیر کړي. دا ممکن له دی وجی هم وي چې موږ د خپل لیک لپاره مختلف لومړني نومونه غوره کړي ول.
په خپل یوه لومړي لیک کې هغې ماته مختلف نومونه وړاندیز کړي ول . زما لپاره، ټول په ٬٬ ډ ٬٬ سره پیل کیدل، لګه ډیلیک ، او ډونا مې تر ټولو زیاته خوښیده . ایا د هغې نوم سوزان وه؟ که چیری زما نوم ډونا وای، هیڅ کله به هم اول راته چا د یو هلک او وروسته د یو سړي ګمان کړی نه وه. زه اوس هم کله چې لیک تر لاسه کووم د „ګران / ښاغلي ګونګور“ په نامه مخاطب کیږم . تاسو وینی چې زه اوس هم پوست ترلاسه کوم ، خو د دفتر څخه ، د بیمې له شرکت څخه ، له بانک څخه. مګر په لاس لیکل شوي لیکونه نه دي۰
تر ټولو ښکلي لیکونه زما دتره مشرې لور لیکلي ، چې زما اصلي د تره لور هم نه ده،. زموږ پلرونه څه دپاسه ۵۰ کاله مخکې د همدې ترکيې له یوه کلي څخه د آلمان همدې کوچني ښار ته راغلي وو. نوپه همدی ترتیب د هغې پلار زما تره شو او هغه زما د تره لور. هغه له ما څخه څلور کاله مشره ده او هغه وخت زما هیله دا وه چې کاشکی هغه زما خور وای.
هغې وروسته د حقوقو زده کړې وکړي، زموږ په کورنۍ کې هغه لومړنې کس وه چې پوهنتون ته لاړه. هغې ماته د هغه لوی ښار په اړه لیکلي چې دا پکې اوسیږي ، د لیلیې په اړه ، د پټو مینانو په اړه.
ما د هغې ژوند خوښاوه ، ما به هغې ته عکسونه رسمول او وچ شوي ګلان به مې ورته لیږل ، کوم به چې په لاره کې په لفافه کې میده شوی ول .
دا چې د مونږ له خوا چا لیکل بند کړل، زه درته نه شم ویلای. ځینې وختونه یو څه پای ته رسیږي او تاسو یوازې وروسته احساس کوئ چې پای ته رسیدلی دي .
اوس هغه زما د تره مشره لور په سویس کې ژوند کوي، موږ لس کاله دمخه له یو بل سره لیدلي. زه کولي شم هغې ته ولیکم ، لکه زه چې اوس تاسو ته لیکم. کاغذ به هم وي۰.
ملیحې، ما او تا کله هم یو بل نه دی لیدلی، خو ستا غږ مې اورېدلی او هڅه مې کړې، چې د پښتو یوه یا دوه کلیمې درک کړم، ځکه چې ترکي ژبه له فارسي او عربي کلمو ډکه ده. زه د پښتو ژبې په هکله دومره لږ پوهېږمه. شاید موږ یو څو ټکي ومومو چې موږ په ګډه پري پوهه شو ، تر هغه وخته به زه له تاسو نه یو څو پوښتنې وکړم. البته د هغې نجلئ سره زما د لیک انډیوالې ، چې ما ته به يې ٬٬ډونا٬٬ ویلي ، په همدی ډول پیل شوي وه ۰
تاسو کوم خواړه خوښیږی؟
تاسو چیرته اوسیږئ او په دې ځای کې ستاسو سره څوک اوسیږي؟
تاسو چیرته اوسیږئ هغه کوڅه ( سرک) څنګه ښکاري ؟
په ښوونځې کې دی څه خوښ دی او په درس کې دی څه شي خوښیږی۰ څه شی نه ؟
کله چې تاسو کور ته راشئ څه کوئ؟ تاسو څه ته ډیره خوشحالیږی ؟
تاسو چا ته لیکئ او کله کله خپل ځان ته هم لیکئ؟
خپل ځان ته پیغامونه دا دهغه کتاب سرلیک دی چې ما پدې وروستیو کې لوستلی دی. سرلیک مې ډېر خوښ شوو . ایا تاسو خپل ځان ته پیغامونه لیکئ؟
زه ډیر نوټونه لرم چې زه يې د کاغذ په یوه ټوټه کې، په خپل لاسي بکس کې ، د رسید په شا کې ، په یو کتابچه کې چې زما د بستر تر څنګه پروته يې او یا هم د ورځپاڼې په څنډه کې. خو بیا هیڅکله دا پیغامونه نه لولم ۰
ملیحې !، شاید د لیک لیکلو هیله زما د لیکوالئ پیل و. تاسو پوهیږئ، ما هیڅکله د لیکوال کیدو اراده نه درلوده. ما غوښتل چې انځورګره شم، بیا ژباړونکی شم – چې دا هم نه شوم.
زما مور وايي، ٬٬کله چې زه ماشومه وم ما غوښتل چې مستخدمه یار صفا کاره شم او لوښي ومینځم دا سمه ده، زما په دست شوی کې د لوښو مینځلو د صابون کف او ګرمې اوبه خوښی وي ۰ د تشناب سینک یا دست شوی به می هم په ډیره مینه پاکاوه . صافی کاری به می کوله او کړکۍ به می هم پاکولي .
په پاک کاري کې په زړه پورې شی دادی چې کار یې روښانه او معلوم دی . کله چې تاسو لوښي ومینځئ ، کاسې ، قاشوغي او پنجي وچی کړئ ، سینک ( دست شوی ) پاک او وچ کړئ ، نو بیا پخلنځی پاک شۍ:
ولی لیکنه نه پیل لري او نه پای. حتی که یو متن پای ته رسیدلی هم وي، زه کولی شم هغه بیا بیا تغیر کړم. لکه څنګه چې دا لیک هم ۰
زه یې همدا اوس تاسو ته درلیږم۰
ډیلیک

Autor*innen

Datenschutzerklärung

WordPress Cookie Hinweis von Real Cookie Banner